افغان مورخ او څېړونکی عبدالرزاق پالوال د ۸۳ کالو په عمر وفات شو

عبدالرزاق پالوال

د عکس سرچینه، Dr Shaida Abdali/facebook

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

مشهور افغان مورخ، ژبپوه او ټولنپوه ډاکټرعبدالرزاق پالوال د ۸۳ کالو په عمر په کندهار کې وفات شو.

عبدالرزاق پالوال د افغانستان له معاصرو ژبپوهانو یو و.

نوموړی نن په کندهار کې خاور ته وسپارل شو.

ښاغلي پالوال په هېواد کې دننه او بهر د لوړو زړکړو له ترلاسه کولو وروسته په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه دنده درلوده او تر کلونو - کلونو یې ګڼ شمېر شاګردان روزلي دي.

ښاغلي پالوال د تاریخ، ټولنپوهنې او ژبپوهنې په برخه کې ګڼ شمېر اثار لیکلي، چې یو شمېر یې چاپ شوي هم دي.

د نوموړي تاريخي کتاب، "پښتنو نوی او پخوانی تاریخ" 'لومړی ټوک، په انګلیسي ژبه او د ويم ټوک په پښتو ژبه ' ډېر علمي بحثونه راوپارول.

ډاکټر پالوال د انګرېزي، جرمني او عربي په ګډون په څو بهرنيو ژبو هم پوهېده.

ښاغلی پالوال په ۱۹۸۰ مو کلونو کې جرمني ته کډوال شوی و او نژدې درې لسیزې مخکې بېرته هېواد ته ستون شو او د ژوند تر پایه د لیک او لوست په چارو بوخت و.

د خواله رسنیو ډېرو افغان کاروونکو او ګڼ شمېر افغان فرهنګي او او علمي څېرو د استاد پالوال پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د علم او ادب لپاره یوه ستره ضایع بللې ده.