افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، غواړي د چین د یوه سړک یو کمربند پروژې غړي شي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، حکومت یې غواړي چې افغانستان رسما د چین د یوه سړک یوه کمربند ابتکار غړی شي او په همدې تړاو د خبرو لپاره به چین ته یو پلاوی هم ولېږي.

نوموړي په بیجینګ کې د یوه سړک یوه کمربند فورم له کلنۍ غونډې یوه ورځ وروسته له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، موږ له چین څخه وغوښتل چې د چین او پاکستان له دهلیز او یوه سړک او یوه کمربند له پروژې سره زموږ یو ځای کېدل ومني.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت ویاند "اخوندزاده عبدالسلام جواد" چین ته د ښاغلي عزیزي د سفر د موخو په تړاو بي بي سي ته وویل د سوداګرۍ وزیر به د دغه سفر په ترڅ کې افغانستان کې پانګونې ته د چینايي پانګوالو پر هڅولو سربېره، پر واخان سړک او همدارنګه د یوه سړک او یوه کمربند پروژه کې د افغانستان پر ور ګډېدو هم له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.

افغانستان کولی شي چین ته پرېمانه کاني مواد صادر کړي. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم رویټرز سره خبرو کې ویلي، هېواد یې د چین د اړتیا وړ هر څه لکه لیتیوم، میس او سپنه لري او زیاته کړې یې ده چې افغانستان دمګړۍ تر بل هر وخت زیات پانګونې ته چمتو دی."

دمګړۍ په افغانستان کې د چین د فلزاتو د کارپورېشن یا ایم سي سي په ګډون څو شرکتونه د کانې زېرمو په راسپړنه بوخت دي.

که څه هم ایم سي سي شرکت له تېر جمهوریت سره د لوګر د میس عینک کان د راسپړلو هوکړه لاسلیک کړې وه، خو ظاهرا د دغه شرکت او طالبانو حکومت تر منځ هم د یاد کان د راسپړلو په تړاو همغږي موجوده ده او د ځیني ابتدايي چارو د پیل په تړاو یې راپورونه خپاره شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، که افغانستان د چین له یوه سړک او یوه کمربند له پروژې سره ونښلي، نو په ځانګړي توګه له چین څخه افغانستان ته توکو د لېږد رالېږد وخت او لګښت به ډېر ور سره کم شي.

بیجینګ د جمهوریت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د خپلو اړیکو د پراخېدو په لټه کې دی.

تېره میاشت یې د کابل لپاره خپل نوی سفیر رسما معرفي کړ چې د طالبانو حکومت رییس الوزرا ته یې خپل اعتبار لیک وړاندې کړ. خو نورو هېوادونو د افغانستان لپاره پخواني سفیران دندو ساتلي یې شارژدافیران معرفي کړي چې د ډيپلوماټیکو اړیکو د اصولو له مخې، ځايي حکومتونو ته رسما خپل اعتبار لیک نه وړاندې کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا اداره کیدونکي حکومت سره د خپلو اړیکو د پراختیا په لټه کې دی، په داسې حال کې چې کوم بل بهرني حکومت دا اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

تیره میاشت، چین لومړنی هیواد شو چې کابل ته یې رسما خپل سفیر ولېږه، د نورو هیوادونو سره یې پخوانی سفیران ساتلي او یا یې د ماموریت د مشر په توګه د چارج په توګه ټاکلي دي چې په رسمي ډول حکومت ته د اعتبار وړ نه وړاندې کوي.