د کرېکټ له مینه وال سره د پاکستاني لوبغاړي حارث روف شخړه، کرېکټ بورډ مشر وايي، مینه وال باید بښنه وغواړي

د پاکستان کرېکټ لوبډله د شل اوریزو نړیوال جام دویم پړاو ته و نه رسېده او اوس پر خواله رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې ښکاري، چې د کرېکټ یو مینه وال او پاکستاني لوبغاړي حارث روف تر منځ لفظي شخړه شوې.

په دې ویډیو کې ښکاري چې یو سړی حارث روف ته څه وايي، چې له کبله یې د پاکستان ملي کرېکټ لوبډلې غړی حارث روف غوسه کېږي، د دې سړي پر لور منډه کوي، خو بیا یې تر منځ هلته ولاړ ځینې نور کسان راځي.

پر خواله رسنیو د دې ویډیو له خپرېدو وروسته حارث روف په دې هکله وايي، ''کله چې خبره زما کورنۍ ته ورسېږي، له ځواب ورکولو به دریغ و نه کړم.''

حارث روف پر اېکس یوه پیغام کې ویلي، نه یې غوښتل خبره رسنیزه شي، خو اوس اړ دی، خبره څرګنده کړي: ''موږ د مشهورو کسانو په حیث اړ یو د ولس هر ډول غبرګون وزغمو، دوی حق لري، پر موږ نیوکې وکړي او یا هم زموږ ملاتړ وکړي. خو که خبره زما د مور، پلار یا کورنۍ تر بریده رسېږي، له ځواب ورکولو به هېڅ درېغ و نه کړم.''

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي بیا د دې پېښې غندنه کړې او په وینا یې که هغه سړي چې له حارث روف ته یې ادعا شوی سپکاوی کړی، بښنه و نه غواړي دوی به قانوني مرسته وغواړي.

د دې پېښې په هکله یو شمېر لوبغاړو هم ویلي، چې د لوبغاړو پر لوبیز فعالیت نیوکې پر خپله ځای، خو له لوبغاړي بهر باید له لوبغاړو سره له درناوي ډک چلن وشي.

په ویډیو کې د هغه سړي غږ سم نه اورېدل کېږي، چې ادعا کېږي، پاکستاني لوبغاړي ته یې کنځل کړي.

خو د ويډیو په پیل کې حارث روف په داسې حال کې لیدل کېږي، چې مېرمن یې هم ورسره ده او له مینه والو سره خبرې کوي، بیا ناڅاپه د ولاړو کسانو په منځ کې د یوه پر لور منډه کوي او څپلۍ هم پر ځای پرېږدي.

په دې شخړه کې د حارث روف مېرمن په داسې حال کې لیدل کېږي، چې خپل مېړه د ولاړو کسانو پر لور له منډې کولو منع کوي او وروسته مېړه له لاسه نیسي او د شخړې له ځایه ځي.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي د دې پېښې په هکله وايي، ''زموږ له لوبغاړو سره داسې رویه د منلو نه ده او نه به زغمل کېږي. د نوموړي په خبره په دې پېښه کې ښکېل کسان باید سملاسي له حارث روف نه بښنه وغواړي، او که نه د دې کسانو پر ضد به له قانونه مرسته وغوښتل شي.''