د فوټبال په هرو پنځو لوبغاړو کې یو یې نسوار کوي

په یوې نوې سروې کې په ډاګه شوې چې له هرو شاوخوا پنځو نارینه فوټبال مسلکي لوبغاړو نسوار اچوي، یا د نیکوتین پاکټونه یا هم دواړه کاروي. خو نژدې نیمايي یې غواړي په ۱۲ میاشتو کې یې کارول بند کړي.

د لوببرو پوهنتون په څېړنه، چې د مسلکي فوټبالرانو ټولنې (PFA) له خوا ترسره شوې، دا هم په ګوته کوي چې له پنځو لوبغاړو څخه دوو یې لږترلږه یو ځل د پاکټونو کارولو هڅه کړې.

په څېړنه کې ویل شوي چې د اصلي نسوارو کارونې شمېرې "احتمال" لوړ دی او ښايي په سروې کې ځینې لوبغاړو نه وي غوښتي په ډاګه کړي چې دوی نسوار کوي.

په دغې سروې کې د انګلنډ پرېمیر لیګ له ۶۲۸ نارینه لوبغاړو او د ښځو سوپر لیګ ۵۱ لوبغاړي شامل وو. ۱۸ سلنه نارینه وو په خپلو ځوابونو کې ویلي، چې اوس مهال نسوار کوي، او ۴۲ سلنې یې ویلي، دوی لږترلږه یو ځل د نسوارو کارولو هڅه کړې ده. په دې لړ کې د ښځینه لوبغاړو شمېرې په ترتیب سره ۲۲ سلنه او ۳۹ سلنه وې.

نژدې نیمایي نارینه (۴۸٪) په راتلونکي کال کې د نسوارو پرېښودلو هیله ښوولې ده. په دې لړ کې د ۱۶ مسلکي کلبونو او طبي کارکوونکو سره مرکې هم شوې دي.

نسوار څه شی دی؟

نسوار د تمباکو محصول دی او په بېلابېل ډولونو بازار ته وړاندې کېږي، ځینې یې په کڅوړه کې د چای کوچنۍ کڅوړې ته ورته دي، چې تر شونډو لاندې اېښودل کېږي او د وینې جریان ته نیکوتین ورکوي.

په بریتانیا کې د دې توکو پلور ناقانونه دی، خو کارول یې بیا د قانون خلاف نه دي، ځکه د تنباکو پاک نیکوتیني پاکټونه قانوني بلل کېږي.

ډېری لوبغاړو د تنباکو پر بنسټ د نسوارو پر ځای د نیکوتین پاکټونه کارول. په هرحال، دوی ډېری وختونه د 'نسوارو' اصطلاح په کارولو سره د نیکوتین پاکټونو ته اشاره کوي.

فوټبالران ولې نسوار کاروي؟

د ۴۵ نارینه او ۱۱ ښځو څخه چې د نسوارو کارولو څخه یې ګټه لیدلې، دوی نسوار د ذهني چمتووالي ښه کېدو کلیدي ګټې په توګه یاد کړي دي.

د ۸۴ نارینه او ۱۱ مېرمنو څخه چې پوښتنه شوې، ایا دوی یې اغېزې تجربه کړي؟ په ترتیب سره ۵۶ او ۳۶ سلنې ویلي، نسوارو له دوی سره په ارامولو کولو کې مرسته کړې.

دا په عام ډول تر روزنې او له سیالیو وروسته کارول کېږي، د طبي کارمندانو څخه یوه یې ویلي چې لوبغاړو د "مقابلې میکانیزم" په توګه نسوار کارولي دي.

سروې موندلې چې د نسوارو بېلابېلې بڼې او پاکټونه د اشتها کمولو په توګه هم کارول کېږي، دغه راز نورو لوړ پوړو ټیمونو ته د ورتګ لپاره هم کارول شوي دي.

احتمالي منفي اغېزې یې څه دي؟

د رپوټ له مخې شته شواهدو ته بیاکتنه ښیي، د هغو کسانو پرتله چې سګرټ نه څکوي، په سرطان ناروغي د نسوارو کارونکو له احتمال سره ډېر تړاو لري.

د نسوارو کارولو او د خولې زخمونو ترمنځ د قوي تړاو شواهد هم شته.

په څېړنه کې ۵۸ سلنه نارینه لوبغاړو او ۸۶ سلنه ښځینه لوبغاړ ویلي دوی وړاندې تر دې د نسوارو په اړه هېڅ نه پوهېدل.

مخکښ څېړونکی او د سپورټ سوداګرۍ لپاره د لندن د لوبربر پوهنتون استاد ډاکټر ډینیل ریډ، وايي، "موندنې ښیي چې د مسلکي فوټبالرانو ترمنځ د نسوارو او تمباکو کارول د انګلستان نورو خلکو پرتله په لوبغاړو کې لوړ دي. دوی دا محصولات د ارامۍ او فشار اداره کولو لپاره کاروي."