متحده عربي امارات: افغانستان کې د ښځو د کار بندول بشري کړاو لا پسې ډېروي

د عکس سرچینه، Getty Images
متحده عربي اماراتو هم په افغانستان کې د طالبانو له لوري د کورنیو او بهرنیو مؤسسو د ښځینه کارمنانو د کار بندولو پرېکړه غندلې ده.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې همکارۍ او سیاسي چارو مرستیالې لانا زکي نسیبې ویلي، په شدت د طالبانو هغه پرېکړه غندي چې افغانستان کې یې په کورنیو او بهرنیو نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
نسیبې خبرداری ورکړی چې د افغانستان کابو دریمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او نژدې شپږ میلیونه وګړي د لوږې له خطر سره مخامخ دي.
دا وايي "دغه پرېکړه په دې هېواد [افغانستان] کې د انساني مرستو وړاندې کولو هڅې له خنډ سره مخامخوي او د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون په ټولنه کې تر ټولو ډېر کمزوري وګړي ترې اغېزمنېږي."
متحده عربي اماراتو د طالبانو دا وروستۍ پرېکړه او ترې وړاندې د پوهنتوني نجونو د زدکړو د ځنډولو پرېکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۶۱۵ پرېکړه لیک سره په ټکر کې بللې چې په وینا یې له شک پرته دا به په افغانستان کې بشري کړاو لا پسې ډېر کړي.
اغلې نسیبې ویلي "اسلامي دین ښځې ته لوړ مقام او رول ورکړی او حقونه یې خوندي کړي دي" چې په وینا یې د ژوند په هره برخه کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون مهم دی.
متحده عربي اماراتو ټینګار کړی چې له خپلو سیمهییزو او نړیوالو ملګرو سره په همکارۍ به د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ، ټیکاو او امنیت ټینګېدو او پرمختګ ته پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي.
هغې په پای کې ویلي، چې د افغانستان او افغانانو روښانه راتلونکی په ټولنه کې به بشپړ ډول د ښځو او نجونو پر ښکېلولو ولاړ دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وار له مخې د ای ار سي، پاملرنې، د ناروې د کډوالو شورا یا اېن ار سي، سېف ده چېلډرن او اسلامي ریلیف په ګډون د طالبانو ددغې پرېکړې له کبله د خپلو چارو د درولو اعلان کړی.
د افغان نجونو او ښځو پر زدکړه او کار د بندیز پرضد د نړیوالو غبرګونونه لاهم جدي کېږي.
تازه بریتانوۍ خیریه کرېشین اېډ مؤسسې هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.
د سرو میاشتو او سره صلیب نړیوال فدراسیون هم تازه ویلي له ښځینه کارمنانو پرته د دوی فعالیت ممکن نه دی.
ورسره جوخت ګڼو افغان مؤسسو هم د خپلو چارو د درولو ویلي.
د خیبر پښتونخوا کې مدني فعالانو افغانستان کې د طالبانو لخوا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو پرضد احتجاج وکړ او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل نجونو ته اجازه ورکړي چې پوهنتونونو او ښوونځیو ته ولاړې شي.
د مرستندویه هېوادونو او ادارو له دغو اندېښنو سره ملګرو ملتونو په همغږي ډول له طالبانو غوښتنه کړې چې ښځو ته پر کار بندیز لرې کړي.











