تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عمران خان پر یوه مخکیني سلاکار بریتانیا کې د تېزابو برید شوی
د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان یو سلاکار وايي چې بریتانیا کې پرې د خپل کور مخ ته د تېزابو برید شوی دی.
میرزا شهزاد اکبر ویلي، چې سترګې یې په دغه برید کې له کارول شویو کیمیاوي توکو بچ شوې، خو سر، مټې او بدن یې ټپي شوي دي.
د بریتانیا پولیس وايي د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.
تر اوسه په دې تړاو د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړی شوی.
عمران خان، چې ښاغلی اکبر یې د کابینې غړی او سلاکار و، تېر کال د قامي اسمبلۍ له لوري د لومړي وزیر په توګه بېواکه شو او اوس له څو میاشتو راهیسې د بېلابېلو تورونو له مخې زندان ته اچول شوی دی.
نوموړی که څه هم ادعا کوي چې پر ده لګول شوي تورونه سیاسي انګیزه لري، خو پاکستاني چارواکي یې نه مني.
ښاغلي اکبر د اېکس په یوه پیغام کې لیکلي "بریدګر راباندې تېزابي محلول وپاشل او وتښتېد."
هغه په یوه بل پیغام کې لیکلي چې "وبه نه وېرېږم او هغو کسانو ته به سر ټيت نه کړم، چې دا کار یې کړی."
میرزا شهزاد اکبر بيبيسي ته ویلي چې له خپلې کورنۍ سره بریتانیا ته له تښتېدو وروسته ورته په وار وار بېلابېل ګواښونه شوي دي.
نوموړی د تېزابو دا مشکوک برید هم د همدغو ګواښونو برخه ګڼي، خو دا نه وايي چې دا ګواښونه ورته د چا له لوري شوي دي.
دی زیاتوي چې پاکستان کې یې هم یو ورور په جبري توګه نادرکه او یوه میاشت وروسته بېرته پیدا شو.
د بریتانیا په هرتفورډشیېر کې پولیسو ویلي، چې یکشنبه تر غرمې وروسته پر دغه برید خبر شوي او باور دا دی چې تیزابي محلول پکې کارول شوي دي.
دوی زیاتوي چې په برید کې ټپي شوی کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی و چې اوس خارج شوی دی.
پولیسو په دې تړاو د څېړنو خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې که څه مالومات لري نو ورسره شریک دې یې کړي.
بيبيسي د دې لپاره چې د ښاغلي اکبر او د هغه د کورنۍ امنیت ته خطر پېښ نه شي، د دغه برید دقیق ځای نه ډاګیزوي.
میرزا شهزاد اکبر له عمران خان سره چې د دولتي رازونو د افشاء کولو او له تاوتریخوالي د ډکو لاریونونو سازمانولو په ګډون له سلو ډېرو تورونو سره مخامخ دی، کابینه کې د وزیر په توګه کار کاوه.