تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مالي کې خونړۍ نښتې پیل شوې؛ طوارق یاغیان وايي له ۸۰ ډېر سرتېري یې وژلي
د مالي په شمال کې د خونړیو نښتو خبر ورکړی شوی او طوارق یاغیانو ادعا کړې چې بمبا ښار یې له پوځه نیولی دی.
دغو بېلتونپالو جنګیالیو تر دې لږ مخکې ویلي وو چې د مالي مرکزي سیمو کې یې له ۸۰ ډېر سرتېري هم وژلي دي.
د مالي حکومت په موپتي سیمه کې پر یوه پوځي اډه د برید پخلی کړی خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
مالي کې د تاوتریخوالي دغه نوې څپه تر هغې وروسته راپورته شوې چې د دغه هېواد پارلمان د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړه.
د ملګرو ملتونو سوله ساتي له ۲۰۱۳ کال راهیسې مالي کې مېشت وو.
د مالي حکومت او طوارق یاغیانو ترمنځ له ۲۰۱۵ کاله د سولې پلی تړون تېره اګست میاشت کې مات شو.
دغو یاغیانو تازه پر دیورا ښار برید کړی چې د مالي په سویل کې پروت دی.
له دې کورنۍ شخړې سره هممهاله د لویدیزې افریقا په دغه هېواد کې د توندلارو اسلامپالو بریدونه هم مخ په ډېرېدو دي.
دا په داسې حال کې ده چې دغلته د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر راهیسې د توندلارۍ د پراختیا مخنیوي لپاره د روسیې د واګنر ملیشې وسله وال ګومارل شوي دي.
القاعده سره تړلو وسله والو د سپتمبر له لومړیو راهیسې په بمبا ښار کې پر پوځيانو بریدونه کړي وو.
د مالي پوځ بمبا کې د بریدونو پخلی کړی، بریدګر یې 'ترهګر' بللي خو دا یې نه دي ویلي چې د کومې ډلې اړوند دي.
اوس د طوارق ډلو یوه اېتلاف چې د ازواد همکاریو غورځنګ (سياېماې) هم پکې شامل دی، یوه اعلامیه کې ویلي چې بمبا ښار ته نږدې سیمې یې نیولې دي.
دغه ښار د نایجر سیند لویدیزه څنډه کې د تیمبوکتو او ګاو ښارونو ترمنځ پروت دی.
طوارق یاغیان د مالي د شمال د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.
دوی د دې مخالف دي چې پوځ دې د هغو اډو کنټرول ترلاسه کړي، چې د ملګرو ملتونو زرګونه سوله ساتي سرتېري ترې وځي.
طوارق یاغیانو پخوا له توندلارو اسلامپالو ډلو سره هم چې د مالي پر شمال یې ولکه ټینګه کړې وه، اېتلاف کړی و.
د دوی پرمختګ د دې لامل شو چې لومړی فرانسه او بیا ورپسې ملګري ملتونه سویل کې د پلازمېنې باماکو پر لور د دوی د پرمختګ د مخنیوي لپاره مداخله وکړي.
طوارق ډلو بالاخره په ۲۰۱۵ کال کې د مالي له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ خو د دوی پخوانیو متحدو توندلارو وسله والو بیا هم په بدیاوو کې له خپلو پټنځایونو بریدونو ته دوام ورکاوه.
د دغو بریدونو ناامنیو دوام دې ته لار پرانیسته چې د مالي پوځ په ۲۰۲۰ کال کې پخپله واک لاس کې واخلي.
پوځي مشرانو ملکي حکومت تورناوه چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی.
د مالي پوځیانو ژمنه کړې چې د یاغیانو بریدونه به پای ته رسوي.
دوی دې موخې ته رسېدو لپاره له فرانسوي ځواکونو وغوښتل چې له مالي ووځي او پر ځای یې د روسیې واګنر ملېشې وسله وال راوستل.
خو د وسله والو شخړو په اړه د مالوماتو یوه راټولونکي نړیوال بنسټ په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې په مالي کې سږ کال د ملکیانو خلاف د تاوتریخوالي کچه ۳۸ سلنه نوره هم لوړه شوې ده.
دغه بنسټ ویلي چې د القاعده اړوند وسله وال د ۳۳ سلنه بریدونو مسوول دي خو د مالي پوځ او واکنر وسله وال یې هم د حکومت له ولکې بهر سیمو کې د ۲۹ سلنه بریدونو په ډېرېدو کې ګرم ګڼلي دي.
د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې واګنر وسله وال د وېرې خپرولو لپاره د ربړونو، اعدامونو، سر پرې کولو او له الوتکو د بندیانو راغورځولو په ګډون داسې وحشیانه تکتیکونه کاروي، چې پخوا یې په مالي کې ساری نه دی لیدل شوی.
دغه سازمان دا هم ویلي، چې د مالي لروبر د ملکي استوګنې سیمو امنیت او ثبات د طوارق او توندلارو اسلامپالو ډلو له اړخه د بریدونو له خطر سره مخامخ دي.
ټاکلې له مالي څخه د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د وتلو پروسه د روان کال د ډسمبر تر پایه بشپړه شي.