مالي کې خونړۍ نښتې پیل شوې؛ طوارق یاغیان وايي له ۸۰ ډېر سرتېري یې وژلي

طوارق

د عکس سرچینه، AFP

د مالي په شمال کې د خونړیو نښتو خبر ورکړی شوی او طوارق یاغیانو ادعا کړې چې بمبا ښار یې له پوځه نیولی دی.

دغو بېلتونپالو جنګیالیو تر دې لږ مخکې ویلي وو چې د مالي مرکزي سیمو کې یې له ۸۰ ډېر سرتېري هم وژلي دي.

د مالي حکومت په موپتي سیمه کې پر یوه پوځي اډه د برید پخلی کړی خو نور جزییات یې نه دي‌ ورکړي.

مالي کې د تاوتریخوالي دغه نوې څپه تر هغې وروسته راپورته شوې چې د دغه هېواد پارلمان د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړه.

د ملګرو ملتونو سوله ساتي له ۲۰۱۳ کال راهیسې مالي کې مېشت وو.

د مالي حکومت او طوارق یاغیانو ترمنځ له ۲۰۱۵ کاله د سولې پلی تړون تېره اګست میاشت کې مات شو.

دغو یاغیانو تازه پر دیورا ښار برید کړی چې د مالي په سویل کې پروت دی.‌

له دې کورنۍ شخړې سره هممهاله د لویدیزې افریقا په دغه هېواد کې د توندلارو اسلامپالو بریدونه هم مخ په ډېرېدو دي.‌

دا په داسې حال کې ده چې دغلته د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر راهیسې د توندلارۍ د پراختیا مخنیوي لپاره د روسیې د واګنر ملیشې وسله وال ګومارل شوي دي.

القاعده سره تړلو وسله والو د سپتمبر له لومړیو راهیسې په بمبا ښار کې پر پوځيانو بریدونه کړي وو.‌

د مالي پوځ بمبا کې د بریدونو پخلی کړی،‌ بریدګر یې 'ترهګر' بللي خو دا یې نه دي ویلي چې د کومې ډلې اړوند دي.

اوس د طوارق ډلو یوه اېتلاف چې د ازواد همکاریو غورځنګ (سي‌اېم‌اې) هم پکې شامل دی، یوه اعلامیه کې ویلي چې بمبا ښار ته نږدې سیمې یې نیولې دي.‌

دغه ښار د نایجر سیند لویدیزه څنډه کې د تیمبوکتو او ګاو ښارونو ترمنځ پروت دی.‌

مالي‌

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ته له مالي د وتلو ویل شوي دي

طوارق یاغیان د مالي‌ د شمال د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.‌

دوی د دې مخالف دي‌ چې پوځ دې د هغو اډو کنټرول ترلاسه کړي، چې د ملګرو ملتونو زرګونه سوله ساتي‌ سرتېري ترې وځي.

طوارق یاغیانو پخوا له توندلارو اسلامپالو ډلو سره هم چې د مالي پر شمال یې ولکه ټینګه کړې وه، اېتلاف کړی و.‌

د دوی پرمختګ د دې لامل شو چې لومړی فرانسه او بیا ورپسې ملګري ملتونه سویل کې د پلازمېنې باماکو پر لور د دوی د پرمختګ د مخنیوي لپاره مداخله وکړي.‌

طوارق ډلو بالاخره په ۲۰۱۵ کال کې د مالي‌ له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ خو د دوی پخوانیو متحدو توندلارو وسله والو بیا هم په بدیاوو کې له خپلو پټنځایونو بریدونو ته دوام ورکاوه.

د دغو بریدونو ناامنیو دوام دې ته لار پرانیسته چې د مالي پوځ په ۲۰۲۰ کال کې پخپله واک لاس کې واخلي.‌

پوځي مشرانو ملکي حکومت تورناوه چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی.‌

د مالي پوځیانو ژمنه کړې چې د یاغیانو بریدونه به پای ته رسوي.

دوی دې موخې ته رسېدو لپاره له فرانسوي‌ ځواکونو وغوښتل چې له مالي‌ ووځي او پر ځای یې د روسیې واګنر ملېشې وسله وال راوستل.‌

مالي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د مالي پوځ د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو پر ځای واګنر وسله وال راوستي

خو د وسله والو شخړو په اړه د مالوماتو یوه راټولونکي نړیوال بنسټ په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي،‌ چې په مالي‌ کې سږ کال د ملکیانو خلاف د تاوتریخوالي کچه ۳۸ سلنه نوره هم لوړه شوې ده.

دغه بنسټ ویلي چې د القاعده اړوند وسله وال د ۳۳ سلنه بریدونو مسوول دي خو د مالي‌ پوځ او واکنر وسله وال یې هم د حکومت له ولکې بهر سیمو کې د ۲۹ سلنه بریدونو په ډېرېدو کې ګرم ګڼلي‌ دي.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې واګنر وسله وال د وېرې خپرولو لپاره د ربړونو، اعدامونو، سر پرې کولو او له الوتکو د بندیانو راغورځولو په ګډون داسې وحشیانه تکتیکونه کاروي، چې پخوا یې په مالي‌ کې ساری نه دی لیدل شوی.

دغه سازمان دا هم ویلي،‌ چې د مالي لروبر د ملکي استوګنې سیمو امنیت او ثبات د طوارق او توندلارو اسلامپالو ډلو له اړخه د بریدونو له خطر سره مخامخ دي.‌

ټاکلې له مالي‌ څخه د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د وتلو پروسه د روان کال د ډسمبر تر پایه بشپړه شي.