د هرات زلزله؛ "د لور مې نیم بدن کنډوالو کې ایسار و، څوک مرستې ته رانغلل او مړه شوه"

د هرات د کشک سیمې اوسېدونکې ګلزاده چې له ټول کور او شتمنۍ یې یوازې څو بړستنې او توشکې ور پاتې دي، پر سپېرې بیدیا ناسته ده.

ګلزاده وايي، هر څه یو دم پېښ شول، لور یې د سترګو پر وړاندې په داسې حال کې له لاسه ورکړه چې د مرستې غوښتنه یې کوله، خو څوک ور ونه رسېدل.

"موږ په دروازه کې ولاړ وو، نجونو لوبې کولې، یوه مو د ګاونډي لور وه، یوه زما. یو دم لوخړې راپورته شوې، هر څه لکه ږلۍ او باران راتویې شول او نجونوې تر خاورو لاندې شوې. نجونو چیغې وهلې چې موږ راوباسئ، ملا یې بنده وه چې را ویې باسو، چیغې مو ووهلې، هیڅوک مو داد ته را ونه رسېدل. لور مې مړه شوه، اوس دا زما ژوند دی."

د هرات زلزله ځپلو سیمو ته له شاوخوا سیمو سلګونه کسان د مرستې لپاره ورغلي وو، که څه هم یو څه ناوخته و، خو دوی خپلې هیلې نه وې پرېکړې.

مولا داد چې له ورڅېرمه کلي مرستې ته ورغلی و، وايي دوی په یوه زلزله ځپلي کلي تر خپلې وسې وروستۍ هڅې وکړې، خو مرګژوبله هومره ډېره وه چې اټکل یې نه کېده.

"موږ د شپې نژدې نهه نیمې بجې دلته راغلو، وروستی کس مو د شپې یوولس بجې راویست، د دوی د شهیدانو شمېر اوس ۱۷۰ تنو ته رسېدلی دی. د ټپیانو شمېر هم له حده ډېر وو."

امیرحسن له خپلو یو شمېر ملګرو سره په لاس کې شته لومړنیو وسیلو سره هڅه کوله چې که وتوانېږي، تر خاورو لاندې کسان ژوندي راوباسي، خو وايي یوازې مړي یې را ایستلي:

"موږ د شپې تر دوه نیمو بجو بېل واهه، هلته مو څو جنازې را واېستې، درې تنه یې ماشومان وو، یو یې بیخي دوه ټوټې شوی و. دغه ماشومان له ښوونځي راوتلي وو، یو یې د کوڅې په منځ کې شهید شوی و."

عزیز ظریف چې سخت ټپي شوی او د روغتون پر تذکره پروت و، د کورنۍ ټول غړي او هر څه ترې ورک شوي دي. له اوښکو په ډکو سترګو وايي،

"له خپلې مور خبر نه یم، له لور، زوی او کورنۍ هېڅ خبر نه یم، چې ژوندي دي که مړه."

په هرات کې د زلزلې له امله وژل شوي ګڼ کسان په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي. خو دا لړۍ پای ته نه دې رسېدل او په ځینو سیمو کې لا هم تر کنډوالو لاندې مړي را اېستل کېږي.

په دغه مرګونې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په مړو کې ډېرې ښځینه او ماشومان دي. په سیمه کې څو کلي داسې نړېدلي چې جوړ کور پکې نه ښکاري. هغوی چې د کورنۍ غړي او ټول شته یې له لاسه ورکړي، دا غم به یې د ژوند تر پایه کړوي.