د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، هرات کې ځینې کلي د زلزلې له امله بشپړ ویجاړ شوي او اوسېدونکي یې "وږي او بې سرپناه دي."
دغې ادارې ویلي:"څوک چې له زلزلې ژوندي راوتلي د اوسېدو لپاره ځای نه لري. هغوی وېرېدلي او وږي دي. ډېرو یې شپه په ویجاړۍ کې له سرپناه پرته تېره کړې. دا پېښه داسې مهال شوې، چې د دغه هېواد درېمه برخه وګړي په دې نه پوهېږي چې خپل د بل وخت خواړه له کومه کړي."
له دې وړاندې د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې "اوچا" هم ویلي و چې، زلزلې هرات کې شاوخوا یوولس زره او پنځه سوه کسان زیانمن کړي دي.
د اوچا د شمېرو له مخې، ۱۶۵۵ کورنیو له ډلې د زلزلې مرکز زنده جان ولسوالۍ کې ۱۳۲۰ کورنۍ، انجیل کې ۱۵۰ کورنۍ، ګلران کې ۹۵ کورنۍ، کهسار کې ۶۰ کورنۍ او کشک ولسوالۍ کې ۳۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
یادې ادارې همدا راز ویلي، له خپلو کورنیو پاتې ۳۳ ماشومان، ۱۵ د پاخه عمر کسان او ۴۸ هغه کورنۍ پېژندلي
چې سرپرستي یې ښځو ته ورپاتې ده.
د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونسیف" هم ویلي و چې زلزلې لږ تر لږه ۹ زره کورونه ویجاړ کړي دي.