د طالبانو د خوړو او درملو اداره: سلګونه خالي بستونو ته متخصصین نه شو موندلی

taliban

د عکس سرچینه، AFDA

په افغانستان کې د طالبانو د خوړو او درملو اداره چې یوه له مهمو هغو بلل کېږي، د مسلکي کسانو او متخصصینو له جدي کمښت سره مخامخ ده.

د دې ادارې اوسنی مشر ډاکټر عبدالباري عمر وايي، سږ کال یې د ازادو سیالیو له لارې لس یا یوولس ځله د سلګونه تشو بستونو د ډکولو لپاره ازموینې اخیستې خو وړ کسان یې نه دي موندلي.

ښاغلی عمر چې د برېښنایي ازموینو په پرانیستغونډه کې یې خبرې کولې وایي: "د خوړو او درملو د برخې متخصصین په افغانستان کې ډېر کم دي او دې برخې چندان کار نه دی شوی، موږ د خوړو د خوندیتوب لپاره په ټول هېواد کې لس نفره هم متخصصین نه شو پوره کولای."

دغه طالب چارواکی بیا هم په دې برخه کې د شته تشې پړه په تېر جمهوري حکومت ور اچوي چې ګواکي دې مهمې برخې ته یې کار نه دی کړی.

خو د رپوټونو له مخې واک ته د طالبانو بیا راستنېدو نه وروسته په تېرو څه د پاسه دوو کلونو کې سلګونه او آن زرګونه علمي کادرونه او د مختلفو برخو متخصصین له هېواده وتلو ته مجبور شوي.

taliban

د عکس سرچینه، ADFA

د دې خلکو د وتلو ځینې لاملونه هم هلته پر زدکړو لګېدلي بندیزونه، پر ځای یې د نامسلکي کسانو ګمارل، اقتصادي ستونزې،‌ بهر ته د تللو فرصتونه او ګڼ نور ټولنیز محدودیتونه بلل شوي.

داسې کره شمېرې او مالومات نه شته چې وښيي د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې څومره متخصصین او مسلکي کسان له افغانستانه وتلي دي.

د طالبانو حکومت دغه چارواکی بیا وایي په حکومت کې یې ګومارنې له واسطو او خپلوۍ پالنې پرته ترسره کېږي او وایي حکومت یې ژمن دی چې "کار اهل د کار ته وسپاري."

خو د طالبانو پر حکومت لویه نیوکه دا ده چې په حکومت کې یې په لوړو او مهمو څوکیو یوازې د خپلې ډلې هغه کسان ګوماري چې د جګړو پر وخت یې همفکره او پلویان وو. آن تر دې چې د ځینو پوهنتونونو مشران یې داسې کسان ګومارلي‌ چې پوهنتونونو کې د تدریس یا دندې هیڅ تجربه نه لري.

ښاغلی عمر دارنګه د ټولو ستونزو حل په زدکړو پورې تړلی او په ټکو یې: "اوس باید تعلیم ته ډېر کار وشي ترڅو افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي."

پر زدکړو د دغه طالب چارواکي ټینګار داسې مهال کېږي، چې د ۲۰۲۱ کال اګست وروسته واک ته طالبانو بیا راستنیدلو وروسته د افغانستان پر نیمو وګړو یعنې نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او لوړو زدکړو دروازې تړل شوې دي.

taliabn

د عکس سرچینه، ADFA

د طالبانو په حکومت کې د خوړو او درملو ملي اداره وایي واک ته له رسېدو وروسته یې د دې ادارې فعالیتونه ټولو ولایتونو او سیمو ته پراخ کړي او ډېر کسان یې په دندو هم ګومارلي دي.

دوی وایي دا کار یې د دې لپاره کړی چې یاده اداره او کارونه نیغ په نیغه د خلکو له ژوند سره سر و کار لري.

د خوړو او درملو ملي اداره چې د خلکو د ژوند دوو مهمو توکو یعنې خوړو او درملو په برخه کې فعالیت لري، په افغانستان کې د خوړو او درملو واریدونکو او تولیدي کارخونو او شرکتونو ته د کار اجازه ورکوي، تولیدي محصولات ثبت او د کیفیت له پلوه ارزوي، بیا یې بازار ته وړاندې کولو ته اجازه ورکوي، کلنیکي ازموینې تنظیم او کنټرولوي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د خوندیتوب څارنه کوي،کیفیت یې کنټرولوي، یادو توکو ته کېدونکي اعلانونه تنظیم او کنټرولوي او پر سرغړونکو د قانون پلي کول یې مهمې دندې بلل کېږي.