تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د القاعده د پخواني مهم قومندان افغانه مېرمن: که عراق ته ولېږل شي، ژوندی نه پاتې کېږي
- Author, عنایت الحق یاسیني
- دنده, بيبيسي کابل
د القاعده د یو پخواني قومندان عبدالهادي العراقي کورنۍ، چې اسامه بن لادن ته یو نژدې کس بلل کېږي، له امریکا غوښتي هغه د "بشري خواخوږۍ" له مخې خوشی کړي.
العراقي یو له هغو څو کسانو دی چې لا هم په ګوانتنامو زندان کې پاتې دی او ټاکل شوې په عراق کې یوه زندان ته واستول شي.
د بيبيسي له عنایت الحق سره په ځانګړې مرکه کې چې له رسنیو سره یې لومړۍ خبرې دي، د عبدالهادي العراقي مېرمن سونیا امیري وايي، د مېړه ژوند ته یې ګواښ دی.
"هغه باید عراق ته ونه لېږل شي، هغه د افغانستان تابعیت لري، زه هم افغانه یم، د هغه څلور بچي هم افغانان دي، هغه ګوانتنامو کې ژوندی پاتې کېدی شي، نه عراق کې. موږ تېرو ۱۸ کالو کې دلته ډېر کړېدلي یو او هغه هلته، پرېږدئ چې هغه خپلې کورنۍ سره یوځای شي."
د العراقي وکیلانو د امریکا په یوه فدرالي محکمه کې عراق ته د نوموړي د استولو پر ضد عریضه کړې او وايي چې هلته به ځورونو سره مخ شي او مناسبه درملنه یې نه کېږي.
نوموړی په خوځنده څوکۍ ګرځي او په ګوانتنامو کې یې د ملا شپږ عملیات کړي دي. د عبدالهادي العراقي وکیلان وايي، امریکايي چارواکو ورته ویلي، چې هغه به عراق ته استوي خو روښانه نه ده چې څه وخت ښايي ولېږل شي.
په امریکا د ولسمشر بایډن اداره مخکې له دې چې کاري موده یې پای ته ورسېږي، غواړي ګوانتنامو زندان خالي کړي.
د العراقي زوی عبدالله چې څه نا څه ۲۵ کلن دی، بيبيسي سره خبرو کې وویل، "کله یې چې زما پلار ونیول شو، زه شپږ کلن وم، هغه روغ جوړ و، خو اوس په پښو شل دی، دا هر څه په ګوانتنامو کې وشول، هغه له ډېرو ستونزو سره مخ شوی، اوس باید اجازه ورکړل شي چې موږ سره یو ځای شي."
۶۳ کلن عبدالهادي العراقي په ګوانتنامو کې تر ټولو د ډېر عمر بندي بلل کېږي. د نوموړي اصل نوم نشوان التمر دی او په ۱۹۶۱ کال کې د عراق په موصل کې زېږېدلی.
افغانستان ته څنګه لاړ، چېرې ونیول شو؟
هغه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د عراق په پوځ کې ډګرمن و او په ۱۹۹۰ لسیزه کې افغانستان ته ولاړ . پر هغه تور دی چې په افغانستان کې د امریکا پر ایتلافي ځواکونه بریدونه هم کړي دي.
عبدالهادي العراقي په ۲۰۰۶ کال کې د ایران له لارې له افغانستانه ترکیې ته تللی و او غوښتل یې له هغه ځایه عراق کې خپلې کورنۍ ته ولاړ شي. خو په ترکیه کې ونیول شو. د نیول کېدو پر مهال یې مېرمن هم ورسره وه. سونیا امیري چې په ۱۵ کلنۍ کې یې له العراقي سره واده کړی، ادعا کوي له القاعده سره یې د مېړه د اړیکو او اصلي نوم په اړه مالومات نه لرل. خو وايي په واده یې "پښېمانه نه ده."
"موږ نه پوهېدو چې څه خبره ده، کله چې هغه ونیول شو بیا پوه شوو چې د هغه نوم عبدالهادي العراقي دی." اغلي امیري زیاتوي، ترکیه کې له نیول کېدو وروسته، کابل ته الوتکه کې یوړل شول.
نوموړې وايي، په افغانستان کې په هوايي ډګر کې یې مېړه له دوی بېل کړل شو خو دا او بچیان یې له پلټنو وروسته پرېښودل شول او "سرپناه" ورکړل شوه، بچیانو یې همدلته په کابل کې زدکړې وکړې او یوه لور یې "انځور ګره ده." اغلې امیري دوه زامن او دوه لوڼې لري.
عبدالهادي العراقي په ۲۰۲۲ کال کې په جنګي جرمونو کې د ښکېلتیا پړه منلې او د امریکا یوه پوځي قاضي په ۳۰ کاله بند محکوم کړی دی. نوموړي دا هم منلې وه چې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې یې د امریکا پر ایتلافي ځواکونو بریدونه کړي وو. عبدالهادي العراقي دا هم ویلي دي، چې په بامیانو کې د بودا مجسمو په نړولو کې له طالبانو سره همکاري کړې وه.
د عبدالرحمان په نوم د افغانستان تابعیت
خو مېرمن یې، چې له تېرو نژدې ۱۸ کلونو په کابل کې خپلو څلور اولادونو سره اوسېږي، ادعا کوي چې هغه بې ګناه دی، "مېړه مې بې ګناه دی، هغه کلونه چې موږ سره یې تېر کړي دي، نه یو پوه شوي چې القاعده لپاره یې کار کړی وي."
عبدالهادي العراقي چې په پښتو او دري هم خبرې کوي، د افغانستان تابعیت لري. نوموړي ته د برهان الدین رباني د حکومت پر مهال مجاهدینو د عبدالرحمان په نوم د تابعیت تذکره ورکړې وه او مېرمن یې وايي، "په همدې نوم یې پېژانده."
اغلې امیري د عبدالرحمان په نوم د عبدالهادي العراقي د تذکرې یوه مثنی هم بيبيسي ته وښوده، چې په وینا یې نويمو کلونو کې د مجاهدینو حکومت د نورو عربانو ترڅنګ، نوموړي ته هم ورکړې وه. د هغې په وینا، دا مثنی یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې اخیستې.
د عبدالهادي العراقي او د کورنۍ ترمنځ یې د سره صلیب له لارې د لیکونو تبادله کېږي، دوی همدارنګه د سکایپ له لارې هم خبرې کوي او سره صلیب یې په زندان کې د هغه اخیستل شوي انځورونه هم کورنۍ ته سپاري.
د زندانیانو لېږدول
د ګوانتنامو پوځي زندان په کیوبا کې دی، چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش واکمنۍ کې پر افغانستان له برید وروسته په ۲۰۰۲ کال کې پرانیستل شو. په دغه زندان کې هغه کسان ساتل کېدل چې د اورپکۍ ضد عملیاتو پرمهال نیول شوي وو. یو مهال په کې تر ټولو ډېر ۸۰۰ زندانیان ساتل کېدل چې د طالبانو د حکومت ځینې اوسني مشران او وزیران هم په کې وو.
پر دې زندان د بشري حقونو ادارو نیوکه دا وه چې زندانیان په کې له تورونو پرته ساتل کېدل او د پوښتنو پرمهال ربړول شوي هم دي.
د تېرۍ اونۍ په پیل کې امریکا یوولس یمني زندانیان له ګوانتنامو نه یمن ته ولېږدول. اوس د کیوبا په دغه زندان کې یوازې ۱۵ کسان پاتې دي چې له جوړېدو راهیسې تر ټولو کم شمېر بلل کېږي.
اغلې امېري همدغو پرمختګونو ته هیله منه ده او تمه لري چې مېړه به یې د عراق په ځای کوم بل هېواد ته واستول شي.
"څو ورځې وړاندې امریکا ځینې یمني زندانیان خوشې کړل، دوی ټولو یو ډول جرم درلود. که هغوی خپل هېوادونو ته تللی شي، ولې دی نه شي تللی؟ کولای شي، عمان، قطر یا بل ځای او یا که هېڅ نه وي، افغانستان ته یې را واستوي."