تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بګرام د بندیانو کیسې: "هڅه مې دا وه چې ژوندی پاتې شم"
- Author, سحر بلوچ
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د افغانستان بګرام جېل نه پر ۲۰۱۴ کال خوشي شویو څو کسانو له هغې خصوصي ادارې سره کیسې کړې دي، چې د دوی د خوشي کولو لپاره یې کار کړی دی.
دغې ادارې په خپل رپوټ کې د دوی نوم یا پېژندګلي نه ده کړې.
د فیس فرام دي فرنټییرز، سټوريز اف بګرام ډیټیني (د سرحد څېرې: بګرام جېل کې د بندیانو کیسې) په نوم رپوټ کې د پاکستان د مختلفو سیمو له ۴۳ داسې کسانو سره خبرې شوې چې د افغانستان په مختلفو ښارونو کې په یو نه یو شک بندیان شوي وو.
بګرام کې کلونه بندي وو، خو د دوی په خلاف کوم تور ثابت نه شو، ځکه پر ۲۰۱۴ کال خوشي شول.
د بند په مهال نه دا چې دوی ژوند سخت غېزمن شوی، بلکې اوس یې چې د خوشي کېدو پنځه کلونه کېږي بیا هم عادي ژوند نه لري.
"هڅه مې دا وه چې ژوندی پاتې شم"
د شمالي وزیرستان برکت خان پر ۲۰۰۶ کال د نوکرۍ لپاره پېښور ته لاړ له هغه ځای له یوه کارګر سره د افغانستان جلال اباد ته لاړ او په یوه جوړېدونکې ودانۍ کې یې کار کاوه.
کار ډېر و، ما هم له پوښتنې پرته هلته کار پیل کړ.
له دې ودانۍ بشپړېدو وروسته برکت خان دلته واړول شو، خو څو ورځې تېرې نه وې چې افغان پوځیانو دلته ټول کسان ونیول.
"وړه کوټه کې یې واچولم، هره ورځ یې وهلم، سخته یخنۍ کې به ارکنډېشن او سخته ګرمۍ کې به هېټر چالان و، بیا به یې وهلم، ما به پوښتل چې ولې مې وهئ، خو وروسته مې دا پوښتنه هم نه شوه کولی، یواځې دا هڅه مې وه چې ژوندی پاتې شم".
اته کاله بند وروسته برکت خوشی شو، خو کوم تور پرې ثابت نه شو.
هر ږیرور طالب نه دی
عثمان یوسف هم د وزیرستان دی، پر ۲۰۰۷ کال له کابل ښار ۲۵ کیلومتره لرې ونیول شو، چې د تبلیغ لپاره تللی و.
دی وايي له کابل بهر یې امریکایانو ګاډی ودراوه:
"زما سره لس کسان و، زما اوږده ږیره وه، زه یې ګوښی کړم، امریکایانو وویل، دا ږیرور خو مجاهد نه دی، ور سره یې زما وهل ټکول پیل کړل".
نوموړی وايي، تور پر ولګېد چې پاکستانیو مجاهدینو ته وسله رسوي.
"زما اوس هم د هغه امریکايي بوټ یاد دی چې هر سوال پوښتلو سره به یې پر ما ګوزار کاوه".
عثمان اوه کاله وروسته خوشی شو.
له ایران عراق، بیا بګرام پورې سفر
د پنجاب هارون د وریجو کاروبار درلود. په ۲۰۰۴ کال د ایران مذهبي ښار قم ته ځي، چې خپل کار پراخ کړي، د محرم میاشت کې عراق ته ځي.
کله چې یوه هوټل کې اوسي، برتانوی پوځ عملیات کوي، د هارون په ګډون څو کسان نیسي.
په دغه مهال ډزې پیلېږي، هاروه بې هوښه کېږي:
"کله چې په هوښ شو، په زولنو تړلی وم، څو غاښونه مې مات وو، سا مې اخیستلی نه شو، څو ورځې بند کې هم په ځنځیر تړلی و، وروسته یې امریکايي پوځ ته وسپارلم".
هارون لس کاله وروسته خوشی کېږي.
له بګرام خوشي شوي پاکستاني بندیان
بګرام کې بندي شوي ډېری پاکستانیان مزودران یا سوداګر وو، خو په ټولو د القاعده او د هغې د ملګر تور پورې شوی، مګر ثابت شوی نه دی.
بګرام ته د افغانستان ګوانتانامو هم وايي، چې یو وخت بګرام هوايي اډه کې و.
دې بند کې د زندانیانو سره د چلن کیسې پر ۲۰۱۲ را پورته شوې او وروسته افغان حکومت غوښتنه وکړه چې بیا په ۲۰۱۳ کال کې دا بند ور وسپارل شو.
دې بند کې له دریو زرو بندیانو تراوسه زر کسان خوشي شوي دي چې پاکستانیان هم پکې دي.
د عدالت پروژې یا جسټس پراجکستان پاکستان مشره ساره بلال وايي، دا بندیان خوشي شوي، خو لا یې هم همغې ورځې سو چ کې ګرځي:
"دوی لا هم پخواني ژوند ته ستنېدنلی نه شي او سختې رواني ستونزې لري."
د هغې په خبره، دې بندیانو کې درې داسې کسان هم و چې د ذهني ځور له امله مړه شول.
د بې نظیر بوټو د حکومت یو پوځي چارواکي تورنجنرالی عبدالقیوم له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د پاکستان حکومت په ځلونو امریکا ته وویل چې که اسامه غواړي ور وبه یې سپاري، خو د امریکا د هغه وخت ولسمشر ویل، یا زموږ سره یا زموږ خلاف ودرېږئ:
"هغه وخت ولسواکي نه وه، هرڅه په یوه امر کېدل، ځکه حکومت د خپل واک پیاوړي کولو لپاره بهرني ځواک ته اړتیا لرله."
د نوموړي په خبره، ملا عبدالسلام ضعیف پاکستان کې سفیر و، خو حکومت امریکا ته وسپاره، هغه سره بد چلن وشو، ګوانټانامو ته واستول شو، خو درې کاله وروسته بې ګنا وبلل او خوشی شو.
نوموړی وايي، د هغه د پاکستان ولسمشر او پوځي مشر پروېز مشرف خپله ویل، امریکا ته یې دومره کسان ونیول او ور وسپارل، څومره یې چې غوښتي وو.
دغه جنرال د دومره ډېر وخت لپاره د بندیانو بې ثبوته ساتل د انساني حقونو خلاف ورزي بولي.