د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر: افغانستان سره خبرو لپاره کابل ته خپل ایالتي پلاوی استوم

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر وايي، د خپل ایالت په استازولۍ افغانستان ته پلاوی استوي او غواړي چې مسایل ورسره د خبرو اترو له لارې حل کړي.

علي امین ګنډاپور ویلي، د خپلو خلکو د ژوند ژغورل ور ترغاړه دي او ولس چې د دوی ګوند ته یې رایې ورکړې، ځواب ترې غواړي.

هغه ظاهرآ د پاکستان پر مرکزي حکومت او پوځي اسټبلېشمنټ په نیوکې سره زیاته کړې چې "زموږ وینه تویېږي خو د چا پروا هم پرې نشته – تر کله به یې زغمم؟"

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دا څرګندونې له هغې وروسته په خپله لومړۍ وینا کې کړي چې د ګوند ملګرو یې اسلام اباد ته په یوه جلسه کې ګډون لپاره له تګ وروسته څو ساعتونو لپاره د بې‌درکه کېدو خبر ورکړی و.

د تحریک انصاف ځینو مشرانو ان دا ادعا هم کړې وه،‌ چې نوموړی په اسلام اباد کې نیول شوی دی.

پخپله د دغه ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان هم رسنیو ته ویلي وو چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر نیول شوی و.

علي امین ګنډاپور سره د اړیکې ټېنګېدو خبر لومړی د هغه ورور فیصل امین ورکړ.

هغه د اېکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ولیکل چې ورور یې د سولې په اړه له یوې اوږدې غونډې وروسته بېرته خپل ایالت ته ګرځېدلی دی.

اوس ښاغلي ګنډاپور ویلي "زه ورته وایم موږ پرېږدئ چې افغانستان ته پلاوی واستوو. زموږ ګاونډی دی. په یوه ژبه خبرې کوو... خو هېڅوک پروا نه کوي، ځکه وینه زموږ تویېږي."

هغه زیاته کړې "زه له دې ځایه اعلان کوم چې پخپله به له افغانستان سره خبرې وکړم، که تاسې خپلې پالیسۍ لرئ په خپل کور کې یې وساتئ. زه به د صوبې په حیث افغانستان سره خبرې وکړم. پلاوی به واستوم. له افغانستان به کښېنم، خبرې به وکړم او مسله به حل کړم."

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې تېرو درېیو کلونو کې په پښتونخوا او له ډیورنډ کرښې کښته پخوانیو قبایلي سیمو کې امنیتي پېښې پام وړ ډېرې شوې دي.

د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کوي چې په دغو پېښو کې ښکېل وسله وال له افغانستانه ور اوړي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي پاکستان دې د امنیت په ټینګښت کې د خپلې ناکامۍ پړه پر دوی نه اچوي.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت تېرو کلونو کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټي‌ټي‌پي) سره د سولې څو پړاوه خبرې هم وکړې، خو کومې پایلې ته ونه رسېدې او دا لړۍ یې اوس په چورلټ ډول درولې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا وخت ناوخت تر سرحدي نښتو او په ورځو ورځو د تګ راتګ او سوداګرۍ د لارو تر تړلو کې هم رسېږي.

بلخوا علي امین ګنډاپور پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښو مخنیوي لپاره د سوله‌ییزو هڅو خبره داسې مهال کړې، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر یوولسمه د دغه ایالت خیبر ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې هاخوا د پرتو پښتنو د یوې لویې غونډې د جوړولو اعلان کړی دی.

منظور پښتین دې غونډې ته "د پښتنو قامي عدالت" نوم ورکړی او ویلي یې دي،‌ چې د کوزې پښتونخوا پښتانه ولسونه به پکې د ورپېښو مسایلو د حل پر لارو چارو بحث او پرېکړه کوي.‌