ټېک ‌ټاک د تنکیو ځوانانو د رواني روغتیا زیانمنولو له کبله محکمې ته کش شوی

په امریکا کې له دوولس ډېرو ایالتونو د ټېک ټاک پر ضد قانوني اقدام کړی او دا ټولنیزه رسنۍ يې په تنکیو ځوانانو کې د رواني روغتیا له کړکېچ سره په مرسته تورنه کړې.

له ټول هېواده ۱۴ د دوه‌ګوني ګوندونو (جمهوري او ډیموکراټ) لوی څارنوالانو ادعا کړې چې دا شرکت په اپلکېشن کې داسې روږدي کوونکې ځانګړنې کاروي چې ماشومان پرې ورماتېږي او دا چې عمداً یې خلکو ته د اوږدې مودې کارونې د خوندیتوب په اړه غلط معلومات ورکړي دي.

ټېک ټاک دغه ادعا "نهیلې کوونکې" بللې او ویلي یې دي چې په باور یې، ډېری ادعاوې "ناسمې او تېر ایستونکې" دي.

دا پلټفورم وار له مخه په اپرېل کې د کانګرس لخوا له تصویب شوي قانون سره مبارزه کوي چې په کې شرط ایښودل شوی چې که د ټېک ټاک چینایي شرکت بایټ ډانس یې له پلورلو سره هوکړه ونه کړي، ټېک ټاک به په امریکا کې بند شي.

د نیویارک په محکمه کې د سې ‌شنبې په ورځ ثبت شوې قضیه کې ویل شوي، "ټېک ټاک پوهېږي چې د کاریال یا اپلکېشن ورښکونکی استعمال او نور زیان رسوونکي اغېزونه يې د میلیونونو امریکایي ماشومانو او تنکیو ځوانانو رواني روغتیا ته پراخ زیان اړوي."

په قضيه کې راغلي، "له دغو مستندو معلوماتو سره سره، ټېک ټاک په دوامداره توګه خپل پلټفورم 'خوندي' او 'ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته مناسب' معرفي کوي."

د نیویارک څارنوالې لیټیشیا جیمز ویلي چې په ټوله امریکا کې ځوانان د ټېک ټاک "چلینجونو" کې مړه شوي یا ټپیان شوي او ګڼ نور ځوانان د ټېک ټاک د روږدي کوونکو ځانګړنو له امله "زیات خپه، ناآرامه او ژور خپګان ته تللي".

هغې زیاته کړې، "ټېک ټاک ادعا کوي چې د هغوی پلټفورم د ځوانانو لپاره خوندي دی، خو دا ریښتیا نه ده"

په قضیه کې ځینو داسې ځانګړنو ته اشاره شوې چې د ستونزو لامل کېږي لکه داسې خبراوي چې خوب ګډوډوي؛ داسې ویډیوګانې چې ورکېږي او کارنان اړباسي چې بیا بیا په دغه کاریال کې پسې وګرځي؛ او د ښکلا داسې فلټرونه چې د کارنانو بڼې بدلولی شي.

ټیک ټاک د سه‌شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، "موږ په کلکه دغه ادعاوې ردوو او باوري يو چې ناسمې او تېرایستونکې دي".

د ټېک ټاک په اعلاميه کې راغلي، "موږ د تنکیو ځوانانو د خوندي کولو لپاره په خپلو کارونو ویاړو او ژمن یو چې خپل کاریال د لا ښه کولو لپاره تازه کړو."

دغه قضیه له محکمو غواړي چې ټېک ټاک له ورته کړنو منع کړي او مالي جریمې پرې وضع کړي.

د خدماتو د تنظیم ادارو د ځوانانو په رواني روغتیا د اغېز په خاطر د فیسبوک او انسټګرام پر ضد هم ورته قضیې پیل کړې.

خو دا دعوې ټیک ټاک ته قانوني ستونزې تر نورو ډېرې سختوي ځکه وار له مخه په امریکا کې له ننګونو سره مخ دی؛ خو هلته اوس مشهور هم دی او په امریکا کې يې له نیمایي ډېر ځوانان په ورځ کې څو ځله کاروي.