تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نوي زیلنډ هم پر ټېک ټاک بندیز ولګاوه
نوی زيلنډ يو بل هېواد شو، چې د ټولنيزو رسنيو پر ټېک ټاک اپ يې بنديز لګولی دی.
د نوي زیلنډ چارواکو ويلي، د وېډيو دا اپ به د دې مياشت له پایه ټولو هغو وسيلو کې بند وي، چې پارلماني شبکې ته لاسرسی لري.
دغه اپ د چين دی. ټېک ټاک هغه ادعاوې ردوي، چې ښايي دا اپ د چين استخباراتو ته يوه کړکۍ پرانيزي.
ټېک ټاک دا مهال په نړۍ کې د فیسبوک او ټوېټر په شان په نړۍ کې ډېر کارونکي لري.
نړۍ کې دری نیم میلیارده کسانو ټېک ټاک اپ ډولوډ کړی دی. خو له هر څه سره سره، ښکاري چې لوېدیځو حکومتونو دې لویې ټولنیزې شبکې پسې را اخیستې دي.
په دې وروستیو کې پر دې شبکې په امریکا، کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو کې یو څه محدودیتونه ولګول شول.
د بریتانیا حکومت هم ویلي، د چین اړوند خواله رسنۍ ټېک ټاک به د امنیتي دلایلو له امله د بریتانیا په دولتي ادارو او د وزیرانو او حکومتي مامورینو په ټیلیفونونو او نورو وسیلو کې بند شي.
ځینو هېوادونو په بشپړ ډول پر ټیک ټاک بندیز لګولی دی، د بېلګې په توګه هند په خپل ټول هېواد کې دغه ټولنیزه رسنۍ بنده کړې ده.
بېجېنګ په دې اړه غبرګون ښوولی دی. وايي دا د ازاد بازار هېوادونو "منافقت" دی.
د ټکنالوژۍ کارپوهانو په وینا ټېک ټاک اپ ډونلوډولو سره ستاسو د ټیلیفون، کمپیوټر او یا ای پي ادرس په اړه معلومات راټولولی شي.
ټېک ټاک شرکت ویلي، هېڅکله خپل مالومات چینايي حکومت ته نه ورکوي، خو د چین د قانون له مخې شرکتونه د اړتیا پر وخت که ترې وغوښتل شي، د چین کمونیست ګوند سره باید مرسته وکړي.