کاناډا په حکومتي وسایلو کې ټیک ټاک بندوي

    • Author, مایک وېنډلېنګ
    • دنده, بي بي سي نیوز

کاناډا غواړي له راتلونکې سه شنبې په حکومتي وسایلو کې د ټیک ټاک اپ کارول بند کړي.

دا پرېکړه د کاناډا د اطلاعاتو د مشر چارواکي له ارزونې وروسته شوې او د حکومت یو ویاند په یوې خپرې شوې وینا کې ویلي ټیک ټاک "خصوصي حریم او امنیت لپاره داسې یو ګواښ پېښوي چې د منلو وړ نه دی."

خو د ټیک ټاک یو ویاند وویل ددوی شرکت له دې پرېکړې مایوسه شوی.

څو ورځې وړاندې اروپايي کمیسیون هم همداشان یوه پرېکړه اعلان کړې وه.

امنیتي اندېښنې

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ترودو وویل ددې اپ په اړه کافي اندېښنې شته چې د دغسې یو بدلون اړتیا رامنځته کوي.

ښاغلي ترودو د دوشنبې پرورځ ټورنټو ته نژدې یو خبري کنفرانس کې وویل "دا به لومړی ګام او ښايي یواځېنی ګام وي چې موږ یې باید واخلو."

پر ټیک ټاک باندې نیوکې کېږي چې د خلکو له شخصي اطلاعاتو څخه کار اخلي او د چین حکومت سره اړیکي لري.

د ټیک ټاک اپ د کاروونکو لنډې ویډیوګانې خپروي او څښتن یې د بایټ ډانس لیمېټډ په نامه یو چینايي شرکت دی.

د تېر کال په وروستیو کې د متحدو ایالتونو حکومت دولتي کارکوونکي د ټیک ټاک له کارولو منع کړل او د تېرې دوشنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ حکومتي ادارو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړ چې له خپلو سیستمونو څخه ټیک ټاک اپ لیرې کړي.

یوشمېر امریکايي پوهنتونونو هم په خپلو شبکو کې ددې اپ کارول منع کړيدي. په هند او ځینې نورو اسیايي هېوادونو کې هم په پراخه توګه د ټیک ټاک پر کارولو بندیز لګول شوی.

د ټیک ټاک خاوند شرکت ټینګار کوي چې د چین حکومتي مامورین په رسمي توګه د کاروونکو معلوماتو یا ډېټا ته لاسرسی نه لري او وايي چې د ټیک ټاک یوه بله چینايي بڼه له هغه اپ څخه جلا ده چې د نړۍ په نورو برخو کې کارول کېږي. خو تېر کال، دغه شرکت ومنله چې په چین کې ددې شرکت ځینې کارکونکي کولای شي د اروپايي کارونکو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

په نظر کې ده چې د مارچ پر ۱۵مه د اروپايي کمیسیون کارکوونکو لپاره پرټیک ټاک بندیز عملي کړل شي.

د خصوصي حریم په اړه کاناډايي څارونکي چارواکي هم د ټیک ټاک د کاروونکو د اطلاعاتو په اړه اندېښنو په هکله پلټنې کوي، په تېره بیا په دې هکله چې کله چې د ټیک ټاک خاوند شرکت د خلکو شخصي اطلاعات راټولوي ایا له کارونکو څخه "باوري او با مفهومه" رضایت ترلاسه کوي که نه.

د ټورنټو د میټروپولیټن پوهنتون د سوشل میډیا لابراتوار د څېړونکو یوه وروستۍ سروې وايي کاناډا کې تقریبا یو پرڅلورمه برخه بالغ کسان د ټیک ټاک اپ کاروي.

د کاناډا د ماليي وزارت د یوې کمېټې مشرې مونا فورتېیرپه یوې خپرې شوې ویناکې ویلي حکومت "ژمنه کړې چې حکومتي اطلاعات به خوندي ساتي".

په روانې اونۍ کې به له ټولو هغووسایلواو تیلیفونونو څخه چې حکومتې کارکونکو ته ورکړل شوي د ټیک ټاک اپ لیرې کړل شي او ډونلوډ به یې بند شي.

مېرمن فورتیېر وویل "پر یوې ګرځنده یا موبایل وسیلې باندې، د ټیک ټاک لخوا د اطلاعاتو راټولو طریقې په مرسته کېدای شي د تیلیفون محتویاتو ته په پراخه توګه لاسرسی وشي." او "پداسې حال کې چې ددې اپلیکېشن د کارولو خطرونه واضح دي، خو اوس موږ تراوسه داسې شواهد نه لرو چې حکومتي اطلاعات دې غلا شوي وي."

د ټک ټاک ځواب

د ټیک ټاک د خاوند شرکت یو ویاند په یوې خپرې شوې وینا کې وویل پر حکومتي وسایلو باندې بندیز لګول شوی خو "پرته له دې چې د ټیک ټاک په اړه د کومو مشخصو امنیتي اندېښنو یادونه وشي یا موږ سره تماس ونیول شي چې له دې پرېکړې وړاندې ددوی پر اندېښنو باندې بحث وشي."

ویاند زیاته کړي: "موږ تل چمتویو چې له حکومتي مامورینو سره وګورو او بحث وکړو چې د کاناډایانو خصوصي حریم او امنیت څنګه وساتو، خو په داسې ډول د ټیک ټاک په نښه کول د غه ګډ هدف ته رسېدو سره مرسته نه کوي."

"یواځې دا کوي چې د داسې یو پلټفورم له لارې چې د میلیونونو کاناډایانو خوښېږي - خلکو ته د مامورینو د لاسرسي مخنیوی کوي."