امریکا وايي‌ یو افغان یې د 'داعش-خراسان' ډلې د ملاتړ په تور نیولی

د امریکا د کورنیو امنیت اداره وايي، د جان شاه صافي په نامه یو افغان یې نیولی چې په وینا یې د عراق او د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش-خراسان) څانګې ملاتړ یې کاوه او خپل پلار ته یې هم وسلې برابرې کړې دي چې په افغانستان کې د یوې وسله‌والې ډلې قومندان دی.‌

د امریکا د کورني امنیت وزارت وزیرې کرسټي نووم د چارشنبې په ورځ وویل، یاد سړی ددغه هېواد د کډوالۍ او ګمرګ د څار ادارې د کورني امنیت د څېړنې څانګې مامورانو د ویرجینیا ایالت په واینز بورو کې ونیو.

دغه اداره وايي، صافي یو غیر قانوني کډوال "ترهګر" دی چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر اتمه په د پنسلوانیا فیلادلفیا کې د بایډن د ادارې "د ملګرو هرکلی عملیاتو" یا پروګرام کې امریکا ته راغلی، د موقتي خوندیتابه لپاره یې غوښتنلیک ورکړی و، چې د وزیرې کرسټي نووم له لوري د افغانانو د موقت خوندیتوب پرګرام له لغوه کېدو سره د هغه غوښتنلیک هم لغوه شو.

د کورني امنیت وزیرې کرسټي نووم ویلي: "نن زموږ زړور افسرانو جان شاه صافي ونیو، یو ترهګر چې د "اسلامي دولت" نومې (داعش-خراسان) لپاره یې مادي ملاتړ برابر کړی و. دا "ترهګر" زموږ د هېواد له پلازمېنې څو مایله لرې ونیول شو، چېرې چې زموږ زړوره ملي ګارډه سارا بیکسټروم او اندرو وولف، یوازې څو ورځې وړاندې د یوه بل هغه نا ارزول شوي افغان "ترهګر" له لوري وویشتل شول چې زموږ هېواد ته راوستل شوی و".

د وزیرې کرسټي نویم په وینا: "د بایډن اداره د امریکا په تاریخ کې د ملي امنیت له تر ټولو بدو کړکېچونو یو رامنځته کړ. بایډن شاوخوا ۱۹۰،۰۰۰ ناارزول شوي افغانان زموږ هېواد ته راوستل – د امریکا خاورې ته له داخلېدا وروسته سملاسي د دوی هویت او نیتونه معلوم شول. ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ له ۲۰ راهیسې هره ورځ د دې غیرقانوني ملي امنیت کړکېچ د ختمولو لپاره کار کوي."

د امریکا ولسمشر د افغانان کډوالو د بیا مېشتېدنې بهیر د جنورۍ پر ۲۰مه ودراوه،‌ چې په دې سره یې امریکا ته د افغانانو د تګ مخه ونیوله.

د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي، "د امریکایانو او زموږ د هېواد د خونديتوب او امنیت ساتل به زموږ یوازېنی تمرکز او ماموریت وي".

دا وايي‌ په څه کمه یوه اونۍ کې دا درېیم افغان دی چې نیول کېږي.

د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۶مه، د رحمن الله لکڼوال په نامه یو افغان چې په ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د افغانانو د ایستلو بهیر کې امریکا ته تللی و، له سپینې ماڼۍ څو بلاکونه لرې د ملي ګارډ پر دوو غړو ډزې وکړې.

لکڼوال په افغانستان کې د سي ای اې لپاره کار کړی و او په ۲۰۲۱ کې وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان حکومت نسکور کړ نوموړی امریکا ته وتښتېد. امریکا وېره لرله چې د لکڼوال په څېر کسان چې د امریکا سره یې کار کړی او يا تړاو لري د طالبانو له خوا به په نښه کړل شي.

امریکايي څارنوالانو په دغه هېواد کې مېشت افغان وګړی رحمان الله لکڼوال د تېرې چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ د يوه سرتېري د وژلو او بل ټپي کولو په تور رسمي تورن کړی دی.

د نومبر پر ۲۵مه، له برید یوه ورځ وړاندې، د محمد داوود الکوزي په نامه یو بل افغان، چې هغه هم په تېرو څلورو کلونو کې امریکا ته بېول شوی و، د ټکساس په فورټ ورت کې د بم چوولو ګواښونو په تور د سیمه‌ییزو چارواکو او د اېف‌بي‌ای ګډو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

محمد داوود الکوزي پر ټیک‌ټاک ویډیو خپره کړې وه چې ښيي هغه بم جوړوي او هدف یې د فورت ورت سیمه وه. الکوزی په ترهګریزو ګواښونو تورن شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د "درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو" به متحدو ایالتونو ته کډوالي "دایمي بنده کړي."

ټرمپ د خواله‌ رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي، چې دا پرېکړه به امریکا د کډوالۍ له هغو پالیسیو په بشپړه توګه رغېدو ته پرېږدي، چې د ده په وینا د ډیرو امریکایانو "ګټې او د ژوند شرایط" یې له منځه وړي دي.

د درېمې نړۍ هېوادونه عمومآ هغو ته ویل کېږي چې بې‌وزله، وروسته پاتې او له اقتصادي‌پلوه بې ثباته وي.‌

هغه د خپل دغه پلان جزییات او د هغو هېوادونو نومونه نه دي خپاره کړي، چې ښايي اغېزمن شي.

د نومبر وروستیو کې متحدو ایالتونو د ټولو افغانانو د کډوالۍ او پنا غوښتنې بهیر وځنډاوه او ویې ویل چې دا پرېکړه د "امنیت او د تفتیش پروتوکولونو" بیاکتنې ته انتظار باسي.