هغه افغان چې په ټېک ټاک یې د "ځانمرګي برید" ګواښ کړی و، په امریکا کې په رسمي ډول تورن شو

امریکايي چارواکو ويلي چې په ټېکساس کې يو افغان وګړی د "بمونو جوړولو او ځانمرګي بريد ګواښونو" له کبله تورن پېژندل شوی دی.

د امریکا عدليې وزارت د سې شنبې په ورځ (۲ ډسمبر) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ټېکساس د فورټ ورت سيمې اوسېدونکی ۳۰ کلن محمد داود الکوزي د نومبر پر ۲۳ پر ټېک ټاک، اېکس او فېسبوک خپره شوې ويډيو کې ګواښونه کړي دي.

د امریکا عدليې وزارت ويلي په ویډیو کې الکوزی د "طالبانو" ستاينه کوي او پر امریکايانو د "ځانمرګي بريد" کولو ګواښ کوي.

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي ای) ډلاس مشر جوزف روتراک ويلي، "د يوې ګواښوونکې انلاين ويډيو د راپورونو پر اساس د اېف بي ای د ترهګرۍ ضد ګډ کاري ځواک دا کس د تاوتریخوالي له ترسره کولو وړاندې نيولی دی".

لويې څارنوالې پامېلا بونډي ويلي، چې الکوزی "د بايډن د ادارې پر مهال امریکا ته لېږدول شوی او لکه څنګه چې ادعا کېږي دا یې روښانه کړې چې هغه دلته د امریکايي وګړو د وژلو لپاره راغلی دی."

که چېرې نوموړی په ايالتي کچه د ګواښوونکي پيغام ورکولو په تور پړ وپېژندل شي، هغه ته تر پنځو کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدلی شي.

الکوزی یوه اوونۍ وروسته له هغه ونيول شو چې د ملي ګارډ دوه سرتېري په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ته څېرمه په ډزو ووژل شول.

يو ۲۹ کلن افغان رحمان الله لکڼوال په دې پېښه کې رسماً د قصدي قتل لومړۍ درجې تور ولګول شو.

امریکايي‌ چارواکو منلې چې رحمان‌ الله لکڼوال یو وخت په افغانستان کې له سي‌ای‌اې سره کار کاوه.‌

د ملي ګارډ پر غړو بريد پراخ غبرګونونه راوپارول او د ټرمپ ادارې د کډوالۍ په پاليسو کې پراخ بدلونونه راوستل.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډزو هغه پېښه د امریکا ملي امنیت ته یو لوی ګواښ وباله او متحدو ایالتونو د ټولو افغانانو د کډوالۍ او پناه غوښتنې بهیر وځنډاوه او ویې ویل چې دا پرېکړه د "امنیت او د تفتیش پروټوکولونو" بیاکتنې ته انتظار باسي.

له هغه وروسته د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې د ټولو پناه غوښتنو په اړه یې پرېکړې درولې دي.

د نومبر پر ۲۸مه بیا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د "درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو" به متحدو ایالتونو ته کډوالي "دایمي بنده کړي."

ټرمپ د خواله‌ رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي و، چې دا پرېکړه به امریکا د کډوالۍ له هغو پالیسیو په بشپړه توګه رغېدو ته پرېږدي، چې د ده په وینا د ډېرو امریکایانو "ګټې او د ژوند شرایط" یې له منځه وړي دي.

څلور ورځې وړاندې د امریکا د کورني امنيت وزارت د څو نورو افغان وګړو نومونه او عکسونه خپاره کړل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مختلفو تورونو له کبله نيول شوي وو. ياد وزارت وايي دا وګړي به له امریکا وايستل شي.

د کورني امنيت وزارت پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلی چې دا وګړي د لسګونو زرو افغانانو په ډله کې راغلي وو چې د جو بايډن ادارې له خوا له "چاڼ" پرته امریکا ته لېږدول شوی وو.

دغه وزارت د جو بايډن د ولسمشرۍ پر مهال د دوی د تېر يا بګرونډ او د قضيې ارزونې پروسې په ترسره کولو نیوکه کړې او وايي، دغو وګړو "د امریکا سخاوت ته په تاوتريخوالي سره ځواب ورکړ."