د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو مشکوک بریدګر لکڼوال په رسمي ډول په وژنه تورن شوی

امریکايي څارنوالانو په دغه هېواد کې مېشت افغان وګړی رحمان الله لکڼوال د تېرې چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ د يوه سرتېري د وژلو او بل ټپي کولو په تور رسمي تورن کړی دی.

د يوه جنايي شکایت له مخې رحمان الله لکڼوال د ډزو کولو پر مهال د "الله اکبر" نارې وهلې چې یوه ګارډ پرې ډزې وکړې او ټپي یې کړ.

رحمان الله لکڼوال چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه امریکا ته کډه شوی و له روغتون پر انلاين بڼه محکمه کې د خپلې بې ګناهۍ اعتراف وکړ. د بي بي سي د همکارې رسنۍ سي بي اېس د راپور له مخې پر نوموړي د لومړۍ درجې وژنې يا قتل او د وژنې پر نيت د برید تورونه شامل دی.

له پېښې وروسته د ټرمپ حکومت د ټولو پناغوښتونکو قضيې ودرولې او په امریکا کې دننه یې د ټولو افغان وګړو له سره د بيا کتنې امر وکړ.

د ملي ګارډ ۲۰ کلنه سارا بيکسټرم د ټپونو له کبله ساه ورکړه او بل ساتونکی انډرو وولف چې سخت ټپي شوی وو لا هم په روغتون کې بستر دی. دواړه د دندې په موخه له لوېديځې ويرجينيا څخه پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته استول شوي وو.

په جنايي شکايت کې چې د امنيتي کامرو عکسونه هم شامل دي، څرګندوي څه چې څارنوالان وايي د تېرې چهارشنبې په ورځ د ځمکې لاندې اورګاډي تمځای ته څېرمه هغه مهال پېښ شول چې بيکسټروم او وولف د ملي ګارډ له نورو سرتېرو سره په ګزمه بوخت وو.

دغه دواړه ساتونکي چې پوځي جامې يې په تن وې ځايي وخت د ماسپښین شاوخوا ۲:۱۵ بجې له سپينې ماڼۍ څو ودانۍ لرې له دوو نورو ګارډانو سره په خبرو بوخت وو چې ډزې پیل شوې.

د محکمې د اسنادو له مخې، یوه څارونکي کله چې د ډزو غږونه واورېدل ویې ليدل چې وولف او بيکسټروم پر ځمکه راپرېوتل. هغه "سملاسي خپله وسله راوايستله او پر تورن یې ډزې وکړې."

"د ډزو پر مهال تورن په ډزو ولګېد او پر ځمکه ولوېد".

مشر افسر وويل، بريدګر ډزې بندې کړې او هڅه یې کوله وسلې ته مرمۍ واچوي چې بل ساتونکي پرې ورټوپ کړ او د استخباراتو افسرانو د تورن د نيولو په برخه کې مرسته وکړه.

وولف او بيکسټروم دواړه په سر ويشتل شوي وو او سملاسي روغتون ته ولېږدول شول. بيکسټروم بله ورځ مړه شوه. عدلي راپور ښيي چې د مرګ لامل یې پر سر د ګولې لګېدل وو او د مړينې ډول یې "قتل" بلل شوی دی.

د لوېديځې ويرجينيا والي پټرېک موريسي د دوشنبې په ورځ د انډرويو وولف حالت "مثبت" وباله او زياته یې کړه چې هغه د نرس اشارو ته ځواب ورکړی دی. نوموړي همدارنګه هغه ته د دعا غوښتنه وکړه چې په وينا یې "انډرو د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي".

د بي بي سي د همکارې رسنۍ سي بي اېس د راپور له مخې، محکمې ویلي چې د لکڼوال پر وړاندې قضیه "ډېره قوي" ده او له ضمانت پرته یې د هغه د ساتلو امر وکړ.

ابراهیم لکڼوال په افغانستان کې د سي ای اې لپاره کار کړی و او په ۲۰۲۱ کې وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان حکومت نسکور کړ نوموړی امریکا ته وتښتېد. امریکا وېره لرله چې د لکڼوال په څېر کسان چې د امریکا سره یې کار کړی او يا تړاو لري د طالبانو له خوا به په نښه کړل شي.

امریکايي چارواکو سي بي اېس ته ویلي چې د هغه د پناه غوښتنه په ۲۰۲۴ کال کې منل شوې وه او له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره یې د واشنګټن ايالت په بېلېنګهم کې ژوند کاوه.

د تېر کال د يوه ټولنيز کارمن د برېښنالیکونو له مخې لکڼوال له ټولنې واټن نيولی و او څو اوونۍ یې ځان په يوه کوټه کې ګوښی کړی و. دغه ټولنيز کارمن ويلي وو، دوی فکر کاوه چې نوموړی له رواني ستونزو سره مخ دی.