تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې د الاقصی جومات دومره حساس ځای ګرځېدلی؟
د اسرائيلو د ملي امنيت ښي اړخي وزير ايتامار بن ګوير د اشغال شوي ختيځ بيت المقدس په يوه سپېڅلي ځای کې عبادت کړی چې دا د منځني ختيځ په تر ټولو حساسو سيمو کې د څو لسيزو راهيسې شوې هوکړې سرغړونه ګڼل کېږي.
عکسونه او ويډيوګانې ښيي چي بن ګوير د الاقصی جومات په انګړ کې د عبادت کوونکو د يوې ډلې مشري کوي.
د الاقصی جومات/ حرم شريف د مسلمانانو لپاره درېیم سپېڅلی ځای دی. دا د معبد غره په نامه هم يادېږي چې د يهودانو لپاره هم ځانګړی مذهبي ارزښت لري.
مسلمانان په دې باور دي چې د الاقصی جومات هغه ځای دی چې د اسلام پيغمبر حضرت محمد(ص) ترې معراج ته تللی.
اسرائیلی وزير څو ځله دې ځای ته ورغلی خو دا يې لومړی ځل دی چې هلته عبادت کوي، دا کړنه د هغې پخوانۍ هوکړې خلاف ده چې يهودان يوازې د ورتګ اجازه لري او هلته عبادت نشی کولی.
د فلسطينۍ ادارې د مشر محمود عباس يوه وياند دا کړنه له "ټولو سرو کرښو تېری" بللی او حماس دا "د فلسطیني وګړو پر وړاندې د روان تېري زياتوالی" ياد کړی دی.
ګاونډيو هېوادونو هم د بن ګوير سفر غندلی. اردن چې د الاقصی جومات د چارو سمبالښت پر غاړه لري دا له نړيوال قانون په ښکاره سرغړونه بللې او سعودي دا "د يو افراطي وزير له خوا پاروونکي ګامونه" یاد کړي دي.
خو د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو دفتر په یوه بيان کې ویلي، هغه تړون کې چې يوازې مسلمان هلته د عبادت اجازه لري کوم بدلون نه دی راغلی.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر اوومې د حماس له بريدونو راهيسې اسرائيلو د الاقصی جومات ته د فلسطینيانو لاسرسی محدود کړی. له ۴۵ کلنو کم عمره نارینه، ځوانان او هغه فلسطينيان چې په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې ژوند کوي دلته د ورتلو اجازه نه ورکول کېږي.
د دې سيمې په اړه له اوږدې مودې راهیسې شخړې کېدې او په ۲۰۲۱ کال کې د اسرائيلو او حماس تر منځ د جګړې يو له مهمو ټکو څخه و.
د الاقصی جومات ولې دومره مهم دی؟
الاقصی جومات د بيت المقدس د زاړه ښار په زړه کې پر يوه غونډه چې مسلمانان يې حرم شريف بولي موقعيت لري.
دغه ۱۴ هکتاره احاطه يهودان د معبد غره په نامه پېژني.
الاقصی د ټول انګړ نوم دی چې د مسلمانانو دوه سپېڅلي ځايونه په کې دي، يو د الصخره ګنبد او بل د الاقصی جومات يا د قبله جومات چې په اتمه ميلادي پېړۍ کې جوړ شوی دی.
مسلمانان تر مکې مکرمې او مدينې منورې وروسته الاقصی د اسلام درېيم سپېڅلی ځای بولي.
بېلابېلې څېرې چې مسلمانان يې پیغمبران ګڼي لکه، ابراهيم (ع)، داود (ع)، سليمان (ع)، الياس (ع) او حضرت عيسی (ع) هلته عبادت کړی دی.
مسلمانان پر دې باور دي چې حضرت محمد (ص) په ۶۲۰ کال له مکې الاقصی جومات او له هغه ځايه معراج ته ولاړ.
همدغه ځای د معبد غر د يهودانو لپاره هم تر ټولو سپېڅلی ځای دی.
دوی پر دې باور دي چې سليمان (ع) هلته ۳۰۰۰ کاله مخکې لومړی معبد جوړ کړی. دويم جوړ شوی معبد له میلاد ۷۰ کاله مخکې د روميانو له خوا ويجاړ شوی.
دا د عيسويانو لپاره هم سپېڅلی ځای دی، دوی په دې باور دي چې عيسی (ع) په معبد کې تعليم ورکاوه او دعا يې کړې.
اوس د الاقصی جومات کنټرول له چا سره دی؟
اسرائيلو په ۱۹۶۷ کې له ګاونډيو عرب هېوادونو سره په جګړه کې د الاقصی جومات ونيو او د ختيځ بيت المقدس او لوېدیځې غاړې له نورو برخو سره يې يو ځای کړ خو د اسرائيلو دا ګام هېڅکله په نړيواله توګه په رسميت ونه منل شو.
هغه مهال دا سیمې د مصر او اردن له خوا کنټرولېدي.
د اردن هاشمي پاچا د الاقصی جومات کې د مسلمانانو او عيسوي عبادت ځايونو رسمي ساتونکی دی.
نوموړی د اسلامي وقف په نامه د يوې ادارې غړي ټاکي چې د دې څارنه کوي.
د يوه پخواني تړون له مخې غير مسلمانانو کولی شي د الاقصی جومات انګړ ته ورشي خو يوازې مسلمانان هلته د عبادت اجازه لري.
د اسرائيلو مذهبي مشر، يهوديان د معبد سيمې ته له ورتګ منع کوي، ځکه دوی ته دومره سپېڅلی دی چې پېښې بايد پرې کېنښودل شي.
د اسرائيلو قانون وايي، عيسويان او يهودان کولی شي يوازې د ورځې څلور ساعته او د اوونۍ پنځه ورځې د سيلانيانو په توګه ورتللی شي.
يهودان د معبد غره لاندې لوېديځ دېوال سره عبادت کوي، دوی باور کوي چې د سلیمان د معبد وروستۍ پاتې شوې برخه ده.
الاقصی جومات کې بېلابېل وختونه د تاوتريخوالي تکراري پېښې شوې دي.
الاقصی کې کومې نښتې شوې دي؟
په ۲۰۰۰ کال کې د اسرائيلو د اپوزيسيون ګوند مشر اېرل شارون د ښي اړخي ګوند د قانون جوړونکو یوه ډله دې ځای ته بوتله.
نوموړي وويل، "د بيت المقدس غر زموږ په لاس کې دی او زموږ تر کنټرول لاندې به پاتې شي، دا په يهودي مذهب کې تر ټولو سپېڅلی ځای دی او دا د هر يهودي حق دی چې د بيت المقدس له غره ليدنه وکړي".
فلسطينيانو اعتراض وکړ او تاوتريخوالی رامنځته شو چې دې دويم پاڅون ته لاره برابره کړه. د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۵ کلونو تر منځ له ۳۰۰۰ ډېر فلسطينيان او شاوخوا ۱۰۰۰ اسرائيليان په کې ووژل شول.
نورې د پام وړ شخړې په ۲۰۱۷ کال کې پېښې شوې. دې وخت کې اسرائيلو د مسلمانانو له مشورې پرته د جومات په لوی وره کې د اوسپنيزو موادو کشفوونکې دروازه ولګوله.
په ۲۰۲۱ کال کې پر روژه تيانو د اسرائيلو له بريد سره ۱۱ ورځنۍ شخړه پيل شوه.