د فلسطين او اسرائيل شخړه: دوه‌ هېوادیزه حل‌لاره څه ده او ولې هېڅ نه عملي کېږي؟

    • Author, بي‌بي‌سي عربي او د نړیوال ژورنالېزم څانګه

سعودي عربستان او فرانسې په ملګرو ملتونو کې په ګډه د لوړې کچې د یوې غونډې مشري په دې موخه وکړه چې که د عربانو او اسرائيلو تر منځ څو کلنې شخړې ته د حل لارې موندلو لپاره د دوو هېوادونو درلودلو غوراوی بېرته رامخې ته کړي.

دا غونډه د فلسطيني دولت د بنسټ اېښودلو لپاره ترسره شوه. داسې حل‌لاره چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائيل د حماس له برید را ورسته یې پلي کول لرې برېښېدل.

خو په دې وروستيو کې په غزه کې د زیاتېدونکي ناورین په درشل کې عربي او اروپايي هېوادونه د دې مفکورې د بیا را ژوندي کولو په تکل دي. فرانسه وايي چې دوی به فلسطينی دولت په رسمیت وپېژني او بریتانیا بیا وايي چې دا به هم ورته کار وکړي که اسرائيل شرايط پوره نه کړي.

اسرائيل او نږدې متحد یې امریکا دواړو له دغه دوه ورځنۍ غونډې سره پرېکون وکړ. واشنګټن دا ناسته د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د خپلو هڅه لپاره "بې ګټې" وبلله.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل چې دا غونډه "باید د یوه پرېکنده بدلون په توګه کار وکړي - هغه څه چې د اشغال د پای ته رسولو او د دوه‌ هېوادیزې ګډې هيلې د پوره کېدو لامل شي."

دوه هېوادیزه حل‌لاره څه ده؟

دوه هېوادیزه حل‌لاره د فلسطین د دولت د جوړولو پر بنسټ ولاړه ده چې خوندي او پېژندل شوې پولې یا سرحدونه ولري او د اسرائيلي دولت تر څنګ ژوند وکړي.

فلسطینیان د داسې دولت غوښتونکي دي چې لوېدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او د غزې تړانګه پکې شامله وي؛ هغه سيمې چې اسرائيلو له ۱۹۶۷ کال راهیسې په جګړه کې اشغال کړې دي.

خو د اسرائيل اوسنی حکومت داسې فلسطينی دولت او د هغه حاکمیت نه مني.

د اسرائيل دريځ

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د فلسطین د خپلواکۍ کلک مخالف دی او د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې یې د دوه هېواديزې حل‌لارې مخالفت کړی.

د اکتوبر اوومې تر بریدونو دوه اوونۍ مخکې نتنیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې راڅرګند شو او د اسرائيلو او د هغه د عربي ګاونډیانو ترمنځ یې "د سولې د نوي دور پیل" اعلان کړ.

ښاغلي نتنیاهو وویل چې داسې "تش په نامه متخصصین" وو چې د "سولې یو تړون یې هم لاسلیک نه کړ" خو د خپل "لیدلوري" له مخې يې په مذاکراتو کې د دوه هېوادیزه حل‌لارې په اړه خبرې کولې چې ګواکې د اردن او د مدیترانې سيند تر منځ دې د اسرائيلو تر څنګ فلسطين هم اباد وي.

خو "دا زه وم چې په خپل نوښت مې په ۲۰۲۰ کې په ډېره لنډه موده کې یو د پام وړ بری ترلاسه کړ. په څلورو میاشتو کې له څلورو عربي هېوادونو سره څلور تړونه."

دا په اصطلاح د ابراهم تړونونه وو چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا په منځګړيتوب پلي وشول.

نتنیاهو ویل چې په چټکۍ سره تړونونه کول به فلسطینیان وهڅوي چې "د اسرائيلو د ویجاړولو خیال پرېږدي او په پایله کې د یوې ريښتينې سولې لار غوره کړي."

هغه بیا د "نوي منځني ختيځ" داسې یوه نقشه ښکاره کړه چې د دوه هېواديزې حل‌لارې د مخالفت او د دې مفکورې د پای ته رسولو په معنا وه.

خو څنګه د سولې ټينګښت لپاره دوه هېوادیزه حل‌لاره د یوه غوراوي په توګه بیا راپورته شوې؟

او څنګه د کلونو په تېرېدو سره یې پر وړاندې دريځونه بدل شوي؟

د سولې هیلې څنګه ناکامې شوې؟

د شخړې د حل په توګه د دوو جلا هېوادونو د درلودلو مفکورې تاریخي مخينه ۱۹۴۷ ته ورګرځي.

هغه مهال داسې پلان وړاندیز شوی و چې د بریتانیا تر واکمنۍ لاندې د فلسطين خاورې دې پر دوو جلا هېوادونو ووېشل شي.

په ۱۹۹۳ کې له هغه وروسته چې اسرائیل او د (پي‌اېل‌او) په نوم د فلسطين د خپلواکۍ سازمان تر منځ چې مشري یې یاسر عرفات کوله، د ناروې په منځګړیتوب تر پټو مذاکراتو وروسته یوه هوکړه وشوه او دواړو هېوادونو یو بل په رسميت وپېژندل.

خو د 'اوسلو بهیر' په نامه دا تش په نوم پروسه هېڅکله هم یوې منطقي پایلې ته ونه رسېده او د پخوا پرتله یې د دواړو اړخونو تر منځ د کشالې حلول لا ستونزمن کړل.

د سولې-په-بدل کې-ځمکه داسې معامله شوه چې فلسطینۍ ادارې یا (پي‌اې) ته يې پر هغه خاوره ځان ته واکمني تاسیس کړه چې اسرائيلو د ۱۹۶۷ کال د جګړې پر مهال ولکه کړې وه.

خو د اسرائيل له لوري پوځي اشغال او هلته د یهودانو لپاره د ځایونو جوړولو دوام وکړ چې "د دایمي حیثیت مسئلې" اصطلاح ورته کارېږي او دا کشاله د بیا لپاره پرې مذاکراتو کولو ته پاتې شوه.

په دې کې د هغو فلسطينیو کډوالو حیثیت هم شامل و چې سيمه یې په ۱۹۴۸ کې د عرب-اسرائيل تر جګړې او په ۱۹۴۷ کې د ملګرو ملتونو له لوري تر وېش وروسته د اسرائیل برخه ګرځېدلې وه. اسرائيلو په ۱۹۶۷ کې ختيځ بیت المقدس هم ورسره یوځای کړ چې دې بیا یوه بله ناڅرګندتیا رامنځ‌ته کړه ځکه چې دې سيمې ته دواړه لوري په تقدس قایل دي او هېڅ لوری هم نه ترې تېرېږي.

تر څو کلونو ډېپلوماتيکو هڅو وروسته دا مسئله بلاخره په ۲۰۰۰ کال کې په کمپ ډېوېډ کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر بېل کلېنټن په کوربه‌توب د تړلو دروازو تر شا د یوې سرمشریزې پرمهال حل شوه خو د اسرائيل لومړي وزیر ایهود بارک او د فلسطين د خپلواکې ادارې مشر یاسر عرفات د خپل‌منځي دې تشې په ډکولو کې پاتې راغلل.

هر چا د دې هڅې د ناکامۍ پړه پر بل اچوله. اسرائيلي او امریکايي چارواکو ویل چې یاسر عرفات تر ټولو "سخاوتمندانه معامله" رد کړه چې هغه به یې بیا کله هم ترلاسه نه کړي. فلسطینیانو بیا دا یو داسې "شرموونکی جعل" وباله چې د دوی له اړتیاو سره سمون نه خوري چې په هغې کې د پلازمېنې په توګه د ختيځ بیت المقدس پېژندلو یادونه هم شوې وه.

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس چې په غزه کې يې په ۱۹۸۷ کې بنسټ کېښودل شو، خپلو سیالانو ته د داسې امتیاز له ورکولو سره مخالفت وکړ او له ۱۹۹۴ کال راهیسې يې د ځانمرګو بریدونو پر مټ د مذاکراتو د ناکامولو لپاره کافي فرصت وموند.

پر مذهبي بنسټ هلته مېشتو خلکو هم د اسرائيلو له دې فرصته ګټه واخیستله چې هلته د یهودانو شتون پراخ او پیاوړی کړي. هغه سيمه چې یهودان وايي، خدای یې د ورکولو ژمنه کړې ده.

تر اوسلو وروسته څه پېښ شول؟

په ۲۰۰۰ کال کې چې د دوهمې انتفاضې په نوم پېژندل کېدونکی د فلسطینیانو پاڅون راوپارېد نو د اسرائيلو د سیاست مرکز د پام وړ ښي اړخ ته متمایل شو.

د اسرائيل کارګر ګوند چې د اوسلو هوکړې اصلي پرمخ وړونکی ځواک و، بې ارزښته شو. هغه هم په داسې حال کې چې د یهودانو د مېشت‌ځایونو د ملاتړو ښي اړخو تمایل پرې غالب و.

د فلسطين مقاومت کوونکی نفوس د اسرائيلو له پوځي ځواک سره مخ و. په همدې حال کې د شارون کابينې د اسرائيل او فلسطين تر منځ خنډ راښکه او سره جلا یې کړل. په دوی کې د لوېديځې غاړې ځينې سيمې هم شاملې وې. یاسر عرفات په ۲۰۰۴ کې له خپل مرګه تر لنډې مودې مخکې پورې په رام الله کې بندي و.

ښاغلي شارون د غزې د یو اعشاریه پنځه میلیون فلسطینیانو له منځه څو زره مېشت‌ځایونه لرې کړل او ځواکونه یې د غزې څنډو ته ولېږل. په دې کې د لوېديځې غاړې څلور جلا ځایونه هم وو چې خالي کړل شول.

د "جلا والي" پلان ډېرې جنجالي پایلې لرلې چې هدف یې د اسرائيل په خاوره کې د یهودانو د اکثریت خوندي کول او له ګڼ‌نفوسه فلسطینۍ سیمې یې بېلول وو.

د شارون یوه لوړپوړه سلاکار یوه خبریال ته ویلي وو چې دا به د سیاسي مذاکراتو د پای ته رسولو لپاره د "فارمالډايډ ګاز" په توګه کار وکړي.

خو له دې سره سره بیا هم دې ګام 'لیکود' او د مېشت ځایونو ملاتړي سره ووېشل. خو شارون زړه‌ماتی نه شو او د ۲۰۰۶ کال په ټاکنو کې د ګډون او مبارزې لپاره یې نوی ګوند جوړ کړ.

دی تر رایې اچونې څو اوونۍ دمخه له مغزي وینې بهېدنې سره مخ شو چې له امله یې موږ تر اوسه نه پوهېږو چې د لوېديځې غاړې لپاره هم ورته پلان په نظر کې و او که نه.

د یاسر عرفات ځای‌ناستي محمود عباس د هغه پلان د اوسلو تړون له اوصلو سرغړونه او خیانت وباله او د حماس پېژندل شوو کسانو دا په غزه کې د خپل مقاومت بری وګاڼه او په خوښۍ يې ونمانځه.

خو د مصر په همکارۍ اسرائيلو د غزې کلابندي لا سخته کړه او تاوتريخوالي زور واخیست. وسله‌والو به د اسرائيلو د بمبارۍ او د یرغل پر وړاندې د مقاومت په ترڅ کې پر دوی بریدونه کول او توغندي به یې پرې ورول.

ورته مهال په لوېديځه غاړه کې حماس په ځواکمنېدو و.

په ۲۰۰۶ کال کې د فلسطينۍ ادارې په ټاکنو کې حماس اکثريت خپل کړ، ډېری رايه ورکوونکي له فتح ناخوښ وو. ځکه دوی نه د خپلواک فلسطين دولت په جوړېدو وتوانېدل او نه يې هم د فساد مخنیوی وکړی شوی.

حماس د زور له لارې فلسطينۍ اداره له غزې وايسته. غزه د وسله وال مقاومت په مرکز واوښته بل پلو لوېديځه غاړه چې فتح اداره کوله د سولې تړونونو ته ژمنه پاتې شوه.

خو د حماس په دريځونو کې يو څه نړموالی هم ترسترګو کېده او داسې ترې جوتېده چې ښايي د سياسي ښېکتيا امکان موجود وي.

او دا اشاره چې يو فلسطينی دولت بايد د هغو سيمو پر بنسټ جوړ شي چې اسرائيلو په ۱۹۶۷ کال کې نيولې وې.

خو سره له دې حماس لا هم خپل منشور چې د اسرائيلو له منځه وړل دي نه دی بدل کړی.

بل پلو اسرائيل په دوامداره توګه په لوېديځه غاړه کې مېشت ځايونه او خپل نفوس زياتوي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې هم دوام لري.

په همدې مهال په وروستيو کلونو کې حماس هم د غزې له لږ څارل کېدو ګټه پورته کړه او د لبنان د حزب الله په ګډون يې د خپلو متحدينو په همکاري خپل پوځي توان لوړ کړ.

نوي عوامل

د اکټوبر د ۷ له بريدونو او د غزې د جګړې له پيل راهيسې يو شمېر نوي عوامل هم راڅرګند شول.

د اسرائيلو لومړي وزير نتنياهو ويلي چې د اکټوبر د ۷ له بريدونو وروسته يې د فلسطيني دولت له جوړېدو سره مخالف لا زيات شوی او ويلي يې دي چې دا کار به "[اسرائيلو] موجوديت له ګواښ سره مخ کړي".

نوموړي ژمنه کړې چې د غزې او لوېديځې غاړې په ګډون به د اردن سيند لوېديځې سيمې اسرائيل تر خپل بشپړ امنيتي کنټرول لاندې ولري.

د اسرائيلو پارلمان د ۲۰۲۴ کال په جولای کې يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې د فلسطیني دولت جوړېدو مخالفت په کې شوی و.

د نتنياهو يو شمېر ښي اړخي ملاتړي غواړي، هغه ځمکې چې فلسطينيان پرې خپل هېواد جوړوي له اسرايئلو سره يو ځای کړي چې په هغو کې د غزې ځينې برخې هم شاملې دي.

يو شمېر ملاتړي يې دا هم وايي چې دوی غواړي د غزې خلک په دايمي توګه له خپلو سیمو وايستل شي.

په اسرائيلو کې دننه هم په پراخه توګه خلک غواړي چې حماس بايد له منځه یوسي. خو دې هڅو د غزې د ولسي خلکو پر ژوند خورا سخت اغېز کړی دی.

خو پر اسرائیلو د سولې لپاره نړيوال فشار زيات شوی دی. په ځانګړې توګه د حماس د لوړ پوړو پوځي مشرانو له وژل کېدو او د حزب الله او ايراني ځواکونو له کمزوري کولو وروسته.

د ملګرو ملتونو هغه کنفرانس چې عربو او اروپايي هېوادونو په ګډه جوړ کړی و او فرانسې او بريتانیا د فلسطیني دولت په رسميت پېژندو خبره په کې وشوه دا ښيي چې پر اسرائيلو د دوو دولتونو د رامنځته کولو لپاره فشار زيات شوی دی.

خو امریکا چې پخوا د دوو دولتونو د حل يوه اصلي ملاتړ وه اوس داسې ښکاري چې له دې دريځه په شا کېږي.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تراوسه پوره څرګند دريځ نه دی نيولی خو د هغه حکومت د ملګرو ملتونو د کنفرانس په اړه مخالفت ښودلی دی.

رويټرز د پتو امریکایي اسنادو له مخې ويلي، "امریکا د داسې ګامونو مخالفت کړی چې په يو اړخيز ډول يو خيالي فلسطينی دولت په رسميت پېژني، ځکه دا به د شخړې د حل لپاره جدي حقوقي او سياسي خنډونه جوړ کړي او اسرائيل به د جګړې پر مهال تر فشار لاندې راولي چې دا کار يې دښمنانو ته ګټه رسوي".

کله چې د جولای پر ۲۹ له ټرمپ وپوښتل شول چې ايا پر اسرائيلو بايد فشار واچول شي چې يو اوږدمهاله حل ته ورسېږي، هغه په ځواب کې وويل، دا کار به ښايي حماس ته د جايزې ورکولو په معنی وي.

او تر هغه چې امریکا د دوو دولتونو د حل بيا فعالولو ملاتړ ونه کړي، نو دا بهير به ښايي همداسې ناڅرګند پاتې شي.