غزه،‌ لبنان او سوریه کې د اسرائیل تازه بریدونه: ترکیه وايي اسرائيل سره سوریه کې جګړه نه غواړي

اسرائيل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د غزې شمال کې په دارالاقام ښوونځي‌ برید کې د ۲۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی

د اسرائیل پوځ په غزې تراړې، د سوریې د پلازمېنې دمشق په سوېلي برخو او د لبنان سوېل کې د هوايي بریدونو نوې لړۍ پيل کړې ده.

پر دې سربېره، اسرائیلي ځواکونه د ځمکې له لارې هم د غزې شمال او سویل ته ورمخکې شوي دي.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت د جمعې پر ورځ (د اپرېل ۴مه) وویل، چې د دې تراړې شمال کې پر دارلارقام ښوونځي د اسرائیل په یوه هوايي برید کې د "ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان" وژل شوي.

د رپوټونو له مخې په دغه ښوونځي کې یو شمېر فلسطیني کډوال او هغه خلک مېشت وو چې په تېرو اوونیو کې د غزې شمال ته ګرځېدلي دي.

خو د اسرائيل پوځ تور پورې کړی چې حماس دا ښوونځی د عملیاتي مرکز په توګه کاراوه او دا چې هلته له مېشتو ملکيانو یې د ډال په توګه کار اخیست.

حماس بیا له ملکي خلکو څخه په استفادې د پوځي عملیاتو تور رد کړی دی.

د یادونې ده چې اسرائیلي ځواکونو پنجشنبه د غزې د ځینو سیمو اوسېدونکو ته د وتلو خبرداري له ورکولو وروسته د دې تراړې په د شمال او ختیځ په ځینو برخو کې ځمکني عملیات له سره پیل کړي.

دوی د دغو عملیاتو او سیمې ته د خپلو ځواکونو د لېږد موخه د غزې دننه د "امنیتي‌ ساحې پراختیا" بللې ده.

د اسرائیل پوځ په دې تړاو بیان کې ویلي: "د پوځ سرتېري د غزې ښار د ختیځ شجاعیه ناحیې ته ننوتي دي. هغوی ملکي خلکو ته د ټاکل شویو مسیرونو له لارې له سیمې د وتلو اجازه ورکړې ده."

اسرائیل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائيل له تازه بریدونو وروسته غزه کې بیا یو شمېر کسان بې ځایه شوي‌

اسرائیل د غزې په سوېل کې د رفح ښار څنډو ته هم یو شمېر ځواکونه استولي،‌ خو دغلته یې د اوږدې مودې لپاره د پوځي حضور د دلیل په اړه څه نه دي ویلي.

د غزې تراړې اوسېدونکي تور پورې کوي چې ګوندې اسرائیل غواړي د فلسطینیانو په بې‌ځایه کولو سره غزه کې د کرهنیزو ځمکو او د اوبو د سرچینو کنټرول ترلاسه کړي.‌

د اسرائیل پوځ جنورۍ کې د قطر او مصر په منځګړیتوب له حماس سره پر یوه اوربند هوکړه وکړه، خو د شاوخوا دوو میاشتو له تېرېدو وروسته یې له تېرو دوو اونیو راهیسې غزه کې یو ځل بیا بریدونه پیل کړي دي.

دغو ځواکونو اعلان کړی چې د دې تراړې د خاورې ډېره برخه به تر کنټرول لاندې راولي.‌

هاکان فیدان: اسرائيل سره سوریه کې جګړه نه غواړو

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سوریه کې د اسرائیلي ځواکونو د تېرو دوو ورځو له بریدونو وروسته رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې هېواد نه غواړي له اسرائيل سره د سوریې خاوره کې جګړه پیل کړي.

هغه دا څرګندونې د دمشق څنډو کې د سوریې د نوي حکومت پر پوځي اډو د اسرائیل له بریدونو وروسته کړې.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا ویلي، اسرائیلي ځواکونو دا بریدونه د دمشق د سوېل په شاوخوا ۲۰ کیلومترۍ کې په الکسوه سیمه کې کړي‌،‌ خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

اسرائیل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائيل له برید وروسته الکسوه سیمه کې د سوریې پوځي اډه

هممهاله سوریه نومې تلویزیوني شبکې چې له استانبول خپرونې کوي، ویلي‌ چې په صلح الطیر سیمه کې هم بریدونه شوي‌ دي.‌ د دغه تلویزیون په وینا دغو بریدونو کې د سوریې د کمانډ ځواکونو یا 'سرایا الصرع'، او همدا راز د الکسوه او صحنایا ښارونو ترمنځ‌ د پوځ‌ اړوند تاسیسات په نښه شوي‌ دي.

د رپوټونو له مخې اسرائیل تېرې دوه شپې د یوه پوځي هوايي ډګر او دمشق کې د پوځي څېړنو یو مرکز‌ په ګډون سوریه کې لسګونه نور اهداف هم په نښه کړي دي.‌

د یادونې ده چې اسرائيلي ځواکونو د بشار‌الاسد د واکمنۍ پر مهال هم الکسوه سیمه کې بریدونه کړي‌ وو.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت له دغو بریدونو وروسته پنجشنبه (د اپرېل۳مه) یوه اعلامیه کې اسرائیل "د سیمې امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ" بللی و.

د یادونې ده چې سوریه کې پر پوځي اهدافو د اسرائیل له دغو تازه بریدونه مخکې ټاکل شوې وه، چې انقره له دمشق سره د دفاعي هوکړې له مخې د سوریې درېیو پوځي هوايي‌ اډو ته ځواکونه او پوځي‌ تجهیزات واستوي.‌

ترکیې په دې تړاو له امریکا سره خبرې هم کړې وې. انقرې واشنګټن ته "ډاډ‌ ورکړی و" چې "په سوریه کې د پوځي حضور له پراختیا سره اسرائیل ته د ګواښ پېښولو هوډ نه لري."

د لبنان پر سوېل د اسرائیل بریدونه

اسرائیل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لبنان د سویل صیدا سیمه کې د حماس د یوه قوماندان کور په نښه شوی

اسرائيلي ځواکونو پر غزې او سوریې سربېره لبنان کې هم خپل بریدونه جاري‌ ساتلي.

له دې سره حماس اعلان کړی چې د پوځي‌ څانګې دوه غړي یې د لبنان پر سوېل د اسرائیل یوه برید کې وژل شوي دي.

په دوی کې یو د 'حسن فرحات' په نوم د دغه غورځنګ پوځي‌ قوماندان دی او د دوی کس د هویت په اړه لا څه نه دي‌ ویل شوي.‌

حماس ویلي چې دوی د لبنان د سوېل په صیدا ښار کې د اسرائیل په یوه هوايي برید کې په نښه شوي‌ دي.‌

رپوټونه وايي، اسرائیلي ځواکونو دغلته د ښاغلي‌ فرحات پر کور دوه توغندي توغولي چې پایله کې یې پر نوموړي سربېره د هغه زوی او لور هم وژل شوي‌ دي.‌

ویل کېږي د حسن فرحات زوی هم د حماس د پوځي‌ څانګې غړی و.‌