تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې د اوربند خبرو لومړی پړاو ولې پرته له پرمختګه پای ته ورسېد؟
یوه فلسطیني چارواکي چې دغه خبرې له نږدې څاري بیبیسي ته ویلي، د اسرائیلو او حماس ترمنځ د وروستیو غیرمستقیمو خبرو لومړۍ ناسته پرته له کوم پرمختګه پای ته رسېدلې ده.
د چارواکي په وینا، دغه درې نیم ساعته ناسته د دوحې په دوو جلا ودانیو کې وشوه. هغه وايي، د دواړو خواوو ترمنځ پیغامونه او وضاحتونه د قطري او مصري منځګړیو له لارې تبادله شول، خو هیڅ ډول عملي پرمختګ ونه شو.
یاد چارواکي زیاته کړه، تمه کېږي دا خبرې دوشنبه د جون اومه بیا پیل شي ځکه منځګړي پلان لري چې له دواړو پلاوو سره جلا، جلا لیدنې وکړي چې د شته خنډونو حل ته لار ومومي او د دواړو خواوو ترمنځ شته واټن راکم کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چې له دوو فلسطیني چارواکو سره یې خبرې کړې دي، د اسرائیلو پلاوي "کافي صلاحیت" نه درلود چې له حماس سره هوکړه لاسلیک کړي ځکه دوی ته "اصلي واک" نه و ورکړل شوی.
دغه خبرې په داسې وخت کې شوې دي چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته تللی چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.
نتنیاهو ویلي، تمه لري چې د دوشنبې ورځې لیدنه به یې د اوربند او د پاتې برمته شویو کسانو د ازادولو هڅې ګړندۍ کړي.
هغه ویلي وو، خپلو استازیو ته یې روښانه لارښوونې کړې چې د هغو شرایطو له مخې د اوربند هوکړې ته ورسېږي.
حماس ویلي، دوی د وروستي اوربند وړاندیز ته په "مثبته روحیه" ځواب ورکړی، خو دواړه خواوې باید هوکړې ته د رسېدو لپاره شته واټن له منځه یوسي.
حماس لا هم هغو شرایطو ته ژمن ښکاري چې مخکې یې ټینګار پرې کاوه. خو دا تضمین چې د اوربند په پای کې به ټولې جګړې ختمېږي او اسرائیلي پوځیان به له غزې وځي، هغه شرطونه دي چې د نتنیاهو حکومت له وړاندې رد کړي دي.
د اسرائیلو دریځ هم ډېر بدلون نه دی کړی. نتنیاهو امریکا ته له روانېدو وړاندې وویل، دی لا هم درېیو ماموریتونو ته ژمن دی:
- د ټولو برمته کسانو بېرته راوستل، ژوندي او مړه
- د حماس د وړتیاوو له منځه وړل او له غزې د هغوی شړل
- دا یقیني کول چې غزه، نوره د اسرائیلو لپاره تهدید نه ده.
قطري او مصري منځګړي له سخت ماموریت سره مخامخ دي، تر څو هغه خنډونه هم هوار کړي چې له تېر اوربند را وروسته د جګړې د غځېدلو لامل شوي دي. له تېر اوربند وروسته اسرائیلو پر غزې بریدونه زیات کړل، له ۱۱ اونیو زیاته موده یې غزې ته د ورتلونکو بشري مرستو لاره ډب کړې وه.
اسرائیلو په څرګنده ویلي وو، دغه بندیزونه یې پر حماس د فشار راوړلو لپاره پیل کړي دي. تر څو حماس خبرو ته کېني او یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
د اسرائیلو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د حماس ۱۳۰ هدفونه بمبار کړي او د حماس یو شمېر جنګیالي یې وژلي دي.
خو ورسره په غزه کې د ولسي خلکو تلفات هم ورځ تر بلې زیاتېږي. د غزې روغتونونو چارواکو ویلي، یوازې د یکشنبې په ورځ تر ۳۰ زیات ملکیان وژل شوي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې د قطر خبرې روانه جګړه پای ته رسولی شي او ټرمپ کولی شي نتنیاهو قانع کړي جګړه پای ته ورسوي او که نه.
ډېری اسرائیلیان په دې فکر دي چې د پاتې برمته کسانو د ژغورلو لپاره باید دغې قربانۍ ته تیار اوسي.
د شنبې په ماښام یو ځل بیا خلک سړکونو ته راووتل او له نتنیاهو یې د برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره له حماس سره د هوکړې غوښتنه وکړه.
خو د نتنیاهو په کابینه کې ځینې توندلاري غړي لکه د ملي امنیت وزیر ایتمار بینګوېر او د ماليې وزیر بیزالیل سموتریچ یو ځل بیا د جګړې له ختمېدو وړاندې، د حماس پر بشپړ له منځه وړلو ټینګار کړی دی.
یو وار بیا، د غزې خلک او هلته د برمته شویو اسرائیليانو کورنۍ د اوربند هېلې لري.
اسرائیلو په غزه کې خپله جګړه د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د بریدونو په غبرګون کې پیل کړه چې نږدې ۱۲۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۵۱ تنه برمته شوي وو.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې تر اوسه ۵۷,۳۳۸ کسان وژل شوي دي.