د غزې د اوربند خبرو لومړی پړاو ولې پرته له پرمختګه پای ته ورسېد؟

نتنیاهو امریکا ته له روانېدو وړاندې وویل، دی لا هم درېیو ماموریتونو ته ژمن دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نتنیاهو امریکا ته له روانېدو وړاندې وویل، دی لا هم درېیو ماموریتونو ته ژمن دی

یوه فلسطیني چارواکي چې دغه خبرې له نږدې څاري بی‌بی‌سي ته ویلي، د اسرائیلو او حماس ترمنځ د وروستیو غیرمستقیمو خبرو لومړۍ ناسته پرته له کوم پرمختګه پای ته رسېدلې ده.

د چارواکي په وینا، دغه درې نیم ساعته ناسته د دوحې په دوو جلا ودانیو کې وشوه. هغه وايي، د دواړو خواوو ترمنځ پیغامونه او وضاحتونه د قطري او مصري منځګړیو له لارې تبادله شول، خو هیڅ ډول عملي پرمختګ ونه شو.

یاد چارواکي زیاته کړه، تمه کېږي دا خبرې دوشنبه د جون اومه بیا پیل شي ځکه منځګړي پلان لري چې له دواړو پلاوو سره جلا، جلا لیدنې وکړي چې د شته خنډونو حل ته لار ومومي او د دواړو خواوو ترمنځ شته واټن راکم کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چې له دوو فلسطیني چارواکو سره ‌یې خبرې کړې دي، د اسرائیلو پلاوي "کافي صلاحیت" نه درلود چې له حماس سره هوکړه لاسلیک کړي ځکه دوی ته "اصلي واک" نه و ورکړل شوی.

دغه خبرې په داسې وخت کې شوې دي چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته تللی چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.

نتنیاهو ویلي، تمه لري چې د دوشنبې ورځې لیدنه به یې د اوربند او د پاتې برمته شویو کسانو د ازادولو هڅې ګړندۍ کړي.

هغه ویلي وو، خپلو استازیو ته ‌یې روښانه لارښوونې کړې چې د هغو شرایطو له مخې د اوربند هوکړې ته ورسېږي.

حماس ویلي، دوی د وروستي اوربند وړاندیز ته په "مثبته روحیه" ځواب ورکړی، خو دواړه خواوې باید هوکړې ته د رسېدو لپاره شته واټن له منځه یوسي.

حماس لا هم هغو شرایطو ته ژمن ښکاري چې مخکې ‌یې ټینګار پرې کاوه. خو دا تضمین چې د اوربند په پای کې به ټولې جګړې ختمېږي او اسرائیلي پوځیان به له غزې وځي، هغه شرطونه دي چې د نتنیاهو حکومت له وړاندې رد کړي دي.

د اسرائیلو دریځ هم ډېر بدلون نه دی کړی. نتنیاهو امریکا ته له روانېدو وړاندې وویل، دی لا هم درېیو ماموریتونو ته ژمن دی:

  • د ټولو برمته کسانو بېرته راوستل، ژوندي او مړه
  • د حماس د وړتیاوو له منځه وړل او له غزې د هغوی شړل
  • دا یقیني کول چې غزه، نوره د اسرائیلو لپاره تهدید نه ده.
د ویډیو تشریح، د اسرائیلو لومړي وزیر د الوتنې پر مهال وویل: "موږ هغې پایلې ته رسېدلی شو چې بحث مو پرې کړی

قطري او مصري منځګړي له سخت ماموریت سره مخامخ دي، تر څو هغه خنډونه هم هوار کړي چې له تېر اوربند را وروسته د جګړې د غځېدلو لامل شوي دي. له تېر اوربند وروسته اسرائیلو پر غزې بریدونه زیات کړل، له ۱۱ اونیو زیاته موده یې غزې ته د ورتلونکو بشري مرستو لاره ډب کړې وه.

اسرائیلو په څرګنده ویلي وو، دغه بندیزونه یې پر حماس د فشار راوړلو لپاره پیل کړي دي. تر څو حماس خبرو ته کېني او یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د اسرائیلو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د حماس ۱۳۰ هدفونه بمبار کړي او د حماس یو شمېر جنګیالي یې وژلي دي.

خو ورسره په غزه کې د ولسي خلکو تلفات هم ورځ تر بلې زیاتېږي. د غزې روغتونونو چارواکو ویلي، یوازې د یکشنبې په ورځ تر ۳۰ زیات ملکیان وژل شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې د قطر خبرې روانه جګړه پای ته رسولی شي او ټرمپ کولی شي نتنیاهو قانع کړي جګړه پای ته ورسوي او که نه.

فلسطینیان د اوربند هیله لري دوی خپلو کورونو ته راستانه شوی شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فلسطینیان د اوربند هیله لري دوی خپلو کورونو ته راستانه شوی شي

ډېری اسرائیلیان په دې فکر دي چې د پاتې برمته کسانو د ژغورلو لپاره باید دغې قربانۍ ته تیار اوسي.

د شنبې په ماښام یو ځل بیا خلک سړکونو ته راووتل او له نتنیاهو یې د برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره له حماس سره د هوکړې غوښتنه وکړه.

خو د نتنیاهو په کابینه کې ځینې توندلاري غړي لکه د ملي امنیت وزیر ایتمار بین‌ګوېر او د ماليې وزیر بیزالیل سموتریچ یو ځل بیا د جګړې له ختمېدو وړاندې، د حماس پر بشپړ له منځه وړلو ټینګار کړی دی.

یو وار بیا، د غزې خلک او هلته د برمته شویو اسرائیليانو کورنۍ د اوربند هېلې لري.

اسرائیلو په غزه کې خپله جګړه د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د بریدونو په غبرګون کې پیل کړه چې نږدې ۱۲۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۵۱ تنه برمته شوي وو.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې تر اوسه ۵۷,۳۳۸ کسان وژل شوي دي.