تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نتنیاهو امریکا ته تللی، ټرمپ پر هغه فشار راوړي چې د غزې د اوربند تړون ومني
له ۲۱ میاشتنۍ جګړې وروسته، د غزې امن کېدو هیلې په ډېرېدو دي. د اسرائیل-غزې جګړې د پای رسولو لپاره لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له ډونلډ ټرمپ سره په واشنګټن کې ویني.
ټرمپ له دې مخکې خبریالانو ته ویلي وو، نتنیاهو د جګړې د پای ته رسولو په اړه 'ډېر کلک' دریځ لري او باور لري، "همدا اونۍ به هوکړه وشي."
د اسرائیلو لومړي وزیر د الوتنې پر مهال وویل: "موږ هغې پایلې ته رسېدلی شو چې بحث مو پرې کړی، پر شرایطو مو منلې دی. باوري یم، ولسمشر ټرمپ همدا خبرې مخکې بېولی شي."
د اسرائیل او حماس ترمنځ غیرمستقیمې خبرې، د امریکا په منځګړیتوب د یکشنبې په ماښام په قطر کې پیل شوې. د برمته شویو کسانو خلاصون او د جګړې پای ته رسولو لپاره د ۶۰ ورځو اوربند وړاندیز شوی چې د جګړې ښکېل اړخونه او منځګړي به پرې بحثونه کوي.
خو لا هم معلومه نه ده چې د هوکړې پر وړاندې شته خنډونه چې د مذاکراتو مخه یې نيوله، د قطر په ناسته کې حل شي او که نه.
هغه فلسطینیان چې د جګړې له امله ډېر په سختۍ ژوند کوي او هره ورځ پرې بمبارونه کېږي، د اوربند لپاره ډېره تمه نه لري. همداراز د هغو اسرائیلي برمته شویو کسانو کورنۍ چې لا هم د حماس په ولکه کې دي، اندېښمنې دي.
نبیل ابو دایه له شمالي غزې د بیتلاهیا ښار څخه غزې ته له خپلو ماشومانو او لمسیو سره کډه شوی، وایي:
"زه اوربند نه غواړم، بلکې د جګړې بشپړ پای ته رسېدل غواړم. صادقانه وایم، زه وېرېږم چې له ۶۰ ورځو وروسته به جګړه بیا پیل شي."
هغه زیاتوي: "موږ له بېکوره کېدو او په خېمو کې له ژوند کولو ستړي یو، لوږه ده، تنده ده. موږ له سره د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه لرو."
په اسرائیلو کې د شنبې په ماښام پراخ لار یونونه وشول، خلکو له خپل حکومت د اوربند غوښتنه کوله. ځکه دوی د ۵۰ یرغمل شویو چې ویل کېږي، تر ۲۰ یې ژوندي دي، بېرته ستنېدل غواړي.
د ځېنو برمته شویو خپلوان وايي، ولې داسې هوکړه نه کېږي چې ټول برمته شوي سملاسي خوشي شي.
ایلای ډېوېډ، چې کشر ورور یې له حماس سره یرغمل دی، وايي: "په داسې شرایطو کې څوک څنګه ژوندي پاتې کېدلی شي، زه مې ورور ته په تمه یم چې راشي او خپله کیسه راته وکړي." د هغه ورور څو میاشتې وړاندې د حماس له لورې د برمته شویو اسرائیلو په ویډیو کې، په ټپي حالت کې لیدل شوی و.
ایلای ډېوېډ په بیتالمقدس کې یوې غونډې ته وویل: "همدا وخت دی چې ژوند وژغورل شي. دا وخت دی چې د ځېنو جسدونه هم د ورکېدو له ګواښ څخه وساتل شي."
هغه زیاته کړه: "د منځني ختیځ د ژر بدلېدونکي وضعیت لپاره، همدا لحظه ده چې یو بشپړ تړون لاسلیک شي او بې له استثنا ټول یرغمل شوي خوشي کړی شي."
د ټرمپ واک ته رسیدو شپږ میاشتې پوره کیږي او دا د نتنیاهو درېیم ځل دی چې سپېنې ماڼۍ ته ورځي.
خو د امریکا له لورې د ایران پر اټومي تاسیساتو له بریدونو وروسته لومړی ځل دی چې دوی سره ګوري. همغه وخت هم د ایران-اسرائیلو اوربند امریکا کړی و.
د اسرائیل-ایران له اوربند را وروسته د بیا پیل شوې ۱۲ورځڼۍ روانې جګړې ځېنې نښې نښانه داسې معلومېږي چې اوربند کیږي.
په وروستیو څو میاشتو کې په اسرائیلو کې د لومړي وزیر نتنیاهو محبوبیت را کم شوی و خو پر ایران له بریدونو وروسته یې بېرته ولسي ملاتړ خپل کړ. شنونکي وايي، هغه اوس د سولې هوکړه کولی شي. خو بل پلو پرې د ایتلاف توندلاري غړي سختې نیوکې کوي او مشوره ورکوي چې اسرائیل باید پر غزه واکمن پاتې شي.
د جګړې بل لوری حماس هم زیانمن شوی ځکه پر سیمهییز ملاتړي هېواد ایران هم بریدونه وشول. دا ښايي حماس د اوربند او خبرو لپاره نرم دریځ ته راولي.
په ورته وخت کې، ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې د منځني ختیځ پر نورو مهمو موضوعاتو تمرکز وکړي:
- د اسرائیل او سوریې ترمنځ د سرحدي خبرو منځګړیتوب
- د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو عادي کولو هڅو بیا پیلول
- له ایران سره د یوې نوې اتومي هوکړې لپاره ممکنې خبرې چې لا بشپړې نه دي
د نوې اوربند طرحه
له څو میاشتو راهیسې، د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند خبرې ځکه مخته نه تللې چې:
اسرائیلو د برمته شویو کسانو د بېرته راګرځولو لپاره لنډمهالی اوربند کاوه، خو د جګړې د بشپړ پای ته رسېدو هوکړه یې نه کوله.
بل پلو حماس ټینګار کاوه چې جګړه باید دایمي پای ته ورسېږي او ټول اسرائیلي پوځیان هم له غزې ووځي.
د اوربند نوې طرحه چې حماس ته سپارل شوې ده، د امریکا له لوري یې د عملي کېدو او پرې راتلونکو خبرو ژمنه شوې. په دې سره به د سولې مزاکرات دوامداره شي او ټول زندانیان به هم خوشي شي.
د اوربند د نوې طرحې په اړه تر اوسه د جګړې ښکېلو غاړو رسمي اعلان نه دی کړی خو د رسنیو د راپورونو له مخې، حماس به د ۶۰ ورځو په موده او پنځو پړاوونو کې ۲۸ یرغمل شوي ازادوي. راپورونه وايي، په کې ۱۰ ژوندي او ۱۸ مړي دي.
د هوکړې جزییات: د مرستو زیاتوالی او د پوځ شاتګ
د نوي تړون له مخې به غزې ته د بشري مرستو یوه لويه څپه پیل شي.
د تړون په لومړۍ ورځ به ۸ ژوندي برمته شوي کسان ازادېږي او اسرائیلي ځواکونه به د غزې له شمالي سیمو شاتګ کوي. یوه اونۍ وروسته به پوځ د غزې جنوب ځینې برخې هم پرېږدي.
پر ۱۰مه ورځ به حماس د ژوندي پاتې شویو بندیانو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او په بدل کې به یې اسرائیل د ۲۰۰۰۰ فلسطیني زندانیانو معلومات شریک کړي.
د تېر غوندې بیا هم تمه شته چې ډېر شمېر فلسطیني بندیان به د برمته شویو کسانو په بدل کې له زندانونو خوشي کړی شي.
ټرمپ: دا وروستی فرصت دی
ولسمشر ټرمپ دا طرحه د "وروستي" اوربند وړاندیز په توګه یاده کړې او تېره اونۍ یې ویلي وو چې اسرائیلو اړین شرطونه منلي دي.
د جمعې په ورځ حماس وویل، دوی په "ښه نیت" ځواب ورکړی خو ځینې اندېښنې یې هم څرګندې کړې.
یوه فلسطیني چارواکي ویلي، د بشري مرستو پر موضوع لا هم اختلاف شته. حماس غوښتنه کړې چې د اسرائیلو او امریکا تر ملاتړ لاندې د غزې بشري مرستو بنسټ (GHF) باید ژر تر ژره وتړل شي او د مرستو مدیریت بېرته د ملګرو ملتونو او شریکو ادارو ته وسپارل شي.
حماس همداراز د اسرائیلي پوځ د شاتګ پر مهالوېش او د رفه سرحدي لارې د فعالیت په اړه هم ځینې پوښتنې لري.
د نتنیاهو دفتر د شنبې په ورځ وویل، د حماس غوښتنې "د منلو نه دي."
لومړي وزیر څو وارې ټینګار کړی چې حماس باید بې وسلې شي خو حماس په اړې له چا سره خبرې کول نه مني.
په اسرائیلو کې د جګړې مخالفت زیات شوی
په اسرائیل کې د غزې جګړې پر ضد مخالفت مخ پر زیاتېدو دی، ځکه د پوځ د معلوماتو له مخې، یوازې په تېر یوه میاشت کې له ۲۰ زیات سرتیري وژل شوي دي.
د اسرائیلي پوځ لوی درستیز جنرال ایال زامیر تېره اونۍ ویلي وو، جګړه خپلو موخو ته نږدې شوې او دا پریکړه باید حکومت وکړي چې برمته شوي کسان د تړون له لارې را ګرځوي او که بیا پوځ ته امر کوي چې بېرته په غزه کې پوځي اداره رامنځته کړي.
نظرپوښتنې ښيي چې دوه پر درې اسرائیلیان د برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره د اوربند ملاتړي دي.
په غزه کې شک او وېره
د غزې ځینې اوسېدونکي اندېښنه لري چې امریکا ته د نتنیاهو د سفر لپاره په لوی لاس داسې مثبتهش فضا رامنځته شوې ده. دوی ځکه شکمن دي چې په تېره مۍ میاشت کې هم ورته فضا وه او ټرمپ خلیج هېوادونو ته سفر کاوه.
راتلونکي څو ورځې له سیاسي او بشري پلوه خورا مهمې دي.
د غزې وضعیت بیخي خراب شوی، طبي کارکوونکي وايي، په ماشومانو کې خوارځواکي زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، له تېرو څلورو میاشتو غزې ته هېڅ تېل نه دي داخل شوي او شته زېرمې نږدې ختمې شوې دي. دا موضوع د روغتیايي خدمتونو، د څښاک اوبو رسونې او مخابراتو سیستمونه له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.
اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس د بریدونو په غبرګون کې جګړه پیل کړه. په دې بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي وو او ۲۵۱ تنه برمته شوي وو.
د حماس تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلو هوایي بریدونو له هغه وخت راهیسې له ۵۷,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي دي. دا شمېرې د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو له خوا د قربانیانو تر ټولو معتبره سرچینه بلل کېږي.