'مدیترانې سمندر کې لسګونه کډوال مړه شوي دي'

په مدیترانې سمندرګي کې د یوې ټوپي‌ بېړۍ د ډوبېدو پېښه کې لږترلږه ۶۰ کډوال وژل شوي دي.

۲۵ کسان ترې د 'اوشن وایکېنګ' په نوم کښتۍ چې په سیمه کې د 'اېس‌او‌اېس مدیتراني' بشردوستانه ډلې لپاره فعالیت کوي، ژغورلي دي.‌

دغو کسانو خپلو ژغورونکو ته ویلي چې له ژغورل کېدو اووه ورځې مخکې یې د لیبیا د زاویه له ساحله حرکت کړی و.

له درېیو ورځو سفر وروسته د دوی د لېږدونکې بېړۍ ماشین کار پرېښی او له خوړو او اوبو پرته د سمندر منځ کې پاتې شوې وه.‌

ژغورونکي وايي‌ د پېښې په قربانیانو کې ښځې او لږترلږه یو ماشوم هم شامل دی.

'اېس‌او‌اېس مدیتراني' وايي،‌ د اوشن وایکېنګ ډلې دا بېړۍ چارشنبه په دوربینونو کې لیدلې او د ایټالیا د ساحلي ګارد په همکارۍ یې د ژغورنې لپاره لاس په کار شوې ده.

د بشردوستانه مرستو دا ډله زیاتوي چې ژغورل شوي کسان له روغتیايي پلوه ډېر کمزوري او دا چې اوس ټول تر پاملرنې لاندې دي.‌

ژغورونکو ویلي چې له دغو کسانو دوه تنه بې‌سده او نازک حالت کې وو، نو ځکه نورې درملنې لپاره د چورلکې په وسیله سیسیلي ته ولېږدول شول.‌

د کډوالو نړیوال سازمان "ای‌او‌ایم" تېره اوونۍ وویل چې ۲۰۲۳م له هغه راهیسې چې یوه لسیزه مخکې پر لارو د کډوالو د مړینو د شمېر ثبت پیل شوی، تر ټولو خونړی کال و.‌

په دغه کال د نړۍ لروبر د کډوالۍ پر بېلابېلو لارو له ۸ زره ۵۶۰ ډېر کډوال مړه شوي‌ دي.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو اژانس وایي، دا شمېر د اوړم کال پرتله ۲۰ سلنه لوړوالی ښيي.‌

د دې ادارې د رپوټ موندنې ښيي چې د مدیترانې سمندر لار په ۲۰۲۳ کال کې د ۳ زره ۱۲۹ کسانو له مړینې او بې‌درکه کېدو سره تر ټولو خطرناکه وه.

دا له ۲۰۱۷ کال را وروسته پر دې لاره د وژل شویو او ورکو شویو کډوالو له ټولو لوړ شمېر دی.