تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مدیترانه کې د کډوالو بېړۍ ډوبه شوې؛ لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي ۱۲ نادرکه دي
ګومان کېږي چې د ټونس سواحلو کې به د یوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۲ نور نادرکه شوي وي.
دې بېړۍ ټولټال ۳۷ کسان لېږدول چې ۱۴ ترې د ټونس ساحلي ساتونکو ژغورلي دي.
د پېښې قربانیان او ژغورل شوي کسان ناقانونه کډوال دي چې غوښتل یې ځان د مدیتراني مرکزي سمدر له لارې اروپا ته ورسوي.
اټکل دا دی چې روان کال به تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال له همدې لارې اروپا ته د ځان رسولو هڅې په لړ کې ډوب او وژل شوي وي.
دا شمېر د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې "ای او اېم" ورکړی دی.
دا اداره وايي ګومان کېږي چې مدېترانه کې له ۱۰۳۳ وژل شویو او نادرکه کډوالو به ۹۶۰ تنه ډوب شوي وي.
ویل شوي چې تازه دې ډوبې شوې بېړۍ له سفاکس سیمې حرکت کړی او ۴۰ میله هاخوا د مهدیه چېبا سواحلو ته نږدې ډوبه شوې ده.
د سفاکس سواحل په ناقانونه توګه د مدیترانې له لارې د اروپا پر لور د خوځېدو او تګ مهمه لاره ګرځېدلې.
له شمالي افریقا روان شوي کډوال اکثرآ هڅه کوي چې د ټونس د ختیځو سواحلو او سیسیلي ترمنځ د ایټالیا پراته 'لامپېډوسا' ټاپو ته ځان ورسوي.
د اروپايي ټولنې د سرحدي اژانس فرنټېکس له مخې د روان کال د جنورۍ او اګست ترمنځ ۵۲ زره کسان د مرکزي مدیترانې له لارې د دې ټولنې غړو هېوادونو ته ورغلي دي.
دوی اکثرآ د ټونس، مصر او بنګله دېش اوسېدونکي دي.