تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له فرانسې د سمندر له لارې بریتانیا ته د اوښتونکو کډوالو لویه برخه افغانان دي
د شمېرو له مخې د ۲۰۲۲ کال د پیل په دریو میاشتو کې د هغو کډوالو په ډله کې افغانان تر ټولو ډېر وو چې د انګلش چنل یا انګرېز تنګي کې د سمندر له لارې بریتانیا ته راغلي وو.
له دې خطرناکې لارې بریتانیا ته له راتلونکو هرو څلورو کډوالو یو افغان دی.
افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې له هېواده د وتونکو کسانو شمېر لوړ شوی.
د روان کال د پیل په دریو میاشتو کې ټولټال ۱۰۹۴ افغان کډوال د انګرېز تنګي اوبو له لارې بریتانیا ته رااوښتي.
دې سره په پرتله ۲۰۲۱ کال کې ټولټال ۱۳۲۳ افغان کډوال له دې لارې بریتانیا ته راغلي وو.
تېر کال په هرو لسو افغان کډوالو کې چې بریتانیا کې یې د پناه غوښتنه کړې وه د نهو قضیې بریالۍ شوې وې.
دا شمېر د بریتانیا کورنیو چارو وزارت خپور کړی او په دې کې هغه افغانان نه دي شامل چې د بریتانیا حکومت د تخلیې پروګرام له لارې له افغانستانه ایستل شوي وو.
له افغانانو وروسته په دویم ځای کې ایرانیان تر ټولو ډېر وو چې ۱۶ سلنه کېږي او په درېیم ځای کې بیا د عراق کډوال دي.
په هره کوچنۍ بېړۍ کې د سپرو کسانو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی. د روان کال دریو میاشتو په موده کې د ثبتو شویو شمېرو له مخې هره بېړۍ کې په اوسط ډول ۳۲ کسان سپاره وو. تېر کال همدې موده کې دا شمېر ۱۸ کسان وو.
د ۲۰۲۲ په لومړیو دریو میاشتو کې د بریتانیا ساحلي ساتونکو ټولټال ۱۴۱ کوچنۍ بېړۍ موندلې چې کډوال په کې سپاره وو. دا د تېر کال پرتله دوه برابره لوړوالی ښيي، دا په دې مانا ده چې د روان کال په دریو میاشتو کې ټولټال ۴۵۴۰ کډوال د انګرېز تنګي یا انګلش چنل له لارې بریتانیا ته راوښتي.
په دې موده کې ټولټال ۵۵۱۴۶ کسانو د پناه غوښتنه کړې چې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
دمګړۍ ۱۰۹ زره کسان چې بریتانیا کې یې د پناه غوښتنه کړې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت لخوا د دوی د قضیې په اړه پرېکړې ته منتظر دي.
بریتانیا کې د بښنې نړیوال سازمان د کورنیو چارو پر وزیرې پرېتي پټېل د بې "کیفیته مشرتابه" تور پورې کړی.
د کډوالو د ملاتړ مرستندویه ادارې رېفیوجي کاونسل مشر اېنور سالومن ویلي کډوالو لپاره د قضیو پرېکړې ته دومره ډېر انتظار اندېښمنوونکی دی.
ده زیاته کړه: "دا ځنډ زرګونه کسان، سړي، ښځې، ماشومان له یوه ستونزمن او ناڅرګند حالت سره مخوي. دوی اړ دي چې د ورځې یوازې په ۶ پاونډو ګوذاره وکړي. پناه غوښتونکي چې قضیه یې نه وي فیصله شوي د کار اجازه نه لري، او هېڅ په خپل راتلونکي نه پوهېږي."
د کورنیو چارو وزارت ویلي د داسې یوې کاري ډلې په رامنځته کولو بوخت دي چې وارزوي څه ډول کېدلی شي د پناه غوښتنې قضیې ژر فیصله شي.
د بریتانیا د مهاجرت نوي قانون له مخې هر هغه کس چې دغه هېواد ته له غیر قانوني لارې راځي کېدای شي روانډا ته واستول شي او د پناه غوښتنې قضیه به یې هلته وړاندې کوي.