د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله: د مولوي هبت الله اخوندزاده ورځنی ژوند او فکر؛ له څه وېره لري؟

    • Author, حفيظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت رهبر چې دوی یې "امیر المؤمنین" ګڼي، په رسنیو او عام محضر کې تر اوسه نه دی لیدلی شوی. پر تلویزیون یې هم ویناوې نه دي کړې خو ورته منسوبې غږیزې ویناوې او پیغامونه یې څو ځله پر رسنیو راغلي دي.

په نړۍ کې د دود له مخې، د حکومتونو د مشرانو او رهبرانو د ژوند، شخصیت او کرکټر په اړه بېلا بېل رپوټونه او آن پر ځینو خو یې مستند فلمونه هم جوړېږي.

خو د مولوي هبت الله اخوندزاده د ورځني ژوند، ناستې پاستې، له خلکو سره د کتنې او چلن په اړه مالومات په نشت حساب دي.

ښاغلی اخوندزاده له خبریالانو سره نه ګوري، نو له همدې امله موږ په دې رپوټ کې هڅه کړې له هغو کسانو د نوموړي په اړه مالومات تر لاسه کړو چې وايي، بیا بیا یې ورسره کتلي او اوس هم پرلپسې ناستې ورسره کوي.

په دې رپوټ کې لږ تر لږه له لسو دغو کسانو سره خبرې شوې دي. درې یې دیني عالمان دي چې د پکتیا، زابل او پکتیکا ولایتونو دي. یوه بل داسې ځايي دیني عالم سره خبرې شوې چې وايي، له ښاغلي اخوندزاره سره د طالبانو حکومت له لومړنۍ واکمنۍ راهیسې پېژني.

په دوی کې داسې کسان هم شته چې د مولوي هبت الله اخوندزاده پر تګلارو کلکې نېوکې کوي.

د طالبانو د حکومت یو پخوانی چارواکی چې وايي دا څلور میاشتې وړاندې یې په لومړي ځل له ښاغلي اخونزاده سره کتلي، هم خبرې شوې دي.

ځینې نور داسې کسان هم غږول شوي چې په میاشت کې یو یا څو ځلې له نوموړي سره ګوري خو د خوندیتاب لپاره یې نومونه نه اخلو.

پر څوکۍ نه کېناستل او د عصري ژوند نه خوښول

د رهبرانو او مشرانو په اړه دا خبره ډېره عامه ده چې ژوند یې عصري وي او یا لږ تر لږه له شته پرمختللو اسانتیاوو ګټه اخلي. خو په دغو لسو کسانو کې چې موږ ورسره خبرې کړې دي، نږدې ټولو یې دا خبره کوله چې د طالبانو حکومت د مشر ژوند د نورو رهبرانو پرتله "ډېر ساده دی."

د یوه مرکه شوي کس په وینا چې پرلپسې د طالبانو له مشر سره ناستې پاستې کوي، وايي "ما هېڅکله په څوکۍ نه دی لیدلی او عموما په غونډو کې پر توشکه ناست وي."

د طالبانو د حکومت په ډېرو ادارو کې آن وزیران هم په وزارتونو کې د څوکیو پر ځای په توشکو غونډې کوي. ښايي یو لامل یې دا وي چې غواړي د خپل رهبر د ناستې پاستې لاره تعقیب کړي. مثلا، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني چې ښاعلي هبت الله ته خورا نژدې کسان بلل کېږي، په خپلو دفترونو کې د څوکیو پر ځای پر ځمکه توشکې اوارې کړې دي.

د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی په همدې تړاو وايي، "دا چې د شیخ صیب [هبت الله اخوندزاده] عصري ژوند او ماڼۍ نه خوښېږي، له همدې امله کابل ته هم نه غواړي ولاړ شي او کندهار کې پاتې کېږي."

مولوي هبت الله اخوندزاده ځینې وخت د خپل حکومت کابینه له کابله کندهار ته ورغواړي. د ځینو هغو کسانو په وینا چې کندهار کې د کابینې غونډو کې برخه اخلي، آن د کابینې هغه ناستې هم پر څوکیو نه وي چې مشري یې د طالبانو رهبر کوي.

د نسوارو عادت او د چرګ ښوروا

د افغانستان د پخوانیو رهبرانو دعادتونو په اړه په اړه بېلابېل مالومات خپاره شوي دي خو د طالبانو د حکومت رهبر د عادتونو یا عملونو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویل شوي؛ یا تر رسنیو څه نه دي راوتلي.

لږ تر لږه څلورو مرکه شویو کسانو چې موږ سره یې خبرې کړې دي، دا تائید کړې ده چې ښاغلی اخوندزاده نسوار اچوي. یو یې چې له ښاغلي اخوندزاده سره یې څو ځلې مجلسونه کړي او پر یوه دسترخوان یې ډوډۍ ورسره خوړلې، وايي "ما ولید چې تر څنګ یې توفداني اېښې وه. د ډوډۍ پرمهال مو پر ښوروا خبرې وکړې چې ډېره یې خوښېږي."

د طالبانو د حکومت یوه بل لوړ پوړي چارواکي هم بي بي سي ته د دغه عادت پخلی کړی.

نسوار په افغانستان کې ډېر عام دي او د ځينو ځوانانو تر څنګ یې سپينږیري هم اچوي.

"تر ډېره د خپل فکر منل"

د اکثره مرکه شویو په خبرو کې دا خبره یو ډول وه چې د طالبانو د حکومت رهبر په ډېرو مسایلو کې د "خپل فکر خبره مني."

نوموړی چې ډېر کلونه یې په مدرسو کې تدریس کړی، تر ډېره په افغانستان کې د حنفي فقې په بشپړ ډول د پلي کېدو پلوی دی او په دې برخه کې د ځوانو دیني عالمانو پر ځای، د خپل عمر په څېر د پخوانیو دیني عالمانو نظر ته په پرتله‌ییز ډول ډېر "درناوی لري."

د یوه مرکه شوي کس په وینا، "که په ځینو مسایلو کې مشوره هم کوي، تر ډېره هڅه کوي هغو عالمانو سره خبرې پرې وکړي چې د ده د عمر خلک دي."

د نوموړي‌ عمر اوس نژدې ۷۰ کلونو ته رسېږي، او د ځینو مرکه شویو په باور، هغه دیني عالمان چې تر یوې اندازې پر نوموړي اغېز لري،‌ له "لویه سره د داسې فکر خلک دي چې په افغانستان کې په اوسنۍ بڼه د ښځو زدکړو،‌ کار او سفر مخالف دي."

ځینې په دې باور دي چې د ښځو د حقونو په اړه د ښاغلي اخوندزاده "توند دریځ"، ښايي له همدې امله وي چې تر ډ‌ېره د همدغو دیني عالمانو خبره اوري- داسې څه چې د طالبانو حکومت یې له نړیوالې ټولنې ګوښی کړی دی.

مخکې له دې چې هبت الله اخوندزاده د طالبانو د خوځښت رهبر شي، د طالبانو د مرستیال مشر، قاضي القضات او د دوی د رهبرۍ شورا غړی هم پاتی شوی دی.

د افغانستان او نړۍ له حالاتو څنګه خبرېږي؟

ښاغلي هبت الله ته د نژدې کسانو له خولې، نوموړی په ټولو ولایتو او وزارتونو کې داسې کسان لري چې مخامخ د هغه دفتر ته په کندهار کې مالومات ورکوي. ډېر کله همدغه کسان د ځینو طالب چارواکو په اړه د ځايي خلکو شکایتونه ور رسوي.

د دې ترڅنګ په ولایتونو کې د دیني عالمانو شوراګانې د مالوماتو په ورکولو کې رول لري. په ولایتونو کې د دیني عالمانو شوراګانې د ده په لارښوونه جوړې شوې دي.

څو میاشتې وړاندې نوموړي په کندهار کې د طالبانو د ملي امنیت له ولایتي مشرانو سره په کتنه کې هغوی ته لارښوونه کړې وه چې مخامخ به د ده تر امر لاندې کار کوي. نو ملي امنیت یې هم د مالوماتو په ورکولو کې مهم رول لري.

د طالبانو د لوړپوړو چارواکو او د هغو کسانو له خولې چې موږ ورسره د دې رپوټ لپاره خبرې کړې دي، ښاغلی هبت الله اخوندزاده د بي بي سي راډیو اوري او له دې لارې د نړۍ له مسایلو هم ځان خبروي.

د دې تر څنګ، د "کاتب یا لیکوال" په نامه یو داسې کس هم لري چې په ټویټر، فېسبوک او نورو خواله رسنیو کې د افغانستان په اړه خپاره شوي مهم مالومات هره ورځ ور رسوي. خو خپله موبایل نه کاروي او د ټولو مرکه شویو له خولې تصویر اخیستل یې نه خوښېږي.

د یوه مرکه شوي له خولې "په خپل دفتر کې هم خپلو کارمنانو ته اجازه نه ورکوي چې د ده خونې ته کمره لرونکی موبایل ور وړي." ښايي یو دلیل یې همدا وي چې انځورونه یې خورا کم دي.

بي بي سي پښتو ته د طالبانو د حکومت څو سرچینو د نوموړي دوه نور انځورونه هم تائيد کړي دي. پخوا یې یوازې یو تصویر چې په رسنیو کې ډېر کارول کېږي، نوموړي ته منسوبېده.‌

له څه وېره لري؟

"د شیخ صیب [د طالبانو رهبر] یوه تر ټولو ستره وېره د دیني عالمانو ترمنځ تصادم" یا ټکر دی. دا خبره لږ تر لږه دوو کسانو چې نوموړي‌ سره ډېر لیده کاته کوي، په مرکو کې وکړه.

په افغانستان کې ګڼ دیني عالمان آن د طالبانو د حکومت ځینې پلوي هغه هم د نجونو زدکړو او ځینو نورو مسایلو په اړه د ښاغلي هبت الله د دریځ‌ سخت مخالف دي.

د یوه مرکه شوي طالب چارواکي‌ په وینا، "شیخ صیب د نجونو ښوونځیو په اړه له دې اختلافه وېره لري چې د عالمانو ترمنځ‌ یو د بل پر ضد فتواوو ته لار جوړه نه کړي، نو ځکه دې موضوع کې احتیاط کوي."

د ځینو مرکه شویو په باور، د ښاغلي‌ هبت الله یوه بله وېره دا هم ده چې که د نجونو زدکړو او کار ته اجازه ورکړي،‌ ښايي‌ د طالبانو په خوځښت کې "د ځینو توندلارو ملایانو د لارې بېلېدو سبب شي. نو د هغوی د قناعت لپاره د ښوونځیو پرانیستل ځنډلې دلي."

اوس نژدې ۷۰۰ ورځې وشوې چې د ښاغلي اخوندزاده په امر له شپږم پورته نجونې له ښوونځیو راګرځول شوې او لا هم روښانه نه ده چې په دې اړه یې فکر بدلېږي او که بدلېږي نو کله.