تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسې او بریتانیا له اسرائیلو غوښتي چې پر ایران له غچ اخیستونکي برید ډډه وکړي
د فرانسې ولسشمر ایمانوېل مکرون وايي، فرانسه به په تر خپله وسه هڅه وکړي چې اسرائیل قانع کړي د ایران د برید په ځواب کې تاوتریخوالی زیات نه کړي. په ورته وخت کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامیرون هم په ورته څرګندونو کې له اسرائیلو غوښتي چې غچ اخیستونکی برید ونه کړي او ویې ویل چې د "تهران اقدام تقریباً یوه بشپړه ناکامي وه".
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د دوشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې "موږ ټول د شخړې د احتمالي زیاتوالي په اړه اندېښمن یو."
هغه وویل چې فرانسه هڅه کوي چې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.
د شنبې په شپه ایران په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید په غبرګون کې په شاوخوا ۳۰۰ بې پیلوټه الوتکې او توغندي پر اسرائیلو وتوغول.
بله خوا، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامیرون بيبيسي ته ویلي، ایران پر اسرائیلو له شنډ شوي برید وروسته له "دوه برابره ماتې" سره مخامخ شو او نړۍ ته یې خپله ریښتونې څېره وښوده.
ډېوېډ کامیرون له اسرائیلو غوښتي چې "له هوښیارۍ او سختګیرۍ" کار واخلي؛ ځکه چې په وینا یې اسرائیل به د شنبې شپې برید ته غبرګون وښيي.
پر اسرائیل د ایران برید؛ ګوتېرېش وايي، منځنی ختیځ د ویجاړوونکې جګړې د خطر په ژۍ ولاړ دی
پر اسرائیل د ایران د ډرون او توغندیو له برید وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې ته په وینا کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د منځني ختیځ خلک د یوې بشپړې ورانوونکې جګړې د خطر په ژۍ وبلل او پر ټولو لورو يې غږ وکړ چې د حالت د ترينګلي کېدو مخه ونیسي.
نوموړي وویل، دا حیاتي ده چې د هر داسې ګام مخه ونیسو چې په منځني ختیځ کې په بېلو جبهو کې د پوځي ټکرونو لامل کېدی شي. دی وايي، "ملکیان وار له مخه ځورېږي او لوړه بیه پرې کوي او دا زموږ مسؤولیت دی چې په فعالانه ډول د نورو پارونو مخه ونیسو."
د امنیت شورا دغې غونډې ته چې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو د استازي په غوښتنه رابلل شوې وه د اسرائیلو سفیر ګیلاد اېردن وویل، چې د ایران دغه بریدونه د هر ډول سرې کرښې ماتول وو. نوموړي وویل چې "اسرائیل د غچ اخیستو حق لري" او دا کار به په راتلونکي کې وکړي.
ښاغلي اېردن وويل، فکر وکړئ که ایت الله خامنهیي تېره شپه اتومي بم توغولی وی. آیا غواړو په داسې نړۍ کې ژوند وکړو؟ نو د برجام (د ایران اتومي تړون) لاسلیکوونکو! زه وایم همدا نن بېرته سمون راولئ او وړاندې له دې چې ډېر ناوخته شي پر ایران ټول ممکنه بندیزونه ولګوئ."
نوموړي زياته کړه، "ما له وړاندې دا روښانه کړې وه چې ایران او د نړیوال هژموني لاسبري لپاره يې هیلې باید مخکې له هغې ودرول شي چې د نه ستنېدو ټکي ته ورسېږي."
ګیلاد اېردن پر ایران تور پورې کړ چې د حزب الله په ګډون په منځني ختیځ کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، هغه څه چې ایران يې ردوي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي سعید اېرواني دغې غونډې ته وویل چې پر اسرائیل د ایران برید د ځاني دفاع مشروع حق و. هغه زیاته کړه چې د ایران پر یوه ديپلوماتیکه ودانۍ د اسرائیلو برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض و او ایران د خپل قانوني حق له کارولو پرته بله لاره نه لرله.
نوموړي وويل، "د ایران عملیات د ځاني دفاع د بنسټیز حق پر ځای کول وو. دا ترسره شوی اقدام اړین او متناسب و. دا دقیق و او یوازې پوځي اهداف يې په نښه کړي وو او په احتیاط سره ترسره شول تر څو د نورو پارونو او ملکي زیان احتمال تر ټولو کم شي."
ده زیاته کړه چې ایران تر خپله وسه زغم کړی خو اسرائیل يې په سیمه کې د بېثباتۍ اصلي عامل وباله او امریکا او بريتانیا يې هم تورن کړل چې د اسرائیل په ملاتړ سره د "اشغالګر رژیم شریکان" دي.
ده همدا ډول زیاته کړه که امریکا يې پر خلاف اقدام وکړي نو په متناسب ډول به ځواب ورکړي.
که څه هم سپینې ماڼۍ ویلي چې اسرائیل ته یې خبرداری ورکړی چې د ایران پر خلاف د اسرائیل په هر ډول ګوزار کې ګډون نه کوي.
د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي، ولسمشر بایډن د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ویلي چې پر اسرائیل د ایران د لومړني مخامخ ګوزار د ځواب په اړه ډېر په احتیاط او ستراتيژيکي ډول فکر وکړي. دغه چارواکي ویلي چې اسرائیل په دې تبادله کې بر لاس لري.
پر اسرائیل د ایران برید چې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ او هلته د لوړپوړو ایراني قوماندانانو د وژل کېدو په غچ کې وشو، ټول توغندي د امریکا او د اسرائیل د نورو ملاتړو له خوا خپلو موخو ته له رسېدو وړاندې شنډ او راغورځېدلي. اوس د اسرائیل د جنګ کابینې ویلي چې د خپلې خوښې په ډول او وخت کې به ایران ته ځواب ورکوي.