د بي بي سي پښتو ژوندۍ پاڼه چې پر اسرائيلو د ايران ډرون او توغنديز بريدونو په اړه معلوماتو او وروستيو پرمختګونو ته ځانګړې شوې وه همدلته پای ته رسېږي.
له تاسو مننه چې تر دې مهاله له بي بي سي پښتو سره وئ.
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیلو دفاع وزارت تائید کړې چې ایران پر اسرائیلو ډرون ور توغولې دي. پر اسرائیل د ایران یو شمېر توغول شوې بېپیلوټه الوتکې مو غورځولې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر اسرائیلو د تېرې شپې له برید څخه ۷۲ ساعته مخکې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه خبر کړل شوي وو. اسرائیلو ویلي، د ایران له ۳۰۰ توغول شویو ډرون او توغندیو یې کابو ټول شنډ کړي، خو لا هم د خبرداري کچه لوړه ده.
د بي بي سي پښتو ژوندۍ پاڼه چې پر اسرائيلو د ايران ډرون او توغنديز بريدونو په اړه معلوماتو او وروستيو پرمختګونو ته ځانګړې شوې وه همدلته پای ته رسېږي.
له تاسو مننه چې تر دې مهاله له بي بي سي پښتو سره وئ.
په ملګرو ملتونو کې د ايران استازي د امنیت شورا په غونډه کې د اسرائیلو د استازي له وینا سملاسي وروسته ملګرو ملتونو تهتېره ورځ د دغه هېواد له خوا استول شوي لیکته په اشارې سره وویل،"د ایران بريدد نړیوالو قوانینو له مخېد ځاني دفاع مشروع حق و"چې د ایران پر یوه ديپلوماتیکه ودانۍ د اسرائیلو برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض و او ایران د خپل قانوني حق له کارولو پرته بله لاره نه لرله.
د ايران استازي همدارنګه د غزې جګړه کې په امریکا، فرانسه، او بريتانيا نیوکه وکړه او سپینه ماڼۍ او د هغه متحدين يې د اوسني وضعت له امله پړه وبلل.
که څه هم ايراني استازي د امنیت شورا په ناسته کې ادعا وکړه چې هېواد یې تر دې دمه "تر ټولو زیات زغم" ښودلی، خو وايي اوس "د ځواب ویلو او اقدام وخت دی".
د ایران سفیر له اسرائیلو سره په بشپړ مخالفت کې دغه هېواد په سیمه کې د بې ثباتۍ اصلي عامل وباله او په عین حال کې یې امریکا او بريتانياد اسرائیلو د ملاتړ له امله د "نیواکګر رژیم" ملګري وبلل.
ده وويل، "ایران په سیمه کې له امریکا سره د جګړې نیت نه لري...خو که متحده ایالات د ایران، ايراني وګړو او یا د هغو د امنیت او ګټو پر ضد پوځي ګام پورته کړي، اسلامي جمهوریت به په متناسب ډول د ځواب ویلو له خپل اصلي حقه کار واخلي."
د اسرائیلو سفیر په یوه بیان کې د ایت الله رژیم د نړۍ سولې ته ګواښ بللی او ویلي یې دي چې ايران د شنبې پر شپه د سلګونه توغنديو او ډرونونو په مټ له ۶۰ زره کيلوګرامه زيات چاودېدونکي مواد او بمونه د اسرائيل پر لور توغولي دي.
د اسرائيلو استازي د ایران برید د ټولې سیمې لپاره "وېروونکې"وباله او خبرداری یې ورکړچې "اوس فکر وکړئ که ايران اتومي وسلې تر لاسه کړي... موږ پوهېږو چې ايران د يورانيمو غني کولو په حال کې دی... تصور وکړی که ايت الله خامنه ای تېره شپه د اټومي بم د توغولو فرمان ورکړی وی."
د اسرائیلو استازي د ايران د غندنې او پر دغه هېواد د سختو بنديزو لګولو غوښتنه وکړه. ده حتی له ملګرو ملتونو د ايران د ايستلو غوښتنه هم وکړه او په پای کې وويل، "د ايران مخه نن ونيسي."
په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اپریل د لومړۍ نیټې برید او همدارنګه په غزه کې بشري ناورین ته په اشارې سره، په امنیت شورا کې د چین سفیر د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سم په غزه کې د سملاسي اوربند او له ټولو خواوو د زغم څرګندولو غوښتنه وکړه.
د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو (جي ۷) مشرانو د انلاين له لارې د يوې غونډې په پای کې د اعلاميې په خپرولو سره پر اسرائيلو د ایران بريد په کلکه وغانده او له اسرائيلو يې خپل "بشپړ" ملاتړ يو ځل بيا په ډاګه کړ.
د جي ۷ هېوادونو په اعلاميه کې راغلي، "ايران په خپلو کړنو سره سيمه د بې ثباتۍ پر لور بيايي او کېدی شي دا له کنټروله وتلی کړکېچ رامنځته کړي. موږ به د ثبات راوستلو او تاوتريخوالي مخنیوي لپاره په ګډه کار ته دوام ورکړو. په دې تړاو له ايران او د هغو له نيابتي ډلو غواړو چې خپل بريدونه ودروي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر اسرائیلو د تېرې شپې له برید څخه ۷۲ساعته مخکې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه خبر کړل شوي وو.
حسین امیرعبداللهیان په هغه وینا کې چې د ایران له خبر تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شوه وویل: "موږ د سیمې او ګاونډیانو امنیت خپل امنیت ګڼو".
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، په سیمه کې هغه هېوادونه چې د امریکا د پوځي اډو کوربه توب کوي، خبرداری ورکړی چې ایران یوازې "د مشروع دفاع او اسرائیلو مجازاتول غواړي او په سیمه کې د امریکا د اډو د نښه کولو هڅه نه کوي".
په ورته وخت کې ښاغلي امیرعبداللهیان خبرداری ورکړ، چې که امریکا په سیمه کې خپلې اډې د اسرائیلو د دفاع لپاره وکاروي، دغه اډې به د ایران د بریدونو هدف وګرځي.
د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک ويلي، د شاهي هوايي ځواک الوتکو تېره شپه د ايران له خوا د اسرائيلو پر خاوره يو شمېر توغول شوې بې پيلوټه الوتکې ويشتلې دي.
هغه له ټلویزیونونو سره په مرکه کې زیاته کړه، "بریتانیا د اسرائیلو او سیمې د امنیت ملاتړ کوي او موږ یوه منطقي غږ ته اړتیا لرو چې بریالي شو."
د برتانیا لومړي وزیر تایید کړه چې شاهي هوايي ځواک "سیمې ته اضافي الوتکې لېږلي."
سوناک د ایران برید یو "خطرناک او غیر ضروري تاوتریخجن حالت" بللی چې زه یې په سختو ټکو غندم.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دریو اروپايي هېوادونو بریتانیا، فرانسې او جرمني سفیران احضار کړل او د اسرائیلو پرضد یې د ترسره شوي برید په اړه د خپلو هېوادونو د دریځونو په اړه خبرداری ورکړ.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اسرائیلو د ایران برید "مشروع دفاعي اقدام" بللی دی.
ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بخلي پر اېکس یوه پیغاهم کې لیکلي: "صهيونيستي رژيم د خپلو جناياتو په دوام د اپرېل پر لومړۍ نېټه د ټولو ديپلوماتيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران سفارت کونسلۍ څانگه په نښه کړه، چې په ځواب کې يېد ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل."
نوموړي دا هم ویلي چې اسرائیل ''د تېر کال له اکټوبر راهيسې صهيونيستي رژيم په غزه کې تر دري دېرشو زرو زياتو ملکيانو د نسلوژنې په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړېچې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي."
د طالبانو حکومت د سیمې او نړۍ له "اغېزناکو" هېوادونو غوښتي چې "د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي".
د نړۍ هېوادونو د سې شنبې په شپه پر اسرائیلو د ایران له خوا پیل شوی بریدونه وغندل او خبرداری یې ورکړ چې دا برید د منځني ختیځ سیمه لا بې ثباته کوي او په سیمه کې یې د زغم او له هر ډول تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
اسرائیل اعلان کړی و، چې ایران د شپې ۳۰۰ بې پیلوټه الوتکې او توغندي توغولي او ۹۹ سلنه یې له منځه وړې دي، د اسرائیلي پوځ په وینا د ایران سربېره له عراق او یمن څخه هم توغندي توغول شوي دي.
غبرګونونه دلته لوستلی شئ.
په داسې حال کې چې د اسرائیلو دفاع وزارت تائید کړې چې ایران پر اسرائیلو ډرون ور توغولې، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري وايي، پر اسرائیلو برید "خپل هدف ته رسېدلی او زموږ له نظره عملیات پای ته رسېدلي دي."
په ایران کې د دغو عملیاتو په خوښۍ خلک واټونو ته راوتلي او خوشحالۍ لمانځي.
امریکايي خبري رسنۍ سي اېن اېن د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي، ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې پر اسرائیلو د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته ویلي چې امریکا به پر ایران احتمالي ځوابي برید کې برخه وانخلي.
په ورته وخت کې یوه اسرائیلي چارواکي له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ویلي چې د اسرائیلو له لوري هر ډول ځواب به د اسرائیلو له متحدینو سره له مشورې وروسته ورکول کېږي.
د یادولو وړ ده چې ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسرائیلو د څه باندې ۲۰۰بې پیلوټه الوتکو، کروز او بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.
د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ویلي، "۹۹سلنه" توغندي او بې پیلوټه الوتکې هدف ته له رسېدو مخکې شنډ شوي، خو دا یې تایید کړه چې یو توغندی پر ناواتیم هوايي اډې ته لګېدلی او پوځي تاسیساتو ته یې لږ زیان اړولی دی.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري وايي، پر اسرائیلو برید "خپل هدف ته رسېدلی او زموږ له نظره عملیات پای ته رسېدلي دي."
هغه د ایران "خبر" شبکې چینل ته وویل، که اسرائیل په سیمه کې پر ایران یا د ایران پر پوځي مرکزونو برید وکړي، "زموږ راتلونکي عملیات به له دې ډېر لوی وي."
ښاغلي باقري دا هم وویل چې ایران د سویس د سفارت له لارې امریکا ته پیغام استولی چې که امریکا پر ایران د اسرائیلو په احتمالي برید کې برخه واخلي، په سیمه کې د امریکا اډې به ناخوندي وي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي، ایران د دې وړتیا لري چې پر اسرائیلو تر "لسګونو ځله لوی" برید وکړي، خو دا کار یې نه دی کړی او د اسرائیلو پر "ګڼ مېشتو او اقتصادي مرکزونو" یې له بریدونو هم ډډه کړې ده .
ایران د شنبې په شپه پر اسرائیلو له ۳۰۰ډېرو بې پیلوټه الوتکو، کروز او بالستیک توغندیو برید وکړ.
د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ویلي، "۹۹سلنه" توغندي هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي، خو دا یې تایید کړې، چې یو توغندی د نواتیم پر هوايي اډې لګېدلی او "لږ زیان" یې اړولی دی.
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، اسرائيل به د ايراني بې پيلوټه الوتکو او توغنديو د بریدونو پر وړاندې بریالي کېږي.
نتانیاهو پر اېکس په یوه لنډ پوسټ کې لیکلي: "موږ مخالفتوکړ، موږ مقابله وکړهاو موږ به یوځای بریالي کېږو."
بله خوا،د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانت په یوه ویډیو بیان کې وویل اسرائیل وتوانېد چې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پر وړاندې ټینګ ودرېږياود ایران د بریدونو لومړۍ څپې مقابله وکړي چې اسرائیل په نښه کوي، مګر هغه فکر کوي چې "مقابله لا پای ته نه ده رسېدلې."
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر دغه هېواد د ایران له برید وروسته په غبرګون کې، ویلي چې هېواد به یې "بريالی کېږي".
تر دې وړاندې، د وینا پر مهال، نوموړي ويللي وو چې پوځ يې "هر ډول وضعیت ته چمتو دی."
د اسرائیلو د دفاع وزارت ویاند دانیال هګاري وايي، تېره شپه پر اسرائیلو څه باندې ۳۰۰ډرونونه او توغندي توغول شوي چې ۹۹ سلنه یې شنډ کړای شوي دي.
هګاريويل، ایران پر اسرائیلو "۱۷۰ډرون، ۳۰ کروز توغندي او ۱۲۰ بالستیک توغندي" توغولي دي.
نوموړي دا هم تائید کړه چې د اسراییل په جنوب کې یوې پوځي اډې ته "لږ زیان" اوښتی دی.
ښاغلي هګاري زياته کړه،چې پر ایران سربېره له عراق او یمن هم پر اسرائیلو ځینې توغونې شوي دي.
نوموړي د اسرائیلو پر دولتي ټلویزیون خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، ایران یو ډېر خطرناک ګام پورته کړی کړی چې سیمه د کړکېچ لور ته بيايي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ويلي، د یکشنبې په ورځ (اپریل ۱۴) د اوو سترو اقتصادي هېوادونو (جي ۷) له مشرانو سره په غونډه کې به پر اسرائیلو د ایران د برید په اړه د نړیوال ډیپلوماتیک ځواب په اړه پرېکړه وکړي.
د امریکا د ولسمشر په بیان کې چې د اسرائیلو له لومړي وزير بنیامین نتنیاهو سره له خبرو وروسته خپور شو، ویل شوي چې د ایران د سپاه پاسداران له خوا پر اسرائيلو نژدېټول توغول شوي ډرونونه او توغنديد ویجاړونکو وسایلو په مرسته له منځه وړل شوي دي.
د امريکا ولسمشر ويلي، چې له بنيامين نتنياهو سره يې په خبرو کې يې د اسرائيلو د امنيت په برخه کې د واشنګټن پر ژمنې ټينګار کړی او ويلي يې دي، "د ايران د بې ساري بريدونو پر وړاندې له ځانه په دفاع سره دغه هېواد خپلو دښمنانو ته د پام وړ دفاعي توان وښود او ښکاره يې کړه چې نشي کولی د اسرائیلو امنیت په اغېزمنه توګه وګواښي."
جو بایډن دا هم ويلي، چې د یکشنبې په ورځ به د اوو سترو اقتصادي هېوادونو له مشرانو سره د يوه ديپلوماتيک غبرګون لپاره خبري وکړي. نوموړي ويلي،"زما ټیم بهپه سیمه کېله خپلو متحدينو او همدارنګه د اسرائیلو له مشرانو سره په نژدې اړیکه کې وي. که څه هم زموږ پر خپلو ځواکونو یا تاسیساتو بريد نه دی شوی، خو موږ به د ټولو ګواښونو په وړاندې هوښیار وو او د خپلو خلکو د دفاع لپاره به هېڅ نه درېغوو."
د امریکا او اسرائیلو د دفاع وزیرانو پر اسرائیل د ایران هوايي بریده څو ساعته وروسته خبرې وکړې.
د اسرائيلو له خوا خپرې شوې اعلاميې له مخې لوېډ اسټن له خپل اسرائيلي سيال غوښتي چې د ايران له هر ډول شوني ځواب وړاندې واشنګټن ته د خپل پلان په اړه معلومات ورکړي.
د جرمني د لومړي وزير اولاف شولتز ویاند ویلي، هېواد یې د ایران بریدونه په "کلکه غندي."
د جرمني د لومړي وزير ویاند ایران ته خبرداری ورکړی چې سیمه یې د "یوې هر اړخیزې جګړې له ګواښ سره مخامخ کړې ده."
د هغه په وينا، د ايران دغه "غير مسوولانه او غير عادلانه بريد د جګړې خطر زيات کړى دى."
هغه زياته کړه چې هېواد يې له "اسرائيلو سره ولاړ دی."
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن یکشنبه د اسرائیلو په غوښتنه پر دغه هېواد د ایران د برید د څېړلو په اړه غونډه وکړي.
د مالټا د پلاوي ویاند چې د امنیت شورا دوره یي مشري کوي، د شنبې په شپه خبریالانو ته وویل، دا غونډه به د نیویارک پر وخت مازدیګر څلور بجې د اسرائیلو پر وړاندې د ایران د بې ساري برید د بیا کتنې لپاره جوړه شي.
له دې مخکې په ملګروملتونو کې د اسرائیلو سفیر هم دغې شورا ته د یوه لیک په استولو سره د ایران هوایی بريد د دغه هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا، نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو ښکاره سرغړونه بللې وه او د ایران د غندلو لپاره یې د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې وه.