د خوړو نړیوال پروګرام: لوی اختر به د ډېرو اړو افغان کورنیو لپاره د ژوند یوه بله ستونزمنه ورځ وي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي لوی اختر به د ډېرو اړو افغان کورنیو لپاره د ژوند یوه بل ستونزمنه ورځ وي.

دغه نړیواله اداره وایي، افغانستان کې داسې مهال خلک د لوی اختر لپاره تیاری نیسي چې دوولس میلیونه وګړي یې نه پوهېږي د بل وخت خواړه به له کومه کوي.

ډبلیو اېف پي په خپله ایکس پاڼه د یو شمېر افغان ښځو خبرې کړې چې د کورنیو سرپرستې دي او له نیستۍ سرټکوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اختر د کورنیو او ملګرو ترمنځ په ګډه د خوشحالیو نمانځلو یو ښه فرصت دی، خلک به په خپلو کې راټولیږي او ډول ډول خواړه به خوري، خو زیاتوي چې د نږدې له نیمو زیات افغان وګړو لپاره د ژوند د نورو ستونزمنو او کړاوه ډکو ورځو څخه دا هم یوه بله ستونزمنه ورځ ده.

ډبلیو اېف پي په خپله ایکس پاڼه د ېوې کونډې مېرمنې خبرې خپرې کړې چې مخکې یې ښه ژوند درلود خو اوس د وړیو په ویشنلو خپل ماشومان ساتي. دا وايي:

''هرڅه وو، بچیانو مې نوې جامې کولې، لوڼو مې هم کالي کول، ژوند مو له میوو او دانو ډک وو، دا څلور پنځه اختره چې پلار یې وفات شوی، هیڅ هم نه لرو.''

د وچې مېوې ډګ دوکانونه او د ښکلو جامو ځلیدونکې هټې، د ډېرو لپاره له لېرې یو ښه خو غمجن انځور دی چې نه لاس ور وړلی او نه یې ځانته پېرلی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام، د یوې کورنۍ د غړو انځور هم خپور کړی چې په خټینه کوچنۍ خونه کې لس ماشومان، په دوو وړو کاسو ډوډۍ ورټول دي او لږ وچه ډوډۍ ټولو ته پرې ایښې ده.

دغه نړیوال پروګرام وایي، یاد انځور د هغو نږدې دوولس میلیونه خلکو حال بیانوي چې دا مهال نه پوهېږي چې د بل ځاښت خواړه به له کومه کوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه مور چې د درزیانو یا خیاطانو هټیو مخکې ناسته ده، او خلک د اختر لپاره ترې نوې جوړې وړي، وایي له مجبورۍ یې د خیر ټولولو لاس نورو ته اوږد کړی. دا وايي:

''یو ځوان زوی مې مړ شو، یو بل مې لیونی دی، څلور لوڼې راته کور کې ناستې دي، له مجبوریته سرکړنو ته راوځم، بله هیڅ چاره نه لرم، څه وکړم؟!''

د ملګرو متلونو دغه ادارې په وار وار له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې په افغانستان کې د اړو خلکو د لاس نیوي لپاره مرسته وکړي ځکه د دوی یاده اداره یوازې له کم شمېر خلکو سره د مرستې توان لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام دا هم وايي چې په افغانستان کې وروستیو طبیعي پيښو او له ګاونډیو هېوادونو د زیات شمېر افغان کډوالو بېرته راستنیدو د اړمنو خلکو شمېر نور هم زیات کړی چې بېړني لاس نیوي ته اړتیا لري.