چین کې په تېرو ۹ کلونو کې لومړی ځل ودونه ډېر شوي دي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
چین کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې ۷ اعشاریه ۶۸ میلیونه نوي ودونه ثبت شوي، چې د خپل وړم کال پرتله ۱۲ اعشاریه ۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د چین د ملکي چارو وزارت د معلومات پر بنسټ، تېر کال دغه هېواد کې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۸۴۵ زره ډېر ودونه شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې لس کاله وړاندې یعنې په ۲۰۱۳ کال کې په چین کې ۱۳ اعشاریه ۴۷ میلیونه ودونه ثبت شوي وو.
د چین دولت خلک ودونو ته هڅوي، چې وکولی شي د ځوانانو او نفوس د کمېدو مخه ډب کړي.
چین په ۱۹۸۰ کال کې د خپل ډېرېدونکي نفوس د کنترولولو لپاره له یوه د ډېرو ماشومانو پر زېږولو بندیز ولګاوه او له همدې کبله پکې له څو لسیزو راهیسې د زیږون کچه ټیټه ده.
خو دا تګلاره یې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ بدله کړه، چې وکولی شي د نفوس شمېر بېرته لوړ کړي.
د روانې میاشتې پیل کې د چین لومړي وزیر لی کیچانګ ژمنه وکړه، چې حکومت به یې "د زیږون خوښوونکې ټولنې او اوږد مهاله متوازن نفوس درلودلو ودې" لپاره کار وکړي.
د هېواد دولتي پلان جوړونکو په مارچ کې خپاره شوي راپور کې ژمنه کړې، چې د زیږون، تعلیم، د پلارولۍ او مورولۍ لګښتونو په کمولو سره او د والدینو رخصتي پالیسي اصلاح له لارې به د زیږون کچې لوړولو ته وده ورکړي.
په ۲۰۲۳ کال کې هم د چین نفوس له پلانه ټیټ و او لامل یې کم زیږون او د کورونا وبا له کبله لوړه مړینه په ګوته شوې ده.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
ډیر چینایان د ټیټ اقتصادي وضعیت له کبله غوره ګڼي چې مجرد پاتې شي.
ځوانې ښځې ځکه په واده کولو کې ډېر احتیاطه کوي چې اندېښنه لري د ملکیت په اړه نوي قانون له مخې به تر ډېره ملکیت نارینه و ته سپارل کېږي.
بلخوا شمېرې دا هم ښيي، چې ۲۰۲۳ کال کې د طلاق شمېر لوړ شوی.
تېر کال ۲ اعشاریه ۵۹ میلیونه طلاقونه هم ثبت شوي دي چې هېڅ یوې خوا په کې اعتراض نه درلود یعنی طلاق د دواړو خواو غوښتنه وه.
د ملکي چارو وزارت لا د هغو طلاقونو شمېر نه دی په ډاګه کړي چې ښځې یا مېړه پرې اعتراض درلود یا له طلاقه ناراضه وو.
دغه وزارت له دې ننګونې سره هم لاس او ګریوان دی، چې راتلونکې لسیزه کې به نژدې ۳۰۰ میلیونه چینایان تقاعد شي او دا نژدې د امریکا د ټول نفوس برابر دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
لکه څنګه چې د زیږون کچه له ودونو سره تړاو لري شنونکي هیله لري، چې د ودونو زیاتیدو سره به د زیږون کچه هم لوړه شي.
چین په اسیا کې یوازینی لوی اقتصاد لرونکی هېواد نه دی چې د زیږون له ټیټې کچې او د نفوس له زړښت سره مبارزه کوي، بلکې سویلي کوریا هم پر ورته برخلیک اخته ده.
سویلي کوریا په نړۍ کې د زیږون ترټولو ټیټه کچه لري او تمه کېږي، چې نفوس به یې تر ۲۱۰۰ کال پورې نیمایي شي.
په ۲۰۲۲ کال جاپان کې د زیږون شمېر ۸۰۰ زره تیټ و او هانګ کانګ کې حکومت تېر کال اعلان وکړ، دوی د زیږون له ټیټې کچې سره د مبارزې په لړ کې هر نوي زیږیدلي ماشوم ته ۲۰ زره ډالره ورکوي.








