عمران خان وايي، کلابند یم، ښايي بیا ونیول شم، حکومت: د عمران خان نیولو پرېکړه نه ده شوې

د پاکستان پنجاب صوبه کې د اطلاعاتو ایالتي وزیر عامر میر د پاکستان له جیو شخصي ټلویزیون سره خبرو کې وویل، حکومت د عمران خان نیولو په تړاو هېڅ پرېکړه نه ده کړې.

له دې مخکې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران اندېښنه څرګنده کړه، چې د لاهور په زمان پارک سیمه کې یې استوګنځی پولیسو محاصره کړی او ښايي ونیول شي. د یادونې ده چې ښاغلی خان تېره سې شنبه د پلازمېنې اسلام اباد له یوې محکمې د مالي فساد په تور ونیول شو، خو وروسته د پاکستان سترې محکمې د نوموړي نیول غیر قانوني وبلل او خوشی یې کړ.

اوس د پنجاب اطلاعاتو وزیر وايي، عمران خان د حکومت پارولو هڅه کوي، خو په وینا یې تر سبا ماسپښین دوو بجو پورې به هېڅ هم نه کوي. نوموړی وايي، حکومت ته داسې تائید شوي رپوټونه رسېدلي چې په زمان پارک کې له دېرشو تر څلوېښتو پورې ''ترهګرو پناه اخیستې.''

د نوموړي په وینا تېر ځل د عمران خان له نیول کېدو وروسته چې په لاهور ښار کې د قول اردو قوماندان کور سوځول شوی و، هغو کسانو ته هم له همدې ځایه لارښوونه کېده او پر پوځي تاسیساتو برید کوونکي هم په همدې زمان پارک کې پټ شوي دي.

نوموړي تور پورې کړ، چې کېدای شي عمران خان دغه کسان یو، بل لور ته تیت او پرک کړي. د هغه په خبره هغه کس هم په زمان پارک کې پټ دی چې د قول اردو قوماندان یونیفورم یې له ځان سره وړی و. ښاغلی میر وايي، د دې کسانو محاکمه به پوځي محاکمې کوي او ځینې به د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې محاکمه کېږي.

د ښاغلي خان له نیول کېدو وروسته پاکستان کې په پراخه کچه احتجاجونه وشول او د هېواد په ځینو برخو کې پر پوځي تاسیساتو او مېشت ځایونو نامعلومو کسانو بریدونه وکړل. پاکستان حکومت وايي، بلواګر د تحریک انصاف ګوند پلویان او د دې ګوند مشرتابه په لارښوونه یې دا هر څه کړي، خو تحریک انصاف ګوند دا تورونه ردوي.

د ګوند مشر عمران خان وايي، هغه وسله وال کسان چې په لاهور کې یې د قول اردو قوماندان پر کور برید وکړ نامعلوم کسان وو، چې خلک یې برید ته هڅول او باید په تړاو یې پلټنه وشي.

اوس د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر په داسې حال کې د بیا نیول کېدو اندېښنه ښودلې، چې د اسلام اباد عالي محکمې دوو قضیو کې د عمران خان لنډمهاله ضمانت د مې میاشتې تر ۳‍۱مې وغځاوه.

د ښاغلي خان په وینا د دوی ۲۵ ګوندي ملګري د سوله ییز احتجاج پر مهال وژل شوي او ۷۰۰ نور کسان داسې دي، چې د مرمیو لګېدو له کبله ټپیان شوي دي. عمران خان ادعا کوي چې نژدې اووه نیم زره پلویان یې زندانونو ته استول شوي دي.

بل لور د مې نهمې نېټې پېښو ته په اشارې سره د پاکستاني پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر وايي، هغه کسان به هرو مرو د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې د ده په وینا د تورې ورځې یانې د مې پر نهمه یې ملت ته سپکاوی کړی او دا به باوري کړل شي، چې بیا داسې پېښې و نه شي، چې د منظم پلان له مخې رامنځته شوې.