واشنګټن کې ولې یوه سړي د اسرائیلو سفارت مخې ته ځان ته اور اچولی؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د بېړنیو خدماتو په وینا، یوه سړي په واشنګټن ډي سي کې د اسرائیلو د سفارت مخې ته ځان ته اور اچولی دی.
دا پېښه د یکشنبې په ورځ په ځايي وخت شاوخوا ۱۳ بجې (۱۸:۰۰ GMT) شوې ده.
د ښار د اور وژنې څانګې راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو د پټو خدماتو افسرانو مخکې لدې چې سړی روغتون ته د جدي، ژوند ګواښونکي ټپونو سره یوړل شي اور مړ کړ.
د واشنګټن د پولیسو څانګه د پټو خدماتو او نورو اړوندو چارواکو سره یوځای تحقیقات کوي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه سړی د سفارت کارکوونکو ته نه و پېژندل شوی.
د یوه مشکوک موټر په اړه د اندېښنو له امله د بم د شنډولو یو واحد سایټ ته لېږل شوی و چې کېدای شي دا له یاد سړي سره تړاو ولري.
وروسته اعلان وشو چې سیمه خوندي ده او کوم خطرناک مواد ونه موندل شول.
د سفارت یوې ویاندې نیویارک ټایمز ته ویلي، په پېښه کې د سفارت کوم کارکوونکی ټپي شوی نه دی.
دا لومړی ځل نه دی چې یو کس په امریکا کې د اسرائیلي سفارت مخې ته ځان سوځوي.
د ډسمبر په میاشت کې یوه لاریون کوونکي د امریکا په جورجیا ایالت کې د اسرائیلو د کونسلګرۍ مخې ته ځان سوځولی و.
پولیسو ویلي دي چې مظاهره کوونکي پټرول کارولي او د پېښې په ځای کې د فلسطین بیرغ هم موندل شوی دی.








