کرېکټ نړیوال جام: افغانستان او استرالیا نن په مهمه سیالۍ کې سره مخامخېږي

هند کې د کرېکټ یو ورځنیو لوبو د روان نړیوال جام په یوه ډېره مهمه سیالۍ کې نن افغانستان او استرالیا سره مخامخېږي.‌

دا سیالي او د بریا ۲ پواینټونه یې ځکه مهم دي چې دواړه لوبډلې نیمه پایلوبو ته د رسېدو هڅه کوي‌.

د کوربه هند او سویلي افریقا لوبډلې وار له مخه نیمه پایلوبو ته وتلې، خو د سیمي فاینل دوه نورې لوبوونکې لوبډلې لا مالومې نه دي.‌

پر افغانستان او استرالیا سربېره پاکستان، نیوزیلنډ او تر یوه ځایه نیدرلنډز هم دا چانس لري،‌ چې نیمه پایلوبو ته ووځي.‌

دا روان نړیوال جام کې د افغانستان او استرالیا دواړو اتمه لوبه ده. افغانستان له خپلو تېرو اوو سیالیو څلور او استرالیا بیا پنځه ګټلې دي.

د یادونې ده چې له نیمه پایلوبو مخکې افغانستان له سویلي افریقا او استرلیا له بنګله دېش سره یوه یوه بله لوبه هم لري.

خو پاکستان او نیوزیلنډ بیا وار له مخه اته - اته سیالۍ کړې، دواړو څلور څلور ګټلې او همدوره بایللې ده.

تر سیمې فاینل وړاندې د نیوزیلنډ وروستۍ لوبه له شري‌ لنکا او د پاکستان له انګلنډ سره ده.

د افغانستان او استرالیا ترمنځ ننۍ لوبه د ممبۍ په وانګېډې لوبغالي‌ کې کېږي. دا لوبه به د کابل پر وخت غرمه یوه بجه پیل شي.‌

د استرالیايي توپوهونکو په اړه ویل کېږي، چې په روان نړیوال جام کې د سپېن توپ اچونې پر وړاندې ډېر ښه نه دي لوبېدلي او افغانستان بیا د نړۍ پیاوړي سپېن توپ اچوونکي لري.

خو د استرالیا په ګټه ټکی دا بلل شوی چې د وانکېډې لوبغالي پېچ یا ویشتنځی د چینای او ډیلي په څېر، چې افغانستان پکې انګلنډ‌ او پاکستان مات کړل، سپېن توپ اچونې ته ډېر مرستندوی نه دي.

استرالیا پنځه ځله د کرېکټ یو ورځنیو لوبو اتلولۍ ګټلې،‌ چې تر اوسه بله یوه لوبډله هم دا ویاړ نه لري.

افغان ملي لوبډلې تر اوسه د کرېکټ په یوه فارمټ کې هم له استرالیا لوبه نه ده ګټلې، خو په روان نړیوال جام کې یې د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو درې مخکیني نړیوال اتلان انګلنډ، پاکستان او شري لنکا په نسبتآ لوی توپیرمات کړي او له دې اړخه یې روحیه پیاوړې ده.

د افغان لوبډلې کپتان حشمت‌الله شهیدي همدا تېره ورځ یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوی میدان ته د لوبو ګټلو لپاره کښته کېږي او دا نه ګوري چې مخالفه لوبډله یې کومه ده.

افغانستان او استرالیا تر دې وړاندې دوه ځله د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کالونو د یو ورځنیو لوبو د نړیوالو جام سیالیو کې سره مخامخ شوي، او دواړه لوبې استرالیا ګتلې دي.