تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیوال جام کې د افغانستان درېیم بري ته غبرګونونه؛ د بریا راز 'یووالي او پیاوړي هوډ' کې نغښتی
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې هند کې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ یو ورځینو سیالیو په روان نړیوال جام کې شريلکنا هم ماته کړه.
دا د سږکال نړیوال جام سیالو کې د افغانستان دریمه بریا وه.
له انګلنډ او پاکستان وروسته شريلنکا د کرېکټ یو ورځنیو لوبو دریم پخوانی نړیوال اتل دی، چې د سږ کال سیالو کې د افغانستان لخوا ماتېږي.
د کرېکټ یو ورځینو لوبو کې د شريلنکا پیاوړتیا له دې ښه مالومیدای شي، چې تر دې دمه په دغه فارمټ کې د اسیا جام په ۱۴ پړاوه ترسره شویو سیالیو کې ۱۲ ځله پایلوبې ته رسېدلی او ۵ ځله یې اسیا جام ګټلې دی.
دغه هېواد همدا راز د ۱۹۹۶ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام هم ګټلی او دوه ځله د نړۍ نایب قهرمات پاتې شوی.
خو افغان لوبډلې د تېرې ورځې سیالۍ کې شريلنکا ته په ۷ وېکټو نسبتآ ستره ماته وکړه.
افغانستان د ۲۴۳ منډو ورکړ شوی هدف د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، رحمت شاه او عظمتالله عمرزي د نیمه سلیزو په مټ د ۴۶م اور په دویم توپ ترلاسه کړ.
د پاکستان او انګلنډ په څېر د شريلکنا خلاف هم د افغان لوبډلې ښه لوبه او بریا په پراخه کچه ستایل شوې.
پخپله د افغان لوبډلمشر حشمتالله شهیدي ویلي، چې دا د ټولو لوبغاړو د ګډو هڅو پایله ده.
هغه پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي، چې مخکې نورو سیالیو ته هم ګوري.
راشد خان بیا لیکلي "تر دې د ښې پایله هیله نشي کېدای."
هغه لپاره د شري لکنا خلاف دا سیالي د دې لپاره هم ځانګړې وه، چې دا یې د افغانستان لپاره سلمه نړیواله یو ورځنې لوبه وه.
د افغانستان د کرېکټ مخکیني لوبډلمشر اصغر افغان هم د افغان لوبډلې هڅې ستایلې. هغه پر خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي چې له مثبت ذهنیت او ټینګ هوډ سره په هر ډګر کې بریا ترلاسه کېدای شي.
ښاغلي افغان لوبغاړي هڅولي چې هڅو او ښو لوبو ته دوام ورکړي.
د کرېکټ پېژندل شوي هندي مبصر او ژورنالیست 'هرشا بوګلې' بیا د ډېرو نورو په څېر روان نړیوال جام کې د توپ وهنې برخه کې د افغان لوبغاړو ښه ځلېدو ته اشاره کړې.
هغه په دې لړ کې په ځانګړې توګه 'د رحمت شاه او لوبډلمشر حشمتالله شهیدي' نومونه اخیستي دي.
د یادونې ده چې دوی دواړو د پاکستان خلاف سیالۍ کې هم اوږده پاڼې لوبولې او تر پایه ناسوځېدلي پاتې شوي وو.
د هند ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرېکټ مبصر عرفان پټان چې تر دې دمه یې د افغان لوبډلې په هره بریا نڅلي هم دي په دغو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ښه توپوهنه ستاېلې.
هغه لیکلي "افغان لوبډلې هدف ته په رسېدو کې له پیل تر پایه پر لوبې بشپړ کنټرول درلود."
دی وايي که د هند لوبغالو او شراېطو کې ښه سوکه یا سپېن توپ اچونه وکړئ، او پر دې هم پوه شئ چې څنګه سپېن بالونه ښه ولوبوئ، نو سیالي به مو لاس کې وي او افغانستان د ده په وینا اوس دغه دواړه وړتیاوې لري.
عرفان پټان په روان نړیوال جام کې د افغانستان له دریواړو بریاوو وروسته د خوښۍ ښودلو او د افغان لوبغاړو ستاینې لپاره د نڅا لنډ کلپونه هم خپاره کړي، چې په خواله رسنیو ډېر پام ور اوښتی او بېلابېلې تبصرې پرې شوي.
د پاکستانۍ لوبډلې ګڼو ملاتړو، تبصره کونکو ،مینه والو او پخوانیو لوبغاړو یې د افغانستان لخوا د پاکستان له ماتې وروسته د هغه پر نڅا نیوکې هم کړې وې.
خو هغه دا ځل د شريلنکا خلاف د افغانستان له بریا وروسته د هند بل پخوانۍ لوبغاړی هربجن سنګ هم له ځان سره نڅولی.
د عرفان پټان د نڅا تر څنګ افغانستان کې هم ګنو هنرمندانو د افغانستان په بري مبارکۍ ویلي او ځينو خو یې لوبډلې ته ویل شوې سندرې بیا خپرې کړې دي.
د دوی له منځه فرهاد دریا چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې هم کوي د کرېکټ وروستۍ بریا د لوبډلې یووالي له کبله بللې او د لا بریاوو هېله یې څرګنده کړې.
هغه ویلي د وطن د کرېکټ ملي ټیم په افغانستان کې یوازینۍ یوه موټي لوبډله ده.
پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني غړي راشد لطیف، چې یو څه موده له افغان لوبډلې سره مشر روزونکی هم پاتې شوی، د ټویټر یوه پیغام کې لیکلي "د ای سي سي په دې نړیوال جام کې د افغانستان بریا دا جوتوي چې د ټیم یووالی په نړیوال دریځ څه لاسته راوړی شي."
هغه ویلي دا لاسته راوړنې په کور دننه یوه بل نسل ته الهام بښلو سره تړلې او که "په راتلونکو پنځو کلونو کې مو له افغانستان په نړیواله کچه نور استعدادونه وکتل، نو مه حیرانېږئ."
د هند ملي لوبډلې پخواني مشهور لوبغاړي سورېش راینا هم د افغان لوبډلې او لوبغاړو یووالی ستایلی.
هغه لیکلي افغانستان په دې نړیوال جام کې بېوېرې کرېکټ کوي او زیاته کړې یې ده " دا لوبډله او یووالی مې یې خوښېږي."
د کرېکټ له نړۍ بهر په کور دننه د طالبانو حکومت کې له ارګه د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له خولې د دې بریا د مبارکۍ په خپاره شوي پیغام کې هم راغلي چې " سپورت د یووالي او په نړیوال دریځ د افغانانو د وړتیاوو ښودلو غوره وسیله ده"
هغه زیاته کړې "افغان ځوانانو په مختلفو برخو کې د افغانستان غوره تصویر په نړیوال دريځ نندارې ته وړاندې کړی دی."
همدا راز پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان خلکو ته د شريلنکا خلاف د افغان لوبډلې د دې بریا مبارکي ویلې او لوبغاړو ته یې روانو سیالیو کې د نورو بریا هیله ښودلی ده.
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون بیا لیکلي چې د افغانستان کرېکټ لوبډله په اوسني ستونزمن وخت کې هم "خپلو ولسونو" ته د خوشالۍ ور بښلو هڅه کوي.
هغه ویلي "د کرېکټ بريا دې ټولو ته نيکمرغه وي.
روان نړیوال جام کې تر دې دمه ټولو لوبډلو شپږ شپږ لوبې کړې او درې درې یې پاتې دي.
د افغانستان راتلونکې سیالۍ له نیدرلنډز سره ده او بیا به له سویلي افریقا او استرالیا سره لوبېږي.
د شريلنکا خلاف له بریا سره په روان نړیوال جام کې د افغانستان پوانټونه ۶ ته ورسېدل او د نوملړ پنځم ځای یې خپل کړ.