تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هاوايي ځنګلي اورلګېدنو کې د وژل شویو شمېر ۹۳ ته لوړ شوی؛ سلګونه نور بې درکه دي
د امریکا د هاوايي ایالت په ځنګلي اورلګېدنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۳ ته لوړ شوی دی.
خو د دغه ایالت والي ویلي د قربانیانو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر زیات لوړ شي.
په ماوي ټاپو کې سلګونه کسان لا تری تم دي چې د موندلو هڅې یې روانې دي.
دغه ټاپو ته د متخصصانو اضافي ډلې استول شوي چې د بې درکه شویو کسانو موندلو کې مرسته وکړي.
ګڼ شمېر نور خلک چې د اور له لمبو تښتېدلي، لا بېړنیو سرپنا ځایونو کې پاتې دي.
رپوټونه وايي، ماوي ټاپو کې اورونه تر ډېره کنټرول شوي او اوس یې په بشپړ ډول د وژلو هڅې روانې دي.
په دوی کې لاهاینا تاریخي ښار هم دی، چې پراخه ویجاړي پکې رامنځته شوې.
د بیړني مدیریت د فدرال اژانس "اېفيياېماې" یوه جګپوړي چارواکي جرمي ګرینبرګ بيبيسي ته ویلي، د اور وژونکو په ګډون د لټون او ژغورنې اضافه مرستندویه ډلې سیمې ته استول شوې دي.
هغه زیاته کړې چې تر ټولو مهم لومړیتوب د ژغورل شویو خوندیتوب دی.
د نوموړي په وینا له نږدې ۱۰۰۰ کسانو سره اړیکه پرې ده، چې ځینې یې ښايي خوندي وي خو د ځينو لاملونو له کبله لاسرسی ورته نه کېږي.
د هاوايي والي جوش ګرین د شنبې پر ورځ ماوي ته تللی و.
هغه هلته رسنیو ته وویل دا تر دې دمه له ټولو ناوړه طبیعي ناورین دی چې هاوايي ورسره مخامخ شوی.
نوموړي زیاته کړې چې دا ښايي د امریکا د تاریخ تر ټولو ناوړه اور وي.
لاهاینا کې روزل شوي سپي هم تر سوځېدلو او نړېدلو ودانیو لاندې د احتمالي وژل شویو کسانو په مړو پسې ګرځي.
رپوټونو کې راغلي په بندر سیمه کې هم چې خلک ژوندي ور ایستل شوي وو، یو شمېر جسدونه موندل شوي.
اټکل دا دی چې د اورلګېدنو له پیل راهیسې له ۲۰۰۰ ډېرو ودانیو ته زیان اوښتی او یا په بشړ ډول لمنځه تللې دي.
په دوی کې ډېر لاهاینا کې استوګنځایونه او کورونه دي. دغه ښار ته غځېدلې لار شنبه د لنډمهال لپاره د ځايي اوسېدونکو لپاره پرانیستل شوې وه، خو ژر بېرته وتړل شوه.
سلګونه کسان چې دغلته د اوسېدو اسناد لري، په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې ایسار پاتې دي.
د ریچارد اولستن په نوم د چورلکې یوه پیلوټ بيبيسي ته ویلي، چې بندر کې ان ځينې بېړۍ هم سوځېدلې او ډوبې شوې دي.
د هغه په وینا تاریخي ودانۍ، کلیسا او هر څه له منځه تللي.
د پاسېفیک د ناورین مرکز "پيډيسي" او د بېړني مدیریت فدرال اژانس د ماوي ټاپو د بیارغولو لګښت شاوخوا ۵ نیم میلیارد ډالره اټکل کړی دی.
دغه ادارې له واشنګټن څخه هاوايي ته د مرستو د همغږۍ چاره پر غاړه لري.