زېلېنسکي: د روسیې د یرغل له پیل راهیسې ۳۱۰۰۰ اوکراییني پوځیان وژل شوي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي، د روسیې د بشپړ یرغل له پیل راهیسې ۳۱ زره اوکرایيني پوځیان وژل شوي دي.
ښاغلي زېلېنسکي ویلي چې د ټپیانو شمېر ځکه نه ډاګیزوي چې دا به د روسیې له پوځي پلان سره مرسته وکړي.
په ټوله کې، اوکرایيني چارواکي د مرګژوبلې شمېر نه شریکوي، او نور اټکلونه خورا لوړ دي.
تر دې لږ مخکې د اوکرایین دفاع وزیر ویلي وو چې د لویدیځ د ټولو مرستو نیمایي برخه ځنډول شوې چې د سر او د خاورې له لاسه وتلو زیان یې اړولی دی.
ښاغلي زېلېنسکي د یکشنبې پر ورځ وویل چې خپل اړخ ته د اوښتې مرګژوبلې دا تازه شمېر یې د هغه په ټکو د روسیې لخوا له مبالغې د ډکو ارقامو په ځواب کې خپور کړی دی.
نوموړي وویل: "په دې جګړه کې ۳۱۰۰۰ اوکرایيني سرتېري وژل شوي دي. نه ۳۰۰ یا ۱۵۰ زره هغه څه چې پوتین او د هغه دروغجنه کړۍ یې وایي. خو د سر له دغو زیانونو هر یو موږ لپاره لوی زیان دی."
ښاغلي زیلینسکي په جګړه کې د پراخې ملکي مرګژوبلې په اړه وویل، چې د اوکرایین په هغو سیمو کې چې د روسیې تر ولکې لاندې دي، په لسګونو زره ملکي وګړي وژل شوي، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.
هغه زیاته کړه: "زه نه پوهیږم چې له دوی څومره مړه شوي، څومره وژل شوي، څومره قتل شوي، سکنجه شوي، او څومره ایستل شوي دي."

د عکس سرچینه، REUTERS
دا کمسارې ده چې اوکرایین دې په جګړه کې د خپلو پوځي تلفاتو شمېر اعلان کړي.
نور پخواني اټکلونه تر دې ډېر لوړ دي.
په اګست میاشت کې امریکايي چارواکو د وژل شویو اوکرایيني پوځیانو شمېر ۷۰ زره او د ټپیانو شاوخوا ۱۲۰ زره ښودلی و.
ښاغلي زېلېنسکي د روسیې اړخ ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه وویل چې ۱۸۰ زره روسي پوځیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.
بي بي سي روسي له میډیازونا ویبپاڼې سره په ګډه پروژه کې، له ۴۵ زره د ډېرو وژل شویو روسي سرتېرو نومونه راټول کړي دي. خو دا اټکل هم شوی چې ټولیز شمیر به تر دې ډیر لوړ وي.
فبرورۍ کې د برتانیا دفاع وزارت اټکل کړی و چې ۳۵۰ زرو ډېر روسي سرتېري وژل شوي یا ټپي شوي دي.











