امریکا متحدو ایالتونو پر روسیې ۵۰۰ نوي بندیزونه لګولي

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جارج رائټ
    • دنده, بي بي سي

امریکا متحدو ایالتونو پر اوکرایین د روسیې یرغل او دغه راز په توقیف کې د اپوزېسیون مشر الیکسي نوالنې مړینې موضوعاتو پر سر پر روسیې ۵۰۰ نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دغه بندیزونه د روسیې پر جګړه ییز ماشین او پر هغو کسانو لګول شوي، چې د نوالنې زنداني کولو سره تړاو لري.

د صادراتو په برخه کې بیا پر نژدې ۱۰۰ کاروبارونو او اشخاصو بندیزونه لګول شوي دي.

اروپايي ټولنې هم ځینې بندیزونه اعلان کړي او په ځواب کې یې روسي چارواکو خپل هېواد ته د اروپايي ټولنې چارواکو پر ننوتلو بندیز لګولی دی. تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه بندیزونه به د روسیې پر اقتصاد څه ډول اغېز ولري.

ولسمشر بایډن په یوه اعلامیه کې ویلي، له بندیزونو سره به ''باوري'' شي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ''د خپل هېواد له پولو بهر د یرغل او دغه راز په خپل هېواد کې دننه د جبر بدل کې لا زیاته بیه پرې کړي.''

دا بندیزونه داسې مهال لګول کېږي، چې د روسیې ولسمشر پوتین سیاسي مخالف الیکسي نوالنې له مړینې یوه اونۍ تېرېږي. ولسمشر بایډن ویلي، په دې کې باید هېڅ شک او شبه نه وي، چې ''پړه'' د ښاغلي پوتین پر اوږو ده.

پر اوکرایین د روسیې یرغل دویمه کلیزه

بل لور له دې بندیزونو سره هممهاله پر اوکرایین د روسیې د بشپړ پوځي یرغل هم دوه کاله پوره کېږي.

ولسمشر بایډن په خپله اعلامیه کې په دې هکله ویلي: ''دوه کاله وړاندې هغه غوښتل اوکرایین د نړۍ له نقشې محو کړي. که دی د مرګونو او ویجاړۍ بیه پرې نه کړي، همداسې به روان وي.''

بل لور اروپايي ټولنې هم د جمعې پر ورځ پر داسې ۲۰۰ شرکتونو او کسانو بندیزونه لګولي، چې له روسیې سره د وسلو په چمتو کولو او د اوکرایین ماشومانو په تښتولو کې چې مسکو یې تل ردوي، مرسته کړې ده.

اروپايي ټولنې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د بندیزونو په لړ کې له ۲۰۰۰ د ډېر کسانو نومونه شامل کړي دي.

په دې کې ۱۰ داسې کسان او شرکتونه هم شامل دي، چې له شمالي کوریا یې روسیې ته د وسلو په لېږدولو کې لاس درلود او په کې د شمالي کوریا د دفاع وزیر نوم هم شته.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت بیا د دې بندیزونو په غبرګون کې ویلي، د هغو اروپايي چارواکو لیست یې نور پسې غځولی، چې روسیې ته د ننوتلو بندیز پرې لګول شوی دی.