تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د انسټګرام نوې زیاتونه، خو ځینې کاروونکي یې د امنیت په اړه اندېښمن کړي
خواله رسنۍ انسټګرام خپل کاریال ته د "ملګرو نقشه" په نامه یو اپشن ور زیات کړی چې په فعالېدو سره یې د کاروونکي انسټګرامي څارونکي د هغه د ځایځایګي په تړاو معلومات تر لاسه کوي.
د دغې زیاتونې له مخې، که یو کاروونکي غواړي یو څه پوسټ کړي او هلته د موقعیت اپشن هم ور سره کېکاږي یا ټګ کړي، نو د هغه څارونکو یا فالوورانو ته د ۲۴ ساعتونو لپاره وايي، چې هغه چېرته دی.
دا غوراوی یا اپشن یوازې د کاروونکو د هغو انسټاګرامي څارونکو لپاره کار کوي چې په دوه اړخیزه توګه یو بل تعقیبوي او ترڅنګ یې د څارونکي له خوا ځانګړي انتخابېدونکي کسان هم دغه نوي نوښت ته لاسرسی لرلی شي.
خو د انسټګرام دغه نوښت یا زیاتونه چې ویل شوي د خلکو د نږدې کولو لپاره ډیزاین شوی، د انسټګرام د ځینو کاروونکو غبرګون راپارولی او د خپل امنیت په تړاو یې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د خواله رسنیو ځینو کارنو دا نوښت حتی د خپل خصوصي حریم لپاره خطرناک بللی دی.
که څه هم انسټګرام ويلي چې کاروونکي به په خپله د دې ځانګړتيا د خوښولو غوراوی ولري. خو ځينې بيا وايي چې د دې کاريال له تازه کولو سره دا اپشن په خپل بېرته فعالېږي.
که چېري تاسو د خپل ځای د اټوماټ شريکېدو په اړه اندېښمن ياست، کولی شئ د خپل انسټګرام ترتيبات یا سېټېنګز وګورئ. تاسو کولی شئ هلته په سېټېنګز کې دغه غوراوی يا اپشن بند او یا محدود کړئ.
د مېټا له خوا خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د انسټګرام نقشې له لارې به کاروونکي وکولی شي له خپلو ملګرو سره اړیکي پياوړې کړي.
په بیان کې ويل شوي چې کاروونکي کولی شي خپل ځای له غوره شويو ملګرو سره شریک کړي او هر وخت چې وغواړي دا اپشن بندولی شي.
مېټا وايي د ملګري نقشې له لارې کاروونکي کولی شي خپله نقشه پرانيزي چې دا له خپلو ملګرو سره د اړیکې نوې لار جوړوي.