شمالي مقدونیا: د نڅا یوه کلب کې اور لګېدنې له ۵۹ ډېر کسان مړه کړي

د ویډیو تشریح، د شمالي مقدونيا يوه کلب کې د اور لګېدو شېبه

چارواکي وايي، شمالي مقدونیا کې د نڅا په یوه کلب کې د اور لګېدنې په پیښه کې لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوي او له ۱۵۵ ډېر ټپیان دي.

دا اور لګېدنه ځایي وخت شاوخوا ۲:۳۰ بجې د کوکاني ښار په پلس کلب کې رامنځته شوه. دغه ښار د پلازمېنې، اسکوپیه ختیځې خوا په شاوخوا سل کیلومترۍ کې پروت دی، چېرې چې ۱۵۰۰ کسانو د ډي ان کې مشهور هېپ هاپ سندرغاړي په کنسرټ کې ګډون کړی وو.

د شمالي مقدونیا لومړي وزیر، هریستیان میکوسکي دا "سخته او غمجنه ورځ" وبلله، چې د هېواد ډېرو ځوانانو په کې ژوند بایللی.

د کورنیو چارو وزیر پانسي تسکوفسکي، پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي وویل، د څلورو تنو د نیول کېدو حکم شوی دي.

هغه مخکې له دې هم د یو سړی د نیول کېدو خبره کړې وه، او دولتي خبري رسنۍ میا ویلي، د کلب څښتن نیول شوی دی.

تسکوفسکي هم ویلي چې د لومړنیو راپورونو له مخې، اور د پټاکیو د سپرغیو له امله رامنځته شوی چې له سوځېدونکو توکو پر جوړ چت لګیدلي دي.

ویډیو کې ښکاري چې د موسیقۍ ډله سندرې وايي چې دوه پټاکۍ چوي، او سپرغۍ یې چت ته رسیږي او اور اخلي.

هغه ویډیو چې بی بی سی تائید کړې ده، ښیي چې خلک د چت اور مړ کوي، کلب لا هم ډک و او داسې ښکاري چې خلک د اور د وژلو هڅې کوي نه دا چې د پېښې له ځایه ووځي.

شمالي مقدونیا په سوېل ختیځه اروپا کې پروت هېواد دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، شمالي مقدونیا په سوېل ختیځه اروپا بالکان جزیره کې پروت هېواد دی.

شل کلنې ماریجا تاسېوا، یوې ټلویزوني شبکې ته وویل چې دا د کلب دننه له خلکو سره بنده پاتې وه، چې نورو د دروازې پر لور منډې وهلې. هغې ویلي مخکې له دې چې د پېښې له ځایه ووځي پر ځمکه ولوېده او په ګډوډۍ کې ټپي شوه. کورنۍ یې لا هم د هغې ۲۵ کلنې خور په لټه کې و چې هېڅ سیمه ییز روغتون کې ونه موندل شوه او ښایي اسکوپیې ته د درملنې لپاره لیږدول شوې وه.

د کورنیو چارو وزیر مخکې د ۵۱ کسانو د مړه کېدو او د شاوخوا سلو تنو ټپي کېدو اعلان کړی و.

په خپل تازه راپور کې، هغه وویل چې ۳۵ مړه شوي کسان له مخکې پېژندل شوي دي.

ځایي رسنیو راپور ورکړی چې حکومت به د اوو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړي او د ټولو هغو کلبونو او خوړنځیو بېړنۍ پلټنه به پیل کړي چې د لویو غونډو کوربتوب کوي.

د کوکاني په نوم د یوه روغتون مشرې مخکې ویلي و چې کارکوونکي یې د پېژندګلوۍ کارتونو د نشتوالي له امله د ناروغانو پېژندلو کې له ستونزو سره مخ شوي.

خو هغې زیاته کړې چې مړه شوي کسان د ۱۴ او ۲۵ کالو ترمنځ وو.

ویل کېږي د ۱۸ ناروغانو حالت نازک دی. او له څلورو زیات ټپیان د یونان تیسالونیکي کې پاپانیکولاو روغتون ته لیږدول شوي.

لومړي وزیر په یوه بیان کې وویل، چې حکومت "په بشپړ ډول فعال دی او هر هغه څه به وکړي چې د دې غمیزې له ناوړه پایلو سره مقابله وکړي او لاملونه یې معلوم کړي."