تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بووېن: ايران له دوو سختو غوراويو سره مخامخ دی؛ د جګړې پراخېدل او يا کمزوري برېښېدل
- Author, جرېمي بووېن
- دنده, د بي بي سي نړيوالې څانګې اډېټر
پر ایران د اسرائیلو برید په منځني ختیځ کې جګړه ژوره کړې. خو ډېر څه اوس د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د ځواب ویلو پر څرنګوالي تړلي. د چارو څارونکي وايي ایران اوس له دوو سختو غورایو سره مخ دی یو دا چې د اسرائیلو بریدونو ته په ځواب ویلو جګړه پراخه کړي او یا کمزوری وبرېښي.
د ایران رسمي رسنیو پر دغه هېواد د اسرائیلو له وروستیو بریدونو څو ساعته مخکې او وروسته ځینې داسې رپوټونه خپاره کړل چې ترې ښکاري یاد برید ته د ځواب ویلو پرېکړه وار له مخه شوې وي.
د دغو رپوټونو ژبه د اسرائیلو هغې ته ورته ده، د بریدونو په مقابل کې له ځانه د دفاع حق په ګوته کوي.
خو حالات داسې دي چې ښايي ایران له خپلو ګوتڅنډونو شاتګ ته اړ کړي. دا د برتانیې د لومړي وزیر کیر سټارمر هیله ده، چې د امریکا د دې ټینګار تر شا ودرېد چې اسرائیل پر ایران برید کولو سره له ځانه دفاع لپاره ګام اخیستی.
نوموړي وویل، "زه واضح وایم چې اسرائیل حق لري چې د ایران د تېري پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي." ده وویل، "زه همدومره ښکاره دا هم وایم چې موږ باید د سیمه ییزې جګړې د لا زیاتېدو مخه ونیسو او له ټولو اړخونو څخه د زغم غوښتنه وکړو. ایران باید ځواب ورنکړي."
د اکټوبر په لومړۍ نېټه پر اسرائیلو د بالستیک توغنديو له بریدونو وروسته د ایراني چارواکو څرګندونې دوام لري.
یوه اونۍ وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې اېن ټي وي (NTV)شبکې ته ویلي وو چې پر ایران هر ډول برید به زموږ لپاره له سرې کرښې تېرېدلو په مانا وي او دا ډول برید به بې ځوابه پاتې نه شي.
پر دغه هېواد د اسرائیلو له وروستیو بریدونو څو ساعته مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقاي ویلي وو، "د ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم هر ډول تېری به په پوره قوت سره ځواب شي". هغه زياته کړې وه، دا وړاندیز ډېر ګمراه کوونکی او بې بنسټه دی چې ایران دې د اسرائیلو محدودو بریدونو ته ځواب ورنکړي.
په داسې حال کې چې اسرائیلي جنګي الوتکې پر ایران له بریدونو وروسته بېرته اډې ته روانې وې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خپل ځان د دفاع پر حق ټینګار وکړ، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د منشور په ۵۱ ماده کې راغلی. د یاد وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې ایران په دې باور دی چې دا حق لري او مکلف دی چې د بهرنیو یرغلونو ځواب ورکړي.
بل لور ته د غزې په شمال کې د اسرائیلي ځواکونو پراخ بریدونه دوام لري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ټرک دا د غزې د جګړې تر ټولو توره شېبه بللې چې اسرائیلي پوځ د غزې ټول وګړي د بمباریو، محاصرې او لوږې له خطر سره مخامخ کړي دي.
دا د ځینو لپاره ښايي ناشونې وي چې پوه شي چې ایا پر ایران د اسرائیلو د برید وخت د دې لپاره ټاکل شوی و چې د نړیوالو پام په شمالي غزه کې د اسرائیلو له کړنو واړوي. مګر دا ممکن د محاسبې برخه وي.
دا سخته ده چې د پرله پسې بریدونو او ځوابي بریدونو مخه ونیول شي کله چې ښکېل هېوادونه په دې باور وي چې که ځواب ورنکړي کمزوري او ډارېدلي به وګڼل شي. له همدې امله جګړه له کنټروله بهر کېږي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا ایران چمتو دی چې لږترلږه د جګړې په دې مرحله کې اسرائیلو ته د وروستي وار موقع ورکړي او که به ځوابي برید وکړي؟
د امریکا ولسمشر جوبایډن د اکتوبر پر لومړي نېټه پر اسرائیلو د ایران برید غچ اخیستو لپاره د اسرائیلو د پرېکړې ملاتړ وکړ.
خو هغه هڅه وکړه چې د وژونکې جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او اسرائیلو ته یې وویل چې د ایران پر مهمو شتمنیو اټومي ، تیلو او ګازو پر تاسیساتو له برید کولو ډډه وکړي.
هغه اسرائیل ته د تاد په نوم هوايي دفاعي سیستم ورکولو ژمنه وکړه او د دغه هېواد لومړي بنیامین نتنیاهو موافقه وکړه چې د ایران په یادو تاسیساتو د برید نه کولو لپاره د بایډن مشوره ومني.
د اسرائیلو پرېکړه چې د ایران خورا ارزښتناکه شتمنیو ته زیان نه رسوي ممکن تهران ته دا فرصت ورکړي چې ځواب وځنډوي، لږترلږه د ډیپلوماټانو لپاره کافي وخت ورکړي چې خپل کار مخته یوسي. تېره میاشت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ایراني ډېپلوماټانو وړاندیز وکړ چې د اټومي مذاکراتو نوي پړاو پیلولو ته چمتو دي.
دا ټول باید د منځني ختیځ څخه بهر نړۍ ته خورا مهم وي. ایران تل دا خبره رد کړې ده چې اټومي بم جوړول غواړي. خو د دغه اټومي تخصص او د یورانیمو غني کولو ته په کتو دا وړتیا لري چې دغه هدف ته ځان ورسوي. د دغه هېواد مشران ښايي د خپلو دښمنانو د مخنیوي لپاره د یوې نوې لارې په لټه کې وي. د دوی د بالستیک توغندیو لپاره د اټومي وسلو رامنځته کول ممکن د دوی په اجنډا کې وي.