ملګري ملتونه: د طالبانو حکومت په سیستماتیک ډول د خلکو پر حقونو پښې ږدي

ولکر تورک

د عکس سرچینه، United Nations Human Rights Council

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر "ولکر تورک" له طالبانو وغوښتل چې افغانستان بېرته له نړیوال نظم سره یو ځای کړي.
    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر حاکمیت لاندې د بشري حقونو په اړه خبرداری ور کړی دی. دغه سازمان پخپل تازه راپور کې وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت په سیستماتیک ډول د خلکو حقونه او ازادي تر پښو لاندې کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي، افغان ښځې او نجونې چې له کوم ډول ځپنې سره مخامخې دي، په بې سارې ډول ځپونکې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر "ولکر تورک" له طالبانو وغوښتل چې افغانستان بېرته له نړیوال نظم سره یو ځای کړي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر "ریچارډ بینیټ" هم په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴ غونډه کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ سره د ډېرو قومونو استازي داسې انګېري چې دوه ګونی چلند ور سره کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ دوه کاله اوړي خو د ښځو پر وړاندې ورځ تر بلې زیاتېدونکي محدودیتونه او بندیزونه او د ټولګډوني حکومت جوړولو ته د نه لېوالتیا له امله پر کور دننه او نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخامخ دي.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۴ درې ورځنۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینیټ وویل، افغانستان له بشري کړکېچ او داسې یوه رژیم سره مخامخ دی چې له ډېری بشري حقونو سرغړونه کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي بینیټ په افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو د راپور وړاندې کولو پر مهال په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتل چې له خپلو له خپلو تروړونکو او ځپونکو تګلارو لاس واخلي او د ملګرو ملتونو په ادارو او نورو موسسو کې د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو په ګډون ښځو ته د سوداګرۍ او کار اجازه ور کړي.

"زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې له خپلو تروړونکو او ځپونکو تګلارو څخه لاس واخلي او د ملګرو ملتونو په ادارو او نورو موسسو کې د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو په ګډون ښځو ته د سوداګرۍ او کار اجازه ور کړي. د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیځي او له نړیوالو معیارونو سره برابر درسي نصاب ورته برابر کړي. د دغو بندیزو مرکب اغېز او نازک ټولنیز- اقتصادي وضعیت د ښځو پر روانې وضعیت ناوړه اغېز کړی چې له امله یې د راپورونو پر بنسټ د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي."

ښاغلي بینیټ پخپلو خبرو کې وویل، له دوو کلونو وروسته خلک په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت په تړاو له غندنو ور اخوا د اقداماتو غوښتنه کوي. نړیواله ټولنه باید یو لاس شي چې وکولی شو عملي پایلې تر لاسه کړو.

د جنسیتي اپارتاید پدیدې

په جرمني، ترکیه، امریکا او نورو هېوادونو کې مې چې له افغانانو په ځانګړي ډول ښځو سره لیدنې لرلې، نو ټولو دا حس لاره چې له افغانانو په ځانګړي ډول له ښځو سره خیانت کړی دی. دوی د نړیوالې ټولنې د جدي اقداماتو غوښتونکې دي او یو شمېر ښځو د همدې لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی او د طالبانو له خوا ښځو سره کېدونکی چلند د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت پېژندل غواړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر همداراز وویل، د افغانستان د قومونو ډېری استازو له ده سره په لیدنه کې ورته ویلي داسې انګیري چې د طالبانو حکومت له خوا له دوه ګوني چلند ور سره کېږي.

ښاغلي بینټ همداراز د طالبانو د زدکړو پر نظام هم نیوکه وکړه او ویې ویل ډېری افغانانو ورته ویلي، پر راتلونکو نسلونو د دغه ډول زدکړو د اغېزو په تړاو اندېښنه لري.

"سیستماتیک، پراخ او بنسټیز تبعیض چې له مخې یې د عامه ژوند له ټولو برخو ښځې حذفېږي، د جنسیتي اپارتاید پدیدې د بیا ارزونې اړتیا حتمي کوي. کله چې له افغان ښځو او نرانو سره خبرې کوم، ډېری د طالبانو له خوا د دیني مدرسو زدکړو ته د خلکو د هڅولو په تړاو پوښتي چې په دغه ډول مذهبي زدکړو سره به راتلونکی نسل څه زدکړي؟

هغه سوال چې تاسو او نړیوالې ټولنې ته متوجه دی دا دی چې د زدکړو په سیستم کې دا بدلون به په سیمه ییز ثبات او نړیوال امنیت څه تاثیر ولري؟ "

د طالبانو د حکومت غبرګون

nasir andisha

د عکس سرچینه، UN

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۴ غونډه کې په دغه سازمان کې د افغانستان ځانګړي استازي نصیر احمد اندېشه هم پخپلو خبرو کې وویل چې افغانستان له بشري حقونو د سرغړونو لپاره باید خپلواک نړیوال تحقیقاتي میکانیزم رامنځته شي

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۴ غونډه کې په دغه سازمان کې د افغانستان ځانګړي استازي نصیر احمد اندېشه هم پخپلو خبرو کې وویل چې افغانستان له بشري حقونو د سرغړونو لپاره باید خپلواک نړیوال تحقیقاتي میکانیزم رامنځته شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو او نورو برخو کې شوي پرمختګونه له پامه غورځوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله محاهد یې په اړه بي بي سي ته وویل:

"د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې چې داسې خبرې کېږي، له بده مرغه پرته له دې چې تحقیق وکړي رپوټونه خپروي او یوې کوچنۍ پېښې ته اشاره کوي، خو افغانستان کې چې د بشر حقونو کوم پرمختګونه چې شوي دي، هغه له نظره غورځوي".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په درې ورځنۍ غونډې کې په افغانستان کې پر بشري وضعیت سربېره په سوډان، بیلاروس، اوکرایین او هایتي هېوادونو کې د بشري وضعیت په تړاو د راپورونو ارزول هم په اجنډا کې شته.

"د کار، ډوډۍ او عدالت لپاره د افغانانو غږ باید واورېدل شي"

افغانستان بریتانیا

د عکس سرچینه، gov.uk

د بشري حقونو په چارو کې د بریتانیې سفیرې او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د دایمي استازې مرستیالې ریتا فرنچ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې چې په سویس کې پیل شوې، خپله وینا کې ویلي، "طالبان باید د افغانانو غوښتنو ته ځواب ووایي. د کار، ډوډۍ او عدالت لپاره باید د دوی غږ واوریدل شي."

نوموړې په خپلو خبرو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي څخه په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت د روښانه کولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: "موږ ټول د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام شاهدان یو."

د مېرمن فرنچ د وینا په متن کې چې د بریتانیا پر حکومتي رسمي وېبپاڼه خپور شوی، راغلي چې د زده کړو، روغتیا، کارموندنې په برخو کې د ښځو او نجونو پر حقونو پرله پسې بندیزونه لګول شوي دي او په افغانستان کې د ازادۍ خوځښت حالت د خواشینۍ وړ دی.

د هغې په وینا "د ښځو پر هوساینې او ژوند د محدودیتونو اغېز هېڅ د تصور وړ نه دی."

مېرمن فرنچ په خپله وینا کې دا هم ویلي: "یو له حقوقي سرغړونو په وروستیو کې د سینګار سالونونو بندول وو چې زرګونه مېرمنې یې سختې اغیزمنې کړې او یو شمېر ښځې چې د دې پریکړې پر وړاندې یې په زړورتیا اعتراض وکړ، سزا ورکول شوې ده."

هغې ویلي، د طالبانو حکومت دغه پرېکړه داسې وخت عملي کوي چې په لسګونو میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.

خو د مېرمن فرنچ په وینا، بریتانیا د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالې ټولنې تر څنګ درېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپله ۵۴مه غونډه د سویس په ژنیو ښار کې د ملګرو ملتونو د اروپا په مرکزي دفتر کې د دوشنبې په ورځ پیل کړه چې درې ورځې دوام کوي.