د بښنې نړیوال سازمان: نړۍ کې د اعدام سزا د پلي کېدو پېښې ۵۳ سلنه ډېرې شوې

د عکس سرچینه، AFP
د بښنې نړیوال سازمان وايي ایران او د منځني ختیځ څو هېوادونو کې د اعدام سزا له ډېرېدو سره، په ۲۰۲۲ کال د نړۍ په کچه د تېرو پنځو کلونو پرتله تر ټولو ډېر خلک اعدم شوي دي.
په ۲۰۲۲ کال د نړۍ ۲۰ هېوادونو کې د اعدام ۸۸۳ پېښې ثبت شوې چې د ۲۰۲۱ کال پرتله ۵۳ سنله ډېروالی ښيي.
له دغو کسانو په هرو لسو کې نږدې ۹ یوازې په ایران، سعودي عرب او مصر کې په دار ځړول شوي.
په دغو هېوادونو کې هم ایران کې د اعدام شویو کسان شمېر پام وړ لوړ دی.
د یادونې ده چې د بښنې نړیوال سازمان لخوا دغو خپرو شویو شمېرو کې د چین د اعدام پېښې نه دي شاملې چې ویل کېږي هر کال زرګونه کسان پکې اعدامېږي.
د چین حکومت د اعدام اړوند مالومات پټ ساتي.
د بښنې سازمان وایي دغه کار یې په چین کې د اعدامېدونکو کسانو د شمیر په تړاو د کره ارزونې وړتیا کمزورې کړې ده.
دغه سازمان په شمالي کوریا، ویتنام، سوریه او افغانستان کې هم د مرګ سزا پلي کېدل تایید کړي، خو ويلي یې دي چې د حد اقل کره شمېرو وړاندې کولو لپاره یې مالومات کافي نه دي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي نړۍ کې د اعدام پېښو د شمېر ناڅاپي لوړېدو ستر لامل دا دی چې ایران او سعودي د دې سزا تطبیق ډېر کړی.
د سعودي حکومت په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹۶ اعدام کړي چې دا شمېر په تېرو ۳۰ کلونو کې بې ساری دی.
له دوی پر ۸۱ کسانو دا سزا پر یوه ورځ پلې شوې.
د بښنې نړیوال سازمان د رپوټ له مخې مصر په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴ او د امریکا متحدو ایالتونو ۱۸ کسان اعدام کړي دي.
خو ایران کې د اعدامیانو شمېر د دوی ټولو پرتله لوړ او په ۲۰۲۲ کال کې ۵۷۶ تنو ته رسېدلی.
له دوی ۲۷۹ کسان د وژنې، ۲۵۵ د نشهيي توکو اړوند سرغړونو، ۲۱ د جنسي تېري او پاتې ۱۸ کسان د ملي امنیت اړوندو تورونو یا د 'محاربې' له مخې اعدام شوي دي.
خو په وروستۍ کتګورۍ کې دوه داسې کسان (محسن شکاري او مجیدرضا رهنورد) هم شامل دي چې ایران کې د دولت ضد اعتراضونو په تړاو نیول شوي وو.

د عکس سرچینه، NURPHOTO
د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د څېړونکو په استناد ویلي چې د ښاغلي شکاري او رهنورد محاکمه خپلسره، عجولانه، د ساختګي تورونو او داسې اعترافاتو پر بنسټ ترسره شوې، چې په زور پرې شوي دي.
په ۲۰۲۱ کال ایران کې د اعدام ۳۱۴ پېښې ثبت شوې وې.
اوس په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي، چې دغه هېواد د روان زېږديز کال له پیل راهیسې ۲۰۹ نور کسان هم اعدام کړي.
د یادونې ده چې ایران حکومت تر دغه اعلان وروسته ۸ نور کسان هم په دار ځړولي دي.











