ایران کې دویم احتجاج کوونکی هم اعدام شو

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

ایران قضایه قوې احتجاجونو کې د نیول شویو کسانو له ډلې، د دویم کس د اعدامولو خبر ورکړی دی.

دغه قوه وايي،‌ د مجید رضا رهنورد په نامه احتجاج کوونکی یې له نیول کېدو وروسته اعدام کړی دی.

نوموړی په چړو د دوو امنیتي کسانو په وهلو تورن شوی و او ۲۳ ورځې په بند کې و.

له اعدامېدو وړاندې یې د دولتي رسنیو له خوا د اقرار ویډیویي کلیپ خپور شوی و جې پکې ښکارېدل لاس یې مات او په ګچ پوښلی دی.

د ایران خلک پر قضایه قوې نیوکې کوي او وايې، له ښاغلي رهنورد جبري اعتراف اخیستل شوی.

میزان خبري اژانس په نامه د ایران قضایه قوې اړوند رسنۍ د مشهد ښار په یوه کوڅه کې د اعدام د شېبې انځورونه خپاره کړي، چې ښيي ګڼ امنیتي کسان ولاړ دي او مخونه یې پټ دي، او سیمه هم د سیمټو په بلاکونو تړل شوې ده.

ایران حقوقپوه پګاه بني هاشمي بي بي سي ته ویلي، د قضایه قوه کې روان وضعیت د منلو نه دی.

د نوموړي په وینا:" له نیول کېدو ۲۳ ورځې وروسته د اعدام سزا پلي کول د صحرايي محکمو یادونه کوي، ان ایران کې پخوا د سزا د صادرولو پروسه دومره چټکه نه وه."

ایران کې د لاریونونو په ترڅ کې ګن کسان نیول شوي، چې په یو شمېر یې د سترې محکمې له لوري د اعدام حکم شوی دی.

له دغو کسانو لومړی یې محسن شکاري و، چې د تېرې پنج شنبې پر ورځ پرې د سترې محکمې حکم پلی شوی او اعدام شو.

د محسن شکاری اعدامولو پراخ غبرګونونه راوپارول.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلي هم خبرداری ورکړی و چې:" نړۍ نه شي کولی د خپلو خلکو پر وړاندې د ایران د حکومت له خوا په ترسره شوي کرکجن تاوتریخوالي سترګې پټې کړي."

ایران کې لاریونونه د ۲۲ کلنې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته داسې حال کې پیل شول، چې نوموړې د ایران امر بالمعروف پولیسو په بند کې مړه شوه.

هغه په دې تور نیول شوې وه چې حجاب یې سم نه و.

دغه ناکرارۍ چې د آغلې امیني له وژل کېدو وروسته پیل شوې، د ایران د ټولو ۳۱ ولایتونو شاوخوا ۱۶۰ ښارونو ته غځېدلې دي.

دا د ۱۹۷۹ انقلاب وروسته د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې تر ټولو ستختې ننګونې بلل شوې دي.