تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا ته د زېلېنسکي سفر؛ سوناک وايي د اوکرایین د ملاتړ له ژمنې نه شاته کېږي
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي دوشنبه (د مې ۱۵مه) بریتانیا ته د ناڅاپي سفر په لړ کې د دغه هېواد لومړي وزیر ریشي سوناک سره د مالي او پوځي مرستو پر دوام خبرې وکړې.
ښاغلی سوناک د دې شاوخوا دوه ساعته لیدنې پای کې له ښاغلي زېلېنسکي سره یو ځای د رسنیو مخ ته راڅرګند شو او ویې ویل چې حکومت یې له اوکرایین سره د روسیې د یرغل پر وړاندې درېدو کې د پوځي مرستو او ملاتړ پر ژمنه ولاړ دی.
هغه زیاته کړې چې دې په لیدنه کې اوږدمهال لپاره اوکرایین کې پر امنیتي تدابیرو خبرې وشوې.
بلخوا اوکرایین سره د بریتانیا د اوږد واټنه توغندیو او پوځي ډرونونو د مرستې دا تازه ژمنه د مسکو غبرګون سره مخامخ شوې.
خو کرملین دا هم ویلي چې دوی ګومان نه کوي دغه مرسته دې د جګړې پایله بدله کړي.
د اوکرایین او بریتانیا مشرانو د باکینگهام شېر په چکرز ماڼۍ کې سره ولیدل، چې د ۱۶ پېړۍ ودانۍ او د بریتانیا د لومړي وزیر رسمي استوګنځی دی.
ښاغلی زېلېنسکي بهرنی مشر دی، چې ښاغلی سوناک ورسره دې تاریخي ماڼۍ کې ګوري.
د بریتانیا لومړي وزیر له دې لیدنې وروسته دا هم ویلي چې هېواد یې د اوکراییني پیلوټانو روزنې ته دوام ورکوي او دا چې غواړي د کیېف لخوا د پرمختللو جنګي جټونو د تقاضا ځوابولو لپاره یو اېتلاف جوړ شي.
نن دوشنبه تر دې مخکې د ښاغلي سوناک دفتر اعلان وکړ چې اوکرایین ته "سلګونه" اوږد واټنه بریدګر ډرونونه او د هوایي دفاع توغندي ورکوي.
دغه دفتر یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مرستې به راتلونکو میاشتو کې په داسې حال کې اوکرایین ته ورسېږي، چې دغه هېواد د روسیې د روان یرغل پر وړاندې د مقاومت پیاوړتیا ته چمتووالی نیسي.
د بریتانیا لخوا اوکرایین سره د اوږد واټنه توغندیو د مرستې خبره پنجشنبه شوې وه، خو د ډرونونو د مرستې ژمنه تازه ده.
د اوکرایین ولسمشر هم د خپل ولس او ځواکونو په استازولۍ د بریتانیا د مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغو مرستو ډېر کار کړی دی.
منفي لیدلوری
مسکو اوکرایین سره د بریتانیا د اوږد واټنه کروز توغندیو او پوځي ډرونونو د دې تازه مرستې ژمنې ته غبرګون ښودلی.
د روسیې ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دوی د بریتانیا د دغو مرستو په اړه "خورا منفي" لیدلوری لري.
خو کرملین دا هم زیاته کړې چې دوی ګومان نه کوي دغه مرسته دې د جګړې پایله بدله کړي.
روسیې د تېرې شنبې پر ورځ ادعا کړې وه چې اوکرایین د دوی لخوا د نیول شوي لوهانسک ښار پر صنعتي سیمې برید لپاره د بریتانیا 'سټورم شېډو' توغندي کارولي دي.
د روسیې هېواد دفاع ویلي "د هوايي دفاع 'سټورم شېډو' توغندي چې بریتانیا د کیېف رژیم ته ورکړي، د لندن د هغو اعلامیو پر خلاف چې ویلي یې وو دغه توغندي به د ملکي اهدافو پر ضد نه کارول کېږي، د بریدونو لپاره کارول شوي دي."
دننه بریتانیا کې هم اوکرایین سره د دغو پراخو پوځي مرستو د څرنګوالي په اړه نظرونه ویشلي ښکاري.
د دغه هېواد پارلمان کې د دفاع منتخبې کمېټې مشر توبیاس اېلووډ ویلي، 'بریتانیا د تل لپاره وسلې نشي ډالۍ کولی.'
هغه بي بي سي ته ویلي، بریتانیا دا نشي کولی چې اوکرایین ته د وسلو په ورکولو ورکولو خپل پوځي وسله کوټونه تش کړي.
ښاغلی اېلووډ زیاته کړې چې اوکرایین سره د پوځي مرستو ماموریت باید ناټو په غاړه واخلي او دا چې د دغه سازمان تول غړي باید یو ځای د کیېف د دفاع د پیاوړتیا لپاره اوږه په اوږه ودرېږي.
هغه د ناټو متحدانو لخوا اوکرایین سره د پوځي مرستو پر اوسنۍ بڼه او په دې اړه پر چنو وهلو د نیوکې ترڅنګ ټینګار کړی چې "که موږ د اوکرایین ملاتړ ته ژمن یو، نو دغه کار یو جمعي اېجنډ ته اړتیا لري."
د برېتانیا پارلمان کې د دفاع د منتخبې کمېټې مشر دا هم ویلي چې اړتیا ده اوکرایین پخپله د وسلو جوړولو جوړولو وړتیا ومومي.
د امریکا له متحدو ایالتونو را وروسته بریتانیا له اوکرایین سره تر ټولو ډېره پوځي مرسته کړې.
د دغو مرستو ارزښت د روان ۲۰۲۳ کال تر فبرورۍ ۷ اعشاریه ۱۶ میلیارد پاونډو ته رسېده.
په دوی کې د مرستې دا تازه ژمنه نه ده شامله.
بریتانیا څلورم اروپايي هېواد شو چې د اوکرایین ولسمشر یې په دې سفر کې دوره کوي.
هغه تر دې وړاندې پاریس، برلین او روم کې هم له چارواکو سره کتلي او د مرستو د دوام ژمنې ترلاسه کړې دي.
د یادونې ده چې د اوکرایین ولسمشر تېره فبرورۍ کې هم بریتانیا ته راغلی و.
نوموړي هغه مهال له پاچا او دولتي چارواکو سره پر کتلو سربېره د بریتانیا پارلمان ته وینا هم کړې وه.