د پاریس اولمپیک د پرانیستې مراسم په تصویرونو کې

د اولمپیک د پرانیستې مراسم معمولآ کوربه هېواد ته دا فرصت ورکوي چې نړۍ په بې سارې په زړه پورې نندارې سره حیرانه کړي.

د پاریس ۲۰۲۴ اولمپیک د لوبو پرانیسته هم همداسې وه او تنظیمونکو یې دودیز مراسم مات کړل.‌

دوی په لومړي ځل د اولمپیک د پرانېستې مراسم د یوه لوبغالي پر ځای ټول ښار کې ترسره کړل.

په زرګونو ورزشکارانو او لوبغاړو د پاریس د 'سین' سیند په اوږدو کې پریډ وکړ او د تیارې له خپرېدو سره د ایفل مشهور برج په ډراماتیک ډول په رڼاګانو او رنګونو روښانه شو.

لاندې د دغو مراسمو ځینې زړه راښکونکي عکسونه دي.