کولمبیا کې د نشه یي توکو قاچاقیانو لسګونه کسان وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د کولمبیا د بشري حقونو ادارې چارواکي وايي، کاتاتومبو کې د یاغي ډلې لخوا د وژل شویو کسانو شمېر شپېتو ته رسېدلی دی.
دغلته یاغي ډلې له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د کوکاین نشه یي توکو د سوداګرۍ لپاره خپله سیمه پراخه کړي.
کولمبیا نړۍ کې د کوکاین یو له سترو تولیدونکو هېوادونو بلل کېږي.
د کولمبیا د کاتاتومبو سیمه چېرې چې وروستۍ نښتې شوي له وینزویلا پولې ته نږدې پرته ده.
چارواکو ویلي، د تاوتریخوالي وروستۍ پېښه کې د ازادۍ غوښتونکي وسله وال (اي اېل اېن) او د کولمبیا انقلابي وسله وال چې دواړو په ۲۰۱۶م کال کې له مرکزي حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې وه ښکېل دي.
د کولمبیا د ازادۍ غوښتونکي ( اي اېل اېن) دغه هېواد کې تر ټولو ستره فعاله وسله واله ډله بلل کېږي.
وروستیو بریدونو په ښکاره د چریکي ډلو او حکومت تر منځ د سولې هغه تړون مات کړ چې لا یې هم په سر له حکومت سره خبرې روانې وې.
کولمبیا کې هغې دولتي ادارې چې د ولسي وګړو د خوندیتابه او بشري حقونو د څار مسولیت ورترغاړې دی په لومړني رپوټ کې د ۴۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
د بشري حقونو دغې ملي ادارې ویلي د کولمبیا ازادي غوښتونکو په نوم یاغي ډلې لخوا "د ټولنې ځينې مشران او د دوی کورنۍ د تښتولو او وژلو له 'جدي ګواښ' سره مخ دي.
یاد بنسټ ویلي شل کسان چې له منځه یې له نیمو ډېرې مېرمنې دي دغې ډلې تښتولي دي.
د رپوټونو پر بنسټ په وژل شویو کسانو کې یې اووه د سولې د هوکړې منځګړي او لاسلیک کوونکي وو.
رپوټونه وايي د خپرې شوې وېرې له کبله " په سیمه کې ځینې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي." د بشري حقونو څار ادارې ویلي دا چاره به خلک لا زیانمن کړي او د هغوی پر ټکو زرګونه خلک فکر کوي چې روان تاوتریخوالی به یې کډوالۍ ته اړ کړي.
د کولمبیا په کاتاتومبو کې د سولې لپاره د (میندو غږ) یوې رسمي ټولنې د جمعې پر ورځ پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي " کاتاتومبو بیا په وینو لړل شوي."
دغې ټولنې ویلي " د پاخه عمر خلک، ماشومان، مېندواره میرمنې، معلولین او عام خلک د تاوتریخوالي قربانیان دي."
د کولمبیا دغو میندو پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې " د مرمیو تبادله یوازې هغو کسانو ته چې وسلې یې پر اوږده دي زیان نه رسوي بلکې د ټولنې د خلکو خوبونه له منځه وړي، کورنۍ سره جلا کوي او د ماشومانو په غوږونو کې وحشت خپروي."
ښکیلې غاړې څه وايي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د کولمبیا د بشري حقونو څار ادارې (اومبډسیمېنز) د وروستیو تاوتریخوالو پړه پر ازادۍ غوښتونکو وسله والو اچولې، دا ډله له وروستي تاوتریخوالي مخکې د جمعې تر ورځې د کولمبیا مرکزي حکومت سره د سولې په خبرو کې ښکېله وه چې له دغې پېښې وروسته ځنډېدلي دي.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پېترو هڅه کوي چې په هېواد کې د وسله والو ډلو او یاغیانو تر منځ تاوتریخوالی ودروي.
ښاغلي پېترو د ازادۍ غوښتونکو په نوم غورځنګ (اي اېل اېن) په جنګي جرمونو تورن کړی او پر ټکو یې وسله والو یې د " د سولې لپاره" له ځانه هیڅ ښه نیت او ښیګڼه نه ده ښودلې.
ازادۍ غوښتونکو بیا د کولمبیا انقلابي غورځنګ د ولسي وګړو پر وژلو تورن کړی دی. د روېټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې (اي اېل اېن) د شنبې پر ورځ خپاره شوي بیان کې ویلي تاوتریخوالی انقلابیانو کړی دی.
د اخ او ډب له دغو پېښو وروسته د کولمبیا پوځ پرون د (شنبې) پر ورځ اعلان وکړ چې سیمې ته د ټکاو لپاره نور اضافي ځواکونه لېږي.











